د مسلمه امت د تباهۍ اسباب (اوله برخه)

شريف الله خالد

د مسلمانانو پاره پاره وجود صرف کشمیر او فلسطین کې نه دی، د وحشي کفارو له لاسه د ځمکې پر مخ هر هغه ځای کې د امن ګل ورینه فضاء په بارودي لوګیو توره ده چې انسانان یې د یوې اسلامي ټولنې په حیث د یو خدای جل جلاله په عبادت او د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په کامله اتباع ژوند تیروي.

عراق ، شام ، فلسطین ، برما، کشمیر، چیچنیا او ګران هیواد افغانستان کې د فاسفورس او کیمیاوي موادو بد بوی، په رڼا ورځ او په ډېره سپین سترګۍ د پاکدامنه او باعفته خویندو د عزتونو لوټ مار، د اوبو په څېر د وینو روانې ویالې او د حلال شوو چرګانو په څېر په ځمکه د معصومو ماشومانو خواره واره جسدونه دا نعرې وهي چې مسلمانان د خپل اصلي مسیره خطا په داسې لارو روان دي چې له امله یې دنیا کې آن د اوسېدلو حق هم نه لري.

زما د ناقص فکر له نظره هغه شرعي اسباب او عوامل ډېر روښانه دی چې د مخالفت له امله یې مسلمانان دې غم ځپلې او ویرجن حالت سره مخ دي.

اول سبب :

قران شریف کې الله رب العزت فرمایي:

( وَأَعِدُّوا لَهُمْ مَا اسْتَطَعْتُمْ مِنْ قُوَّةٍ وَمِنْ رِبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدُوَّ اللهِ وَعَدُوَّكُمْ وَآخَرِينَ مِنْ دُونِهِمْ لَا تَعْلَمُونَهُمُ اللهُ يَعْلَمُهُمْ ۚ وَمَا تُنْفِقُوا مِنْ شَيْءٍ فِي سَبِيلِ اللهِ يُوَفَّ إِلَيْكُمْ وَأَنْتُمْ لَا تُظْلَمُونَ ) [الأنفال: ۶۰].

مفسرین د الله تعالی د دې مبارک ارشاد له مخې لیکي چې د جنګي وسایلو آس توره او نیزې په ځای د ( من قوة ) ذکر کولو څخه معلومیږی چې په هره زمانه کې کفارو سره د مقابلې لپاره د بدني حربو زده کړه او د داسې وسایلو ساتل ضروري دي چې پر مټ یې د کفارو په زړونو کې د مسلمانانو څخه وېره او هیبت پروت وي.

د قران شریف دې مبارک آیت ته که د مسلمانانو دې زړه بوږنونکي حالت او د تباهۍ د یو سبب له مخې وګورو نو تاریخ شاهد دی هر کله چې د مسلمانانو فوجونه په جنګي زده کړو سمبال وه، جنګي وسایل آس توره او نېزه د مسلمانانو تفریح او د قوت ازموینې اسباب ګڼل کېدل، ترهغه وخته د تاریخ پاڼو کې هیڅ داسې جنګ نه تر سترګو کېږي چې کفار دې غالب او مسلمانان دې مات شوي وي.

هر وخت چې د غزا میدان ګرم شوی بریا به د مسلمان په اوګو پرته وه، لیکن هر کله چې مسلمانانو آس د بار وړلو وسیله او توره د زنګ کېدلو څخه حفاظت لپاره په تیکو کې ایښی کفارو د لاسه تباهی او د وینو سیلابونه یې مقدر ګرځېدلي دي.

نور بيا …



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.