د پوهني وزیر اسد الله حنیف بلخي

د پوهنې وزیر د فساد مالي غنیمت څرنګه توزیع کړ؟ واورئ!

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومې ۲۰، ۱۳۹۵ل): د کابل نیوز تلویزوني شبکې د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي ته منسوب یو غږیږ کلیپ خپور کړی چې په کې نوموړی د ۱۸۰۰۰ ډالرو پر خپلمنځي وېش خبرې کوي او ورته د جعلي اسنادو د جوړولو طرحه وړاندې کوي.

د کابل نیوز د راپور سره سم وزیر له خپل یوه کارکوونکي سره غالبا د فراه ولایت په ګلستان ولسوالۍ کې د البسې د خریدارۍ په تړاو د هغو ۱۰ زرو ډالرو خبره کوي، چې مصرف شوې، خو البسه نه ده پېرل شوې.

د پوهني وزیر په یاد کلیپ کې د پوهني وزارت د ظرفیت لوړوني پروژې اړوند د ۱۸ زره ډالرو د خپلمنځي وېش وروسته د هغه لپاره د سند جوړولو خبري کوي. نوموړي ته خپل یو کارکوونکی وايي چې «د جعلي خریدارۍ رسمي اسناد خو مو جوړ کړي دي، خو که چیرې یې فزیکي تفتیش وشي بیا به څه کوو؟».

د یاد غږیږ کلیپ په اړه د پوهني وزارت په خپل غبرګون کې ویلي چې وزیر په جرمني کې تر تداوي لاندې دی تر څو هغه نه وي را ګرځېدلی، دوی په دې اړه هیڅ ویلو ته اماده نه دي.

د یادوني وړ ده چې د پوهني وزیر اسد الله حنیف بلخي یو له هغو وزیرانو څخه دی چې خپل قانوني حیثیت یې لا له وړاندي هغه وخت له لاسه ورکړ کله چې د ولسي جرګې غړو په غالب اکثریت سره نوموړی سلب صلاحیت کړ خو د ګډحکومت په ټېنګار تر اوسه خپله وظیفه اجراء کوي.

که څه هم د افغانستان حکومت د فساد پر ضد د مبارزې شعارونه پورته کوي او مخنیوی یې خپل اولویت بولي، خو بیا هم د څو کلونو څخه پر لپسې د افغانستان اوسنی حکومت د نړۍ په سطحه د مفسد ترینو حکومتونو څخه شمېرل کیږي چې له امله یې په نړۍ کې د افغانستان حیثیت ته صدمه رسېدلې.

باید وویل شي په دې وروستیو کې اشرف غني د مخابراتو سلب صلاحیت شوی وزیر د فساد په تور یو ځل بیا له خپلي دندې ګوښه کړ، خو د شنونکو په نظر د اوسني حکومت جګپوړي چارواکي تر بل هر وخت زیات په مالي او ادارې فساد کې ښکېل دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د