افغانستان

حماسي شاعر سمیع الله تړون يو ځل بیا نیول شوی

په دې وروستیو کې د لیکوالانو او ژورنالیستانو پر خلاف د حکومتي کړيو لخوا تاوتریخوالی زیات شوی او پرون يې ټول منلی شاعر سمیع الله تړون هم يو ځل بیا نیولی دی. ښاغلی تړون د ننګرهار ملي امنيت نيولی او نن يې دوهمه ورځ ده چې لا هم بندي دی. تر اوسه د ملي امنيت له لوري د هغه د نيول کيدو لامل نه دی په ډاګه شوی. د هيواد په بیلابیلو برخو کې لیکوالانو او او شاعرانو د ښاغلي تړون د زر ترزره خلاصیدو غوښتنه کړې ده.  ښاغلی تړون يو ځل مخکې هم د ملي امنيت له لوري نیول شوی و.

ديادونې وړ ده چې سمیع الله تړون په رښتينې مانا هغه شاعر دی چې د ولس غوږ او سترګې بللی شي او تل په زغرده پر هيواد د امريکايي یرغل مخالفت او د مقاومت حمایت کوي

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x