کور پاڼه / پښــــتو ادب / شعـــــرونه / د شهادت صحنه/ حمزه حسيني

د شهادت صحنه/ حمزه حسيني

حمزه حسيني

د خوښۍ ورځې شوې تېرې
نن فضاء وه خړه پړه
نن یو ځوان ستړی ستومان وه
راته ویل یې چیرته لاړ شم؟
چې شبګیر مې ډیر وخت کړی
او ویده شمه دمه شم
اخري ورځ یې همدا وه
لمر په بیړه وو لوېدو ته
د اسمان په کنارو کې
ترګمۍ څادر را خپور کړ
د ماښام اذان هم اوشو
دغه ځوان راته مسکی شو
راته ویل یې لمونځ به وکړم
هلته ده جمعه قائم کړه
او قرأت یې هم شروع کړ
دلته مونږ زلمی کړ مخکې
چې په جمعه لمونځ اداء کړو
لمونځ نه وروسته مو دعا کړه
بس چوپتيا په هره خوا شوه
د ډوډۍ انتظام نه وو
دغه شفه لا هیبتي شوه
لحظه وروسته د بنګنو
څه نری نری اواز شو
وار په وار په زياتېدو شو
ډبډبنې را شې وه شوې
بدرګه یې کړه څرخکو
هم بي باون الوتکو
هغه ستړي ځوان را غږ کړ
د پيکا رسان را واخله
ما مرمۍ یو چاته ورکړې
چې یې ورکړي هغه ځوان ته
ما هم لاس کړ کلاشین ته
او په څنګ کې مې میلمه کړ
څو دورې څرخکو وکړې
بیا لږ لرې شوې پنا شوې
له مرکز څخه را کوز شوم
زه ملګرو سره مل شوم
د ببرو ونو لاندې
را ته ویل یو یو کښینئ
چې بې ځایه مصرف نه شئ
ده شرید له رسان ډک کړ
مخابره یې کړه راپورته
په ملګرو یې غږ وکړ
او د حال درک یې واخیست
بیا له خط نه ورته غږ شو
وای (الیاسه) اواز اورې؟
ده ور غبرګه کړه وای اورم
څه خطر لا محسوس نه کړئ
یو یو ونو سره کښېنئ
تګ راتګ نه ځان ګوښه کړئ
یو چا غږ ورباندې وکړ
وای ها خپل نمبر ته لاړ شه
وای راغلي سپېشل فورس دي
څه کفار ورسره مله دي
څه پیاده دي
څه سواره دي
او ستا خوا ته یې اقدام دی
لږ بیدار شه په کمین شه
سم ګوزار د تاریخ ورکړه
چې ماغزه یې جای ته راشي
په چا ظلم بیا ونه کړي
نه په زوره ميلمانه شي
لا خبرو کې لګیا وو
څو رسان مرمۍ شوې تیرې
زمونږ ځای یې ورته وښود
یو نا څاپه څه درزا شوه
له څرخکو برید شو پیل
ما ډیر زر یو خواته پروت کړ
او سپېڅلې کلمه مې
ښه په لوړ غږ زمزمه کړه
ما ویل اخري وخت دی
خاتمه خرابه نشي
دوباره پیر شروع شو
او فضا یې آلوده کړه
هغه ستړی ځوان مې څنګ ته
په زرګویوو شروع وکړه
په سینه یې پرهر جوړ وو
څو شهيدې سلګکۍ یې
په ارمان ارمان کې وکړې
دوه ملګرو سم د لاسه
شهادت ته لبیک وکړ
دا درې واړه خړ په خاورو
بیا د حورو مېلمانه شو
مونږ پینځو کې هغه درې خو
سره په وینو شهیدان شول
او مونږ دوه په دوه زخمیان وو
د یو غوړپ اوبو ارمان مو
په زړګي باندې لرلو
خو بنګنو او بې باون
ښه دقت باندې څارلو
اسماني بلاګان لاړل
مونږه هم لږ مزل وکړ
خو له لږ مزل نه وروسته
بلاګانو شور ماشور کړ
څه نا ترسه دوښمنان وو
لا یې زړه په دوی یخ نه شو
هلته پورې هم درزا شوه
څو ځوانان یې شهيدان کړل
دغه شپه مو په ستم وه
تر سبا همداسې څار وو
الوتکې ګرځېدلې
حرکت مو کوی نه شو
د اوبو په تمنا وو
ځکه وینې وې روانې
غږېدلی هم لا نه شو
دوی زمونږ چم کې پیاده وو
خو الله وو ړانده کړي
او لیدلی یې مونږ نه شو
غار ثور په شان یاره
وو همدومره نزدې شوي
خو چې عمر مو باقي وو
دادی اوسه پورې ګرځو
قربانی یې کړه قبولې
قربانی مو کړه قبولې
ربه تاته مو دا سوال دی
کاش چې هلته زه شهـــید وای
کاش (حمـزه) هلـــــته شهید وای
را ته ویل یې یو یو کښینئ
په زګرویوو شروع وکړه


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*