
غزل/ نظام کندهاری
نظام کندهاری
دا چې ظالمه ښخوې مې په تندي مېخونه
يو ورځ به نوش کړې د زړګي پر سر قوي مېخونه
د شهادت د ګلاب غېږې ته چې ورسېږم
خير دی که ځي مې په لېمو لکه اغزي مېخونه
خو په دې پوه شه زمونږ د عزم سندان دومره کلک دی
ستا د غرور به خامخا در ماتوي مېخونه
بې له الله ۚ مې دغه سر بل چا ته نه ټيټېدی
په دغه جرم مې پر سر را ټکوي مېخونه
ښه دی چې وي پر سپين جبين مې دا اثر د وفا
د رب حضور کې به مې وايي شاهدي مېخونه
چې روح مې وړې عرض مې هم يوسه عزرائيله رب ته
وايه قاتل ته مې تيار کړه آتِشي مېخونه
زړه د نظام به هلته يخ شي په نامرد غليمګي
چې تر سينه يې ووزي درست شِرِيد کاري مېخونه