افغانستان

د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې اربکیانو۵۰ تنه کلیوال بندیان کړي

نن ټکی آسیا: د فراه ولایت له بالابلوک ولسوالۍ څخه مو خبر ترلاسه کړ، چې سیمه یېزو پولیسو (اربکیانو) له طالبانو سره تر درنې جګړې وروسته ۵۰ تنه ملکي کسان نیولي او بندیان کړي دي.
د بالابلوک ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، اربکیانو وروسته له هغې د خلکو په نیولو لاس پورې کړ چې کله طالبانو د سیمې د اربکیانو د مشر زوی له لارې کښته کړ او په ناڅرګند لوري يې له ځانه سره یووړ.

ویل کېږي چې په نیول شویو کسانو کې د طالبانو د کورنیو ځينې غړي، د جوماتونو ملاامامان او ګڼ نور قومي سپین روبي او مخور خلک شامل دي.
د بالابلوک ولسوال له طالبانو سره د سیمه یېزو پولیسو د جګړې او د کلیوالو د نیولو پخلی کوي، د ده په وینا په نیول شویو کسانو کې ځینې طالبان هم شامل دي.
په فراه کې یوې امنیتي سرچینې چې نه یې غوښتل؛نوم یې افشا شي،زیاته کړه چې په دغه جګړه کې پنځه اربکیان وژل شوي او درې طالبان هم ژوبل دي.  نوموړي زیاته کړه چې د اربکیانو سیمه یېز مشر د خپل زوی د نیونې په غچ کې په سېمه کې عملیات ترسره کړي.
طالبانو په دې باب تر دې مهاله رسنیو ته څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x