
د سعودي مرستندويه کميټې د۲۶ ولايتونو ۲۳۱ جوماتونو کې د قالينو فرش وويشلو
نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومې ۲۰، ۱۳۹۵ل): د افغان ولس لپاره د سعودي مرستندويه کمېټې ۲۳۱ جوماتونو باندې قاليني فرش وويشلو، نوموړې غالۍ د افغانستان په ۲۶ ولايتونو کې د حج او اوقاف وزارت سره په همغږۍ ويشل شوي چې په کابل کې د سعودي عربستان سفارت لخوا ورته ترشیح شوي وو او غاليو ته یې اړتيا درلوده.
مرستندويه کمېټه اوسمهال د هغه جوماتونو فرشولو باندې بوخته ده چې د حج او اوقاف وزارت لخوا ورته معرفي شوي دي او نوموړو غاليو ته اړتيا لری.
د دې پروژې تطبیق د هغه تفاهمنامې برخه ده چې د ۲۰۱۵م کال د جون د مياشتې په څلورويشتمه نېټه کابل کې د خادم الحرمین الشریفین سفارت او د افغانستان اسلامي جمهوريت حج او اوقاف وزارت تر منځ لاسليک شوې وه، چې په ترڅ کې يې د سعودي عربستان سفارت ژمنه کړې وه چې د افغان ولس لپاره د سعودي مرستندويه کمېټې له لارې به د حج او اوقاف وزارت سره په همغږۍ د دوه مليونه ډالرو په ارزښت د جوماتونو د فرشولو پروژه پلي کوي.
د يادونې وړ ده چې د افغان ولس لپاره د سعودي مرستندويه کمېټه د ۲۰۰۲ کال راهيسې د افغانانو لپاره ښوونيزې، اغاثي او صحي برخو کې مختلفې پروژې پلي کوي، او په همدې لړ کې يې ۲۰۱۳ کال کې د افغانستان په ټولو ولايتونو کې له اته سوه څخه زیات جوماتونه د یو مليون ډالرو په لګښت په اعلی قاليني فرشونو او لسپیکرونو سمبال کړي وو، او نوموړې کمېټه به افغانانو وروڼو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.