افغانستان

هلمند: قاچاقبر او بچه باز امنیتي مسؤولین له دندو شړل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومې ۲۰، ۱۳۹۵ل): د هلمند ولایت امنیه قومندان اقانور کینتوز رسنیو ته ویلي چې په دې وروستیو کې د یو لړ اصلاحاتو په را منځته کولو سره یې په دغه ولایت کې د خیالي پولیسو ستونزه هواره کړې او همدارنګه یې هغه امنیتي مسؤلین له دندو شړلي دي چې په فساد، قاچاق او بچه بازۍ کې ښکېل وو.

د هلمند ولایت د پولیسو په اړه ویل کیږي چې د قاچاقبرو سره لاس لري، د هغوی څخه د رشوت په اخیستلو د تاریاکو پر قاچاق سترګي پټوي او ځیني یې حتی پخپله په دغه کاروبار کې ښکېل دي.

د رشوت او قاچاق سربېره د هلمند خلک شکایت لري چې د پولیسو په پوستو کې بداخلاقي او بې لاریتوب هم ډېر عام شوی او پولیس په ښکاره او زور باندي په خپلو پوستو کې لغړزني هلکان ساتي چې له امله یې خلک پر خپلو اولادونو او ځوانانو ډاریږي.

خو د هلمند امنیه قومندان مل پاسوال اقانور کینتوز نن د دوشنبې په ورځ رسنیو ته په یوه خبري غونډه کې وویل چې له تېر یوه کال راهیسي يې د هلمند د پولیسو په لیکو کې د پام وړ اصلاحات را منځته کړي دي چې د ولایت پر عمومي امنیتي وضعیت یې هم مثبت تاثیر کړی.

نوموړي وویل چې په دغه موده کې یې یو شمېر امنیتي مسؤولین نیولي چې د نشه یې توکو په کاروبار او نورو بد اخلاقیو کې یې لاس درلود.

اقانور کینتوز وویل: «ځينو پوليسو په قاچاق کې لاس درلود، ځينو کسانو په پوستو کې کم عمره ماشومان ساتلي وو چې د دې ټولو مخه اوس نيول شوې ده».

نوموړي بیا هم کره شمېره یاده نه کړه چې څومره امنیتي مسولین له دندو ګوښه شوي، یا نیول شوي دی او نه یې هم کوم مشخص مثالونه ورکړل.

کینتوز وویل چې د خیالي پولیسو ستونزه یې هم تر ډېره هواره کړې ده. نوموړي ادعا وکړه چې د ولایت د پولیسو تشکېل ۹۵ سلنه پوره دی او دوی کولای شي چې د ملي اردو تر څنګ د لاسه وتلیو سیمو د بیا نیولو لپاره عملیاتو کې برخه واخلي.

بل خوا د هلمند ولایتي شورا غړي وايي چې په دغه ولایت کې حالات ورځ تر بلي مخ په خرابېدو روان دي او د طالبانو پرمختګونه مخ په زیاتېدو دي چې له امله یې د هلمند ولایت په مرکز کې ولسي وګړي له ناډاډمن حالت سره مخ دي.

باید وویل شي چې طالبانو تېره اونۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي و چې دوی به د کندهار او هلمند ولایت مرکز تر منځ غځېدلې لویه لاره د لنډې مودې لپاره پرانیزي تر څو د لښکرګاه اوسیدونکي خپل اړتیاوي پوره کړي، خو وروسته کیدای شي دغه سیمو کې جګړه تونده شي او لاري وتړل شي.

د هلمند ولایت اکثره ولسوالۍ اوس هم د طالبانو په لاس کې دي او د ډیرو ولسوالیو یوازي په مرکزونو کې دولتي ځواکونه د محاصرې په حالت کې پراته دي چې د الوتکو په ذریعه اکمالیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x