د طالبانو په اړه د سناتور ګراهام څرګندونې څومره مسؤلانه دي؟ – سرمقاله

نن ټکی آسیا – سرمقاله: افغانستان ته په خپل وروستي سفرکې د امریکا د سنا غړي سناتور ګراهام له طلوع ټلویزون سره په مرکه کې ویلې چې طالبان د بشریت دښمنان دي .

د ګراهام په وینا چې طالبان هرڅه تخریبوي ، مذهبي آثار له منځه وړي ، ښځې د فو ټبال په میدانونوکې وژني ، ښځوته د تعلیم حق نه ورکوي ، په ټولنیزو فعالیتونو کې یې له مشارکت کولو څخه منع کوي … نو له دې څخه مالومیږي چې طالبان یواځې د امریکا نه ، بلکې د ټول بشریت دښمنان دی .

نوموړي سناتور دغه څرګندونې د بګرام زندان د بندیانو دخلاصون په اړه په خپلې اعتراضیه وینا کې کړې .

نوموړی وايي چې د بګرام د بندیانو د دوسیو څیړلو کمیسیون مشر عبدالشکور دادرس غواړي له بګرام زندان څخه د طالب بندیانو په خلاصولو سره په افغانستان کې د قانون حاکمیت یو ګام شاته کړي .

سناتور ګراهام د امریکا د سنا مجلس د برحاله غړي په حیث په داسې حال کې د طالبانو په اړه دا څرګندونې کوي چې تر ده له مخه د امریکې مرستیال ولس مشر جوبایدن د طالبانو په اړه ویلي وه چې هغوئ زموږ دښمنان نه ، او له همدې امله مونږ غواړو ورسره خبرې وکړو .

همداراز د تیر۲۰۱۳کال د می په میاشت کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر تر افتتاح وروسته خپله د امریکا ولس مشر بارک اوباما له طالبانو سره د خبرو لپاره د دغه دفتر پرانیستنه یو مثبت کار وباله او له هغوئ سره دخبرو لپاره یې خپل خاص استازی قطر ته ورولیږو.

له هغه را وروسته تر اوسه پوري امریکانو له طالبانو سره دخبرو کولو ټولې لارې چارې په کاراچولې خو طالبان دخپلو هغو اعلامیو له مخې چې وخت ناوخت یې دمذاکراتو په اړه نشروي دیته نه حاضریږي چې له امریکایانو سره غیرمشروطې خبرې وکړي .

که ریښتیا هم د سناتور ګراهام د څرګندونو له مخې طالبان د امریکا او یا په مجموع کې د ده په اند د بشریت دښمنان وي نو بیاولي له اوباما تر بایډن پوري ټول امریکايي چارواکي له هغوئ سره دخبرو لپاره جولۍ ګرځوي ؟

ولي له سمییزو او نورو نړیوالو ایتلافیانو څخه داغوښتنې کوي چې د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د خبرو منځګړیتوب وکړي؟

له دې پرته سناتور ګراهام د امریکايي مسؤل په توګه څرنګه طالبان د بشریت په دښمني تورنوي په داسې حال کې چې دوئ خپله د تمدن او پرمختګ ترنامه لاندې له جاپانه نیولې تر ویتنام ، اوسني افغانستان او عراق پوري په لکونو انسانان ژوندې په اورکې وسوځول ؟

ایا سناتور ګراهام په خپله د امریکایانو له هغو جنایاتو ناخبره دې چې په نړۍ او خپله امریکاکې یې د نورو انسانانو په ضد ترسره کړي؟

ایا د نوموړي له نظره په افغانستان کې د مترقي امریکایانو لخوا دبیوزله ولسي وګړو وژل ، د مړیو جسدونه سوځول، دمړیو له جسدونوسره دیادګاري عکسونه اخیستل او یا دهغوئ په جسدونو بولې کول له بشریت سره دوستي بولي؟

په افغانستان او عراق کې د امریکایانو په لاس تر سره شوي جنایات هغه څه دي چې د بشر دحقونو ټولې حقوقي ټولنې یې د انسایت ضد عمل ګڼي او د هغوئ د ترسره کولو به جرم د امریکايي مجرمینو د محاکمه کولو غوښتنه کوي .

نوسناتور ګراهام ته د یوه قانوني شخص په توګه دا په کار دي چې لومړی دبشریت په خلاف دخپل هیواد جرمي سابقه وګوري او په هغه قضاوت وکړي ، نه داچې دیوه احساساتي جنایت کار په حیث د خپلو ټولو جنایتونو په پټولو سره دبل چا په اړه غیر مسؤلانه ډول د بشریت د دښمني تورونه پوري کړي .

د نن ټکی آسیا  سرمقاله