افغانستان

سرنوشت: د بهرنیو ځواکونو حضور وسلوال مقاومت ته مشروعیت ورکوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومې ۲۱، ۱۳۹۵ل): په افغانستان کې د امن لپاره دې ته اړتیا نشته چې بهرني ځواکونه د جګړې ډګر ته راوګرځي، بلکې دغه کار وسلوال مقاومت ته مشروعیت ورکوي او د هغوی لیکي لا نورې پياوړي کوي.

د سرنوشت ورځپاني د سرمقالې په وینا د افغانستان د روان ناورین د مخنیوی لپاره او په افغانستان کې د امنیت تامینولو لپاره سیاسي هلو ځلو ته اړتیا ده، که چیري بهرنیان رشتیا هم افغانستان سره مرسته کول غواړي نو د جګړې پر ځای دي سیاسي هلي ځلي وکړي او د سولي په راوستلو کې دي مرسته وکړي.

د ورځپاڼي په وینا که چیري د بهرنیو ځواکونو په شتون کې سوله او امنیت راتلای نو په هلمند کې خو ددې تر مخه تر ۲۵ زره زیات امریکايی او برتانوي ځواکونه د کلونو لپاره مېشت وو، نه یوازې دا چي هلته امنیت خوندي نه شو بلکي د جګړې ساحه لا پسې پراخه شوله.

«په افغانستان کې په ځانګړي ډول په هلمند کې د بهرنیو ځواکونو حضور ددې لامل شو چې وسله وال مخالفین افغانستان اشغال وګڼي، خلک خپلو لیکو ته را وبولي او خپله جګړه د بهرنیو ځواکونو پر ضد جهاد وګڼي. له همدې امله د بهرنیو ځواکونو حضور وسله وال مخالفین لا زیات پیاوړي کړل».

ورځپاڼه وايي چې د بهرنیو ځواکونو خپلسري عملیات، چاپې، هوايي بریدونه او له خلکو سره بد چلند ددې لامل شو چې خلک له دوی کرکه وکړي او پر ضد یې وسلې ته لاس کړي.

سرنوشت ورځپاڼه زیاتوي: «هغوی چې فکر کوي چې هلمند ته د بهرنیو ځواکونو ورتګ به له امنیت سره مرسته وکړي، د بهرنیانو د خوشاله کولو هڅه کوي او یا هم دومره کمزوري دي چې روښانه حقیقتونه نه شي درک کولی».

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د امریکا دفاع وزارت اعلان کړی چې تر راتلونکې پسرلي پوري به د هلمند ولایت ته ۳۰۰ سمندري ځواکونه ولیږي تر څو د دولتي ځواکونو سره مرسته وکړي او د اړتیا پر وخت په مخامخ جګړه کې برخه واخلي.

دغه راز په تېرو ورځو کې د ناټو ویاند اعلان وکړ چې د فراه ولایت ته یې ۲۰۰ ایټالوي او امریکايي عسکر لیږلي دي.

باید وویل شي چې ددې خبرونو په غبرګون کې د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په لیږلي خبرپاڼه کې ویلي و چې بهرنیانو پخوا هم خپل زور ازمایلی دی اوس به هم ددوی د پرمختګ په وړاندي خنډ نه شي.

نوموړي په ځانګړي ډول د هلمند ځیني مثالونه ورکړي او ویلي و چې بهرنیان په ګرمسیر ولسوالۍ کې اوس هم قرارګاه لري او همداسي په باسټن کمپ کې پراخ حضور لري خو د جګړې ډګر ته د راوتلو څخه ډډه کوي، او په وینا یې که داسي وکړي نو وبه وژل شي.

د شنونکو په نظر د بهرنیانو شتون په افغانستان کې د هغوی پر خلاف مقاومت ته مشروعیت ورکوي او د جګړې پر اور باندي نور تېل شېندي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x