ورزش

د افغانستان ملي لوبډله د لومړي ځل لپاره په اسیایي جام کې لوبیږي

د اسیا کرکټ کونسل پریکړه کړې چې د افغانستان کرکټ لوبډله به د اسیايي جام په سیالیو کې لوبیږي. تر دې دمخه څلور لوبډلې (هند، بنګلادیش، پاکستان او سريلانکا) په اسیايي جام کې لوبېدل.

په دغه لوبو کې به ټولې ۱۱ سیالۍ ترسره کیږي او تمه ده چې په ۲۵ فرورۍ پيل او په ۸ مارچ پای ته ورسیږي.

 د اسیا کرکټ کونسل همدا راز  پریکړه وکړه چې بنګلادیش به ددغه سیالیو کوربه هېواد  وي. د بنګلادیش د سیاسي حالاتو د کړکیچن کیدو له امله دا په شک کې وه چې کیدایشي بنګلادیش ددغو لوبو کوربه هېواد نشي. 

د بنګلادیش کرکټ بورډ یو تن چارواکي ویل چې «موږ د اسیا کرکټ کونسل د غړو سره ډيره ښه غونډه درلوده، هغوی په دې رضا او قانع شول چې افغانستان د پنځمې لوبډلې په حیث په ټورنمنټ کې شامل کړي، چې له امله يې سیالۍ هم تر ۱۱ پورې زیاتې کړې.»
د بنګلادیش کرکټ بورډ اجرائیه رئیس وايي چې ډیر ژر به د ټورنمنټ مهال ویش اعلان کړي. ده زیاته کړه چې په ټورنمنټ کې د افغانستان د شاملېدو وروسته به نوی مهال ویش جوړوي.

د افغانستان کرکټ بورډ  اجراییوي رئیس  ډاکتر نور محمد ددغو هلو څلو ثمره خوندوره بللې، نوموړی وايي  چې دغه لاسته راوړنه د افغانستان کرکټ په تاریخ کې یوه بې سارې لاسته راوړنه ده.

یاده دې وي چې افغانستان په دې وروستیو کې د ۲۰۱۵ ز کال نړیوال جام او په ۲۰۱۴ز کال کې ۲۰اوریزو نړیوال جام ته ووت. همدا راز ډیری نړیوالې لوبډلې د افغانستان د لوبې څخه متأثر شويدي.

د کرکټ پوهانو په اند که افغان لوبډله د حوصلې او خپلو استعدادونو څخه کار واخلي نو تمه ده چې په ډیر لنډ وخت کې به اوله درجه لوبډلو کې شامله شي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x