کور پاڼه / ټکنالوژي / وګورئ: لس کاله تر مخه «سټیف جوبز» څرنګه آی فون نړۍ ته معرفي کړ / ویډیو

وګورئ: لس کاله تر مخه «سټیف جوبز» څرنګه آی فون نړۍ ته معرفي کړ / ویډیو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومې ۲۱، ۱۳۹۵ل): لس کاله تر مخه د امریکا مشهور کمپيوټر او سوفټویر پوه «سټیف جوبز» نړۍ ته د لومړي ځل لپاره کوچنی سمارټ فون «ایفون» ور معرفي کړ. نوموړي د خپلو خبرو په پیل کې وویل چې مونږ نن ورځ تاریخ جوړوو.

د آیفون لومړی ځیرک تلیفون د کال ۲۰۰۷ جنوري میاشتي پر نهمه نېټه د سټیف جوبز له لوري نړۍ ته ور وپيژندل شو او اوس هر کاله دغه ورځ د یو تاریخي ورځي په توګه د ټیکنالوژي نړۍ په سطحه لمانځل کیږي، ځکه چې دغه هغه تاریخي لحظه وه چې د نړۍ په سطحه یې تلیفون د اړیکو نیولو د معمولي آلې څخه د ژوند په ټولو چارو کې داخل کړ.

سټیف جوبز د ۲۰۱۱ اکتوبر میاشتي پر ۵ نېټه ومړ، خو تر شا یې د ټیکنالوژي په نړۍ کې د آیفون او آپل کمپنۍ غوندي ستر میراث پرېښود.

ویل کیږي چې د آپل کمپنۍ د ژمي په اوسني موسم کې په دغه مناسبت نوی آیفون معرفي کوي چې تر ټولو مخکنیو تلیفونونو به زیات امکانات او اسانتیاوي ولري.

سټیف جوبز نړۍ ته څرنګه خپل لومړنۍ ايفون معرفي کړ په لاندي ویډیو کې دغه تاریخي لحظه یو ځل بیا سر تر پایه کتلای شئ:


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*