شعـــــرونه

پنځمه پر ليکه مشاعره

د تېري جمعې مبارکې په شپه د ۲۰۱۴ ميلادي کال د لومړۍ مياشتي په ۲مه نيټه د ښاغلي احسان الله الهام د فیسبوک په پاڼه د انلاين مشاعرې د لړۍ پنځمه مشاعره هم وشوه، شاعرانو ته په خپله د الهام صيب لاندي بيت د مطلع په توګه ټاکل شوی وو.

که دي پيدا نکړل د پوري غره سنګرکي ګوهر
پيدا به نکړې ته هيڅــکله سمـنـدر کي ګوهر

مختلفو شاعرانو خورا ښکلي بيتونه وليکل چې ځيني يې له تاسي سره دلته شريکوو

سيداحسان الله الهام
دزړه له تله به دبل دزړه وتل ته درومې
ګوره پراته نه وي دلوځمکي په سر کي ګوهر

پختون زلمي
که دي زړه غواړي چې په لاس راوړې دا لويه هستي
تل وي پراته د عالمانو په خبر کې ګوهر
پختون زلمي
د هغو خلکو په ژوندون باندي هزار افسوس ده
چې د اذان په وخت پيدا نه کړي سحر کې ګوهر
اتليار واکمن
نوره دنيا کې مي هيڅوک راسره پاتي نه دي
بس لټومه زما جانانه ستا په در کې ګوهر
Lakarwal Shinwari
خلک یی ګوری دریابو کی د بازانو په زور
ما دی لیدلی د شهید په هر پرهر کې ګوهر
عبدالله خالد
هسی یه خلق لټه وی دسمندر فه بیخ کی
مافیداکړی دی جهانه فه سنګرکی ګوهر
پختون زلمي
په دين پيدا شه ژوند کې وکړه د محشر تياری
ځان سره واخله په دې لوی مشکل سفر کې ګوهر
اتليار واکمن
ضرور يې و پېژنه قدر او قيمت نادانه
ګوره پراته دي د وطن په لر او بر کې ګوهر
Asim Watanpal
دسپين كابل په سپين تندی دفتحی لمر ښکاریږی
خداي به بيا وركڑي اريانا ته په اخر کی گوهر
اسدالله غالب
دريابه تاته به ځولۍ د خپل غربت غوړوم
که مي پيدا نه کړل د اوښکو سمندر کې ګوهر
سيداحسان الله الهام
غازي همېش تر لاسه کړي دي تاريخ ګوا دى
پخپله توره او پخپل کاري خنجر کي ګوهر
اتليار واکمن
ټوله سينه د ګران وطن ده له ګوهرو ډکه
کتل په کار دي ګوره دلته سمه غر کې ګوهر
عبدالله خالد
سنګره تاکی چی می ولیدل حیرانه شومه
نشی فیدابه ستارقم شمس و قمرکی ګوهر
پختون زلمي
د مظلومو اوښکي چې راځي څومره تکليف وي پکې
دا تړمي اوښکي به جوړېګي په محشر کې ګوهر
اتليار واکمن
مه کړه خدمت نور د کفارو، د اردو زلميه !
پيدا به نه کړې تر قيامته په ډالر کې ګوهر
عبدالله خالد
یوڅه زحمت فکاردی قبردرنه هم څه غواړی
پیدابه نه کی فه تاوده فاسته بسترکی ګوهر
اتليار واکمن
د غلامۍ په سيند لاهو يې اې ناپوهه ځوانه
بس توبه ګار شه نشته هيڅ په دې هنر کې ګوهر
پختون زلمي
زهر قاتل ده، مار لړم ده، چې دوکه ونه خورې
جاهله ! ولي لټوې ته په ډالر کې ګوهر
Lakarwal Shinwari
د شهید هر څاڅکی به خاندی او هم رنګ به راوړی
بیا به ځلیږی او پړقیږی لکه لمر کي ګوهر
سيداحسان الله الهام
منم په اړه يې فکرونه تورو شپو کي کيږي
پلټل شوي دي له عمره په سپين لمر کي ګوهر
Farooq Azam Farooq Azam
صدیق عمر علی عثمان زما د سترگو تور دی
ھر صحابی می دجانان دزڑگی سر کی گوھر
پختون زلمي
ولی دی مخ دہ اڑولی قران واخلہ غیگ کی
خدای چہ یئ ایخی دہ پہ ھر زیر او زبر کی گوھر
عبدالله خالد
شول تر سپوږميه پکې ستړي دا کفري طاقتور
دلته پيدا کړلو طالب د کور په در کې ګوهر
اسدالله غالب
ماته په برندو سترګو مه ګوره د ميني ډېوې
زخمي زخمي يم را خوټېږي مي پرهر کې ګوهر
Asim Watanpal
د لوی چنار لاندي غازي ستړی ستومان ده ولاړ
پيغلو نارې کړلې چې ومو موند ګودر کې ګوهر
عبدالله خالد
جهانه هسی ورته مه ګوری فه خوارو سترګو
مادی لیدلی ده مورکی زاړه څادرکی ګوهر
Yasin Alizai
دا د زمرو او دبازانو هیمتونه غواړی
هر څوکی خو نشی خپلو لی په سره نمرکی ګوهر
پختون زلمي
اې منافقه کور خرابه ! خالي لاس پاتي شوې
ليکلی نه دی په ازل ستا مقدر کې ګوهر
Yasin Alizai
داقیمتی غمی همیش وی دچړو په څو کو
باز به را وړی دلوړ څانګو نه په پر کی ګو هر
اتليار واکمن
پېيه واکمنه ملغلري په زرينو تارو
تل لټوه بس د خيالونو سمندر کې ګوهر
سيداحسان الله الهام
خدايه څه وشو پدې خلګو حق ويل نه کوي
دين او وطن پلوري او غواړي په ډالر کي ګوهر
پختون زلمي
خالقه مرګ د شهادت راکړې دعا کومه
چې مي نصيب شي د دې ژوند په مازديګر کې ګوهر
Yasin Alizai
دا د بلال همزه خالد غوندی غزمونه غواړی
دخطر پاڼو کی پیچلی در په در کی ګو هر
Asim Watanpal
دسره صليب د ماتي غگ چي نن تر هسكه رسي
زكه اشنا مي ده ټومبلي په خنجر كي گوهر
سيداحسان الله الهام
دا نېکبختي نه ده نوڅه ده ورته فکر وکړئ
زموږ له سر تيرو سره درومي په لښکر کي ګوهر
Asim Watanpal
د بي باون، ډبل څرخکو نه چې لار ورکه ده
ما دی موندلی د اشنا په پټ منتر کې ګوهر
اتليار واکمن
ټوکي ټکالي خداګاني محفلو کې خوند کړي
غازي به ګوري د سنګر په مازديګر کې ګوهر
عبدالله خالد
راځئ په ټولو سره ټينګه کړو رسۍ د علم
خدای ازلي ايښي محراب او په ممبر کې ګوهر
Raz Muhammad Agha
راشه چې سمه سيخه لاره درته وښيمه
يا په سنګر کې يا خو شته د حق ممبر کې ګوهر
سيداحسان الله الهام
غليمه دومره هم زه خوارنه يم چي تاته در شم
دمور دعا مي ده دخپل بابا چمبر کي ګوهر
Farooq Azam Farooq Azam
کہ کامیابی غواړو قران باندی عمل به کوو
پہ خدای نور نشته ددنیا په بحر و بر کی ګوھر
پختون زلمي
خلک بہ زی د واشنگٹن یا دلندن پہ سفر
محمدی دلتہ دی لیدلی پہ تور غر کی گوھر
Mukhtar Hasas
ورته به جورکرمه امیل حساسه ستا له شعرو
راته پیداکه نشول چیرته په لوګرکی ګوهر
عبدالله خالد
چې يې دا سوپر طاقتونه کړل په صفر کې ضرب
دانش لیدلی دی په ده الله اکبرکی ګوهر
پختون زلمي
که د ګوهر په تلاش يې د رب در ته راشه
ګمراه بنده لټوې ولي په بل در کې ګوهر
Asim Watanpal
د غليم لاري ټولی بندي دي په هر طرف كي
زكه جانان مي ده موندلي په هر غر كي گوهر
اتليار واکمن
چې راته وګوري خمار شم او نشه نشه شم
ما دي ليدلي د غازي جانان نظر کې ګوهر
محمود محمود
چې د شهيد سپېڅلي وينه باندي تويه شوله
ځکه خو کاڼي او ټول بوټي شول سپين غر کې ګوهر
Asim Watanpal
دخوښی ځای دی چی یاران په یو ټغر راټول دی
خدای دی نصیب کړه ګران الهامه په اخر كي گوهر
سيداحسان الله الهام
دخال او خط نه ورته تير يمه پدې الهامه
ډير دي والله دحماسي شعر ډګر کي ګوهر

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x