fbpx

د سي زيړي د خپرېدو نښې او لاملونه

مطيع الله شنيزى

په اوسط ډول له 130 چخه تر 200 ميليونه خلک په ټوله نړى کى د هيپاټيټ سى په ويروس اخته دى،چى په 2013 کال کى يولس ميليونه نوى پيښى رامنځته ته شوى چى زياتره يى په افريقايى او ختيځه اسيايى هيوادونو کى ثبت شوى.

او په 2013 کال کى 343000 خلک د ينى د سرطان او 358000 خلک د ينى د خرابيدو له امله په توله نړى کى مړه شوى دى چى علت يى د هيپاټيټ سى ويروس دى.

زيات خلک اوس هم په د فکر کى دى، چى دا يوه ناعلاجه ناروغى ده چى مريض خامخا ترى مرى.
سي زېړی څه شی دی؟

د سي زيړی له امله د انسان ځيګر ډېر اغېزمن کيږي، فعاليت پرېږدي او دځيګر د خرابيدو او سرطان سبب ګرځى چى له امله يي هر کال ډېر کسان مړه کيږي.

ځنى خلک د لند مهال لپاره دا ناروغى لرى چى وروسته له درملنى په بشپړه توګه مريض شفا مومى، چى د ته حاد يا اکيوټ هيپاټيټ سى وايى ،خو زياتره خلک د زيات وخت لپاره په د ناروغى اخته وى چى د مريص د مرګ سبب کيژى ،چى دا دول ته مزمن يا کرونيک هيپاټيټ سى وايى.

دا ناروغي څنګه خپريږي؟

دا ناروغي د وينې له لارې خپريږي، که څوک داسې يوه ستن وکاروي، چې له دې وړاندې د سي زيړي ناروغ ته لګول شوي وي، نو دې سره کېدای شي دې بل ناروغ ته ورشي.

له ۱۹۷۰تر ۱۹۹۰ کلونو پورې د يادې ناروغۍ له امله ډېر خلک مړه شوي او تر ټولو ستر لامل يې هم د استعمال شوې پيچکارۍ وې، چې نورو ناروغانو ته به لګول کېدې او اوس د سي زيړي له امله د مړينې کچه کمه شوې، ځکه چې ډاکټران هڅه کوي، چې استعمال شوې پيچکارۍ ونه کاروي.

له جنسي اړيکو هم دا ناروغي خپرېدای شي او ډاکټران وايي، چې په دې اړه هم بايد ډېر احتياط وشي.
په حمام کې د وېښتو جوړولو پر مهال، چې کومه چاړه او پاکي د زېړي مريض لپاره کارول شوي وي او بل چا ته هم وکارول شي، نو دې سره هم د زېړي د خپرېدو امکان ډېر زيات دی.

په دې اړه بايد ډېر احتياط وشي. همدا رنګه په وروسته پاتې هېوادونو کې د غاښونو ډاکټران خپل طبي وسايل په مناسبه طريقه نه پاکوي، چې له امله يې د زيړي خپرېدو امکان ډېر زيات دی لکه افغانستان ،افريقا او نورو هيوادونو کى.

د زېړي تشخيص څنګه کېدای شي؟

اول خو دا، چې داخله يا ميډيکل ډاکټران د زيړي په نښه نښانو ډېر ښه پوهيږي او ورپسې بیا د خپل شک له مخې د زيړي يو ټيسټ کوي، دغه ټيسټ د «Elisa» ماشين په واسطه کيږي او که دغه ټيسټ کې د زيړي ميکروب و، نو بيا ورپسې يو بل ټيسټ کوي، چې معلومه کړي، د زيړي ميکروب ژوندي دي، که مړ. چى دغه ټيسټ ته «PCR DNA» وايي، چې شاوخوا يوه اونۍ وخت نيسي.

که د ياد ټيسټ په نتيجه کې ويروس مړ و، نو درملنې ته يې اړتيا نه شته او که ژوندي و، نو بيا بايد له يو ښه او تکړه متخصيص سره مشوره وشي او د هغه په لارښوونه د زيړي درملنه وشي.
دا وو د هيپاټيټ سى په اړه معلومات.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د