نړۍ

په یونان کې د روسیې جګپوړی دیپلومات مړی موندل شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومې ۲۱، ۱۳۹۵ل): په یونان کې د روسیې قونصل په خپل کور کې دننه مړی موندل شوی دی.

د یونان په پلازمینه «آتینا» کې د پولیسو له لوري په نشري شوي خبرپاڼه کې ویل شوي چې دوی د پيښي پلټنه پیل کړې ده خو لومړني معلومات څرګندوي چې هغه به په خپل مرګ مړ شوی وي.

یوه چارواکي د فرانس پریس خبري اژانس ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې د روسیې سفیر «اندري ملانین» ۵۵ کاله عمر درلود، په کور کې ځانته یوازي اوسیدی، کور یې په داسي سیمه کې دی چيري چې رئیس جمهوران، وزیران او جګپوړي چارواکي اوسي، هغه خپل د خوب په خونه کې پر ځمکه مړی غځېدلی پروت وو، هلته داسي نښې نښانې نه لیدل کیدلې چې کور ته دې یو څوک را ننوتلی وي.

بلخوا د روسیې خبري اژانس «ریا نوفوستي» هم په یونان کې د روسي قونصل مرګ تایید کړی دی.

نوموړي اژانس ویلي چې روسی دیپلومات د دوشنبې په ورځ خپل د کار ځای ته نه راغلی او نه یې هم تلیفون ته جواب وایه، ځکه یې پولسو ته خبر ورکړ، چې هغوی په خپل وار د نوموړي د کور دروازه ور ماته کړه او په داخل کې مړی ومونده.

باید وویل شي چې په ترکیه کې د روسیې سفیر تر وژل کېدو وروسته دا د روسیې دریم جګپوړی دیپلومات دی چې له نړۍ رخصتیږي، دده تر مخه په «انقره» کې یوه ترکي پولیس د کامرو په مخ کې د روسیې سفیر په ډزو وواژه، له هغه دوه ورځي ورسته د روسیې د بهرنیو چارو وزارت جګړي پوړی دیپلومات په موسکو کې وژل شوی وموندل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x