افغانستان

د خوست د صبریو ولسوالۍ د ملي امنیت مدیر له دریو ساتونکو سره ووژل شو

نن ټکی آسیا: د خوست ولایت چارواکي وايي، د خوست د صبريو او يعقوبيو ولسوالۍ د ملي امنيت مدير له دريو ساتونکو سره ووژل شو.
د خوست ولايت د عامه اړيکو د مسوول بريالي روان په خبره ، پرون مازديګر ناوخته د خولبسات په سيمه کې د صبريو او يعقوبيو ولسوالۍ د ملي امنيت د مدير اعتبارالدين پر موټر د ماين چاودنه وشوه.

په دې  چاودنې کې د ملي امنیت مدیر سره بېره د هغه درې ساتونکي وژل شوي.
عیني شاهدان وايي چې چاودنه خورا زوروره او غږ یې تر لیرې رسېدلی دی.
طالبانو په دې باب تر اوسه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x