افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان اوس هم یو له خطرناک ترینو هیوادونو څخه دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومې ۲۱، ۱۳۹۵ل): د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې په خپل وروستي راپور کې لیکلي چې افغانستان اوس هم د نړۍ په سطحه یو له خطرناک ترینو او جګړه ځپلیو هیوادونو څخه شمېرل کیږي.

د نوموړې ادارې راپور وايي چې د جګړې ساحې پراخېدلو د بې وزله خلکو شمېره زیاته کړې او روان ۲۰۱۷ کال کې به د ۱۳ سلنې په اضافه توب سره په افغانستان کې ۹.۳ ملیونه کسان د نړیوالو کومکونو ته اړتیا ولري.

یادي ادارې ویلي چې د روان  ۲۰۱۷ کال لپاره په افغانستان کې د بشري اړتیاوو ارزونه ښيي چې د بشري حقوقو نړیوال قوانین په منظم ډول تر پښو لاندي کیږي، هدفي وژني، په زور جګړې ته جلب، پر روغتیايي او تعلیمي مراکزو بریدونه مخ پر زیاتېدو دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې د راپور په اساس د ۲۰۱۶ کال په لومړیو نهه میاشتو کې د ملکي وګړو تلفات تر ۸ زره واوښتل چې د بل هر کال په نسبت زیات شمېر دی، چې په دغه شمېره کې د ماشومانو تلفات د تیرو کلونو په پرتله ۱۵ سلنه زیات وه.

که څه هم په تېر کال کې تر شپږ سوه زره زیات خلک له ګاونډي هیوادونو څخه افغانستان ته بیرته را ستون شول خو د جګړو له امله په کور دننه بې ځایه شوي کورنیو شمېره تر تېر نومبر میاشتي پوري شاوخوا ۵۰۰ زره ته رسیدلې وه.

په راپور کې ویل شوي چې د بې ځایه شویو کورنیو څخه یې تر نیمايي زیات ماشومان دي چې د ناوړه چلند او غلطي استفادې تر څنګ د زده کړي څخه محرومیږي او په سختو کارونو باندي ګمارل کیږي.

د ملګرو ملتونو تازه راپورونه وايي چې تر نهه ملیونو زیات کسان اوس مهال په افغانستان کې د روغتیا ابتدائي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري، اوس هم په افغانستان کې د نړۍ په سطحه زیاتي ښځي او تازه زیږېدلي ماشومان مري او په ځانګړي ډول په کلیوالو سیمو کې دغه ستونزه زیاته ده.

د راپور سره سم اوس مهال په افغانستان کې ۱.۸ ملیونه کسان د خوارځواکي (سوء تغذیه) د علاج اړتیا لري، چې د هغو څخه یې ۱.۳ ملیونه تر پنځه کلنۍ کښته ماشومان دي، ۱.۶ ملیونه کسان له خوړنیز امنیت څخه په جدي ډول بې برخې دي.

ملګري ملتونه وايي چې ددې ټولو تکلیفونو او ستونزو سربېره تېر کال له پاکستان څخه ۶۰۰ زره مهاجر بیرته خپل هیواد ته را وګرځېدل چې اکثرو یې په پاکستان کې تر ۳۰ کاله هم زیاته موده تېره کړې او په خپل هیواد کې پردي شوي دي، دوی له ځانه سره لږ څه راوړي او په هیواد کې دننه هم د هغوی سره مرسته او ټولنیزه همکاري نشته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x