ورزش

کرکیټ: په صحرا جام کې د ګډون لپاره د نوروز منګل د ویزې ستونزه هواره شوه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومې ۲۰، ۱۳۹۵ل): نوروز منګل چې په دې وروستیو کې په رسمي ډول د نړیوال کرکیټ څخه د استعفا اعلان کړی، خپل وروستی لوبه به د متحده عرب اماراتو په دبۍ ښار کې تر سره کړي، چې د کرکیټ بورډ په وینا دا به یې وروستی الوداعي لوبه وي.

خو دبۍ ته د ملي لوبډلي د ستنېدو وروسته هم نوروز منګل په کابل کې ایسار شوی وو ځکه چې نوموړی د ویزې د ستونزې سره مخ وو چې بالاخیره نن هواره شوې.

د کرکیټ بورډ نن ورځ اعلان وکړ چې نوروز منګل به ډېر ژر د ملي لوبډلي سره یو ځای شي تر څو په هغو تمریناتو کې برخه واخلي چې د صحرا جام لپاره یې افغان لوبغاړي تر سره کوي او بیا به په صحرا جام کې خپله «تاریخي» لوبه وکړي.

باید وویل شي چې د صحرا جام د کرکیټ د دویمي درجې د اتو هیوادونو تر منځ په دبۍ کې د رواني میاشتي له ۱۴ نیټې څخه بیا تر ۲۰ نېټې پوري تر سره کیږي.

یاد اته هیوادونه پر دوه ټولیو توزیع شوي، چې په لومړۍ ټولۍ کې به افغانستان، ایرلېنډ، نامیبیا او متحده عرب امارات وي، په دوهمه ټولۍ کې به هالېنډ، سکاټلېنډ، عمان او هانک کانګ سره مخ کیږي.

د افغانستان له لوري په دغه جام کې د ګډون لپاره لاندي لوبغاړي انتخاب شوي دي:

محمد اصغر ستانکزی (لوبډل مشر) نوروز منګل، محمد شهزاد، محمد نبي، سمیع الله شینواری، دولت ځدراڼ، ګلبدین نایب، نجیب الله ځدراڼ، راشد خان، امیر حمزه، نجیب الله تره کی، کریم جنت، فرید احمد ملک او نوین الحق.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x