fbpx

په هلمند کې د امریکا نوی پوځي ماموریت د څه لپاره؟

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

دوه ورځې وړاندې پنټاګون د افغانستان تر ټولو نا امنه ولایت هلمند ته ۳۰۰ امریکايي پوځیانو د لیږلو اعلان وکړ.
امریکایان په داسې حال کې هلمند ته خپل تازه دمي پوځیان لیږي چې د ملي یوالې په نوم حکومت د سنا جرګې مشر او د هغه غړي د پنټاګون له دې پریکړې ناخوښه او هغه په هلمند کې د جګړې د زیاتولو لامل بولي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې روان امنیتي وضعیت بحراني او د ناټو پوځي چارواکي په راتلونکي پسرلي کې د جګړو د لا سختیدو خبرې کوي هلمند ته د ۳۰۰ امریکايي سرتیرو لیږنه د احتمالي سولې د هر ډول هلو ځلو په مقابل کې د خطر زنګ بلل کیږي.

ځکه هم خپله افغانان او هم د افغانستان ګاونډي او سیمه ییز هیوادونه په افغانستان کې د امریکایانو شتون د نا امنۍ او جګړې اصلي لامل ګڼي او ژر تر ژره یې له افغانستان څخه د بیرته وتلو غوښتونکي دي.

دا چې امریکایان له افغاني او سیمه ییز حساسیت سره سره بیا هم په افغانستان کې پر خپل پوځي شتون ټینګار  کوي او بیرته هغو سیمو ته جنګي پوځونه لیږي چیرته چې دوي ۱۵ کاله خپل زور ورکې آزمایلی ، معنای یې داده چې ریښتیا هم امریکایان د افغانانو د امنیت لپاره نه ؛ بلکې دې هیواد ته د خپلو استراتیژیکو مصالحو د ترلاسه کولو لپاره راغلي.

دا چې امریکایانو او برتانویانو په هلمند کې د خواوشا ۳۰۰۰۰ بهرنیو پوځیانو په وسیله امنیت تأمین نه کړای شو نو اوس به یې د۳۰۰ مورال لویدلو او ماتې خوړلو پوځیانو په وسیله څرنګه تأمین کړای شي؟

دا چې امریکایانو په ټول هیواد کې فراه او هلمند ولایت د خپل پوځي ماموریت د بیا اعادې لپاره غوره کړل هدف یې دادی چې په قصدي ډول منطقوي حساسیت را وپاروي او افغانستان د خپل اشغال تر څنګ د سیمه ییزو استخباراتي جګړو په اور کې هم را ښکیل کړي. ښايي هغوی په اسمي ډول څو پوځیان په شمالي ولایتونو له ازبکستان ، تاجکستان او همدا راز چین سره په پوله کې هم ځای پرځای کړي، تر څو د هغوی په وسیله د روسانو او چنایانو حساسیت را وپاروي.

وروسته تر دې چې اوباما خپله په افغانستان کې د ۲۰۱۵ کال وروستۍ نیټه د امریکايي ځواکونو د پوځي ماموریت د پایته رسیدو د وروستۍ نیټې په توګه اعلان کړه اوس په هلمند ، فراه او د هیواد په نورو سرحدي ولایتونو کې د هغو د پوځي ماموریت بیرته پیلول په افغانستان کې د جګړې له ګرمولو او توندولو پرته بله هیڅ توجیه نه لري.

لذا ټول هغه جهتونه چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت او جګړې د خاتمې لپاره هلې ځلې کوی هغوی باید تر هرڅه وړاندې امریکایان قانع کړي چې هر څومره ژر ممکن وي خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي.

ځکه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له موجودیت سره د سولې په نوم هر ډول هلې ځلې ، خیال است و محال است وجنون.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د