
په غزني کې د اربکیانو يو قومندان ووژل شو
نن ټکی اسیا: نن ماسپښين شا خوا يوه بجه د غزني ښار ختيځه څنډې په مسعود څلور لاري کې د اندړو ولسوالۍ د اربکيانو مشر قومندان شاهين د يو مقناطیسي ماین په واسطه و وژل شو.
د غزني د والي مرستيال محمد علي رسنیو ته د يادې پيښې پخلی کوي او زیاتوي چې، پيښه کې د ملي اردو يو عکسر او دوه ولسي وګړي هم ټپيان شوي دي. د محمد علي په وينا مقناطیسي ماين د قومندان شاهين موټر پورې نښلول شوی و. د پيښې مسؤولیت تر دې دمه چا پر غاړه نه دی اخیستی.