نړۍ

اتریش: شپږ افغان کډوال د جنسي زوروني په تور نیول شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومې ۲۱، ۱۳۹۵ل): د اتریش هیواد پولیسو د یوې خبري غونډي په مخ کې ویلي، شپږ افغان ځوانان چې عمرونه یې له ۱۸ څخه تر ۲۲ کلونو پوري دي، د ۲۰۱۷ کال د لومړیو شېبو د لمانځلو پر مهال یې د ښځو سره جنسي برخورد کړی دی او پيژندل شوي دی.

پولیسو مشر رسنیو ته وویل چې دغه شپږ ځوانان اتریش هیواد ته د پناه اخیستلو په موخه ورغلي او ټول افغانان دي.

نوموړي ویلي چې له دغو شپږو ځوانانو څخه یې اقلا یوه په دې اعتراف کړی چې د نوي کال د خوښيو لمانځلو پر مهال یې ښځو ته لاس غځولی خو نورو چورلټ انکار کړی دی.

باید وویل شي چې څو ورځي وړاندي په سویډن هیواد کې هم پنځه افغان ځوانان په دې تورن شول چې پر یوه ۱۵ کلن افغان ځوان باندي یې جنسي تیری کړی او هغه یې په چاقو وهلو ګواښلی دی.

د محکمې د پریکړي سره سم پنځه افغان کډوالو یو ۱۵ کلن افغان ځوان ځنګله ته بېولی او بیا یې هلته په چاقو وهلو ګواښلی او جنسي تیری یې باندي کړی دی چې ددغه صحنې ویډیو هم پر ټولنیزو پاڼو نشر شوې وه او قضیه یې په نړیواله سطحه مشهوره شوه.
د پيښي قرباني هویت پټ ساتل شوی خو پنځه تیری کوونکو باندي ۲۷۶۰۰ ډالر جرمانه ایښودل شوې چې هغه ته به یې ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x