د عامو امريکايانو د يوې غونډې انځور «ارشيف»

د افغانستان په اړه د یوشمېرعامو امریکايانو تبصرې …!!

 موسی فرهاد

اوباما وايي، حقیقت دا دی چې موږ پنځلس کاله اوږده جګړه وکړه، خو د طالبانو په ماتولو کې بریالي نشوو، موږ چې څه کول غوښتل؛ دا رښتیا دی چې ومو نشوای کړای.

اوباما په دې خبرو کې تنها نه دی، بلکي د ډیری امریکایی نظامیانو او سیاسيیونو ورته اعترافات هم په میډیایی ریکارډ کې پراته دي.

دا هرڅه له کمینټ او تبصرې پرته پرخپل ځای پریږدو. موږ دلته د عام امریکایی ولس څرګندوني راسپړو چې په را روانو پراګرافونو کې به یې بېلګې درانه لوستونکي ولولي .

امریکا او ائتلافیانو یې 16 کاله وړاندي پر یو ډېر کمزوري او ناتوانه هیواد حمله وکړه ، چې څومره ټیکنالوژي او څومره وس یی وو ؛ هیڅ یې دریغ نه کړل ؛ بمبارونه ، قتلونه ، زخمونه ، آسارتونه ، تعذیبونه ، بندیزونه او نور هرڅه یی په کار واچول بیا هم د مجاهدینو په ورک کولو بریالي نشول ، لویه خبره دا چې د مسلمانانو د مورال په ځپلو ونه توانیدل ؛ که څه هم ځاني او مالي زیان یې هم ځان او هم افغانانو ته ورساوه ؛ مګر بیا هم تراوسه فتح او بریا هیڅ وجود نلري ، نه پوځي او نه سیاسي حل ته لاره پیدا شوه نو امریکایي واکمنانو ته پکار ده چې نور پرخپلي پیل کړې تګلاري له سره غور وکړي .
پورتني ټکي ټول د هغو خبرو مغز دی چې یو شمېر عامو امریکایانو په خواله او نورو رسنیو کې د خپلو تبصرو او کمینټونو په ترځ کې د هغوی اظهارات کړي :

جوزیپ اولسون (Joseph Olson ) وایی :
The issue is this, a country who ran Genghis Khan out. How did we ever expect to win? Genghis Khan had a far heavier appetite for war than the U.S. ever did. Wake up people they have never bowed to anyone in that country. We need to realize…

خبره دا ده ، یو هیواد چې هغه ، چنګیز زغلولی وي ، پر هغوی باندي به موږ د بریا څه امید کوو ؟ چنګیزخان د امریکا په پرتله جنګیالی او ځواکمن وو ، ویښ ملت هیڅ چا ته سرټیټ کړی نه دی ، موږ اړتیا لرو چې پرخپل کار له سره غور وکړو …

د Quackulaپه نوم امریکایی داسي لیکي : (ممکن چې نوم یی مستعار وي)

The U.S. Government my not admit defeat but the American people are ready too and want to get out.
… د امریکا حکومت ښايی په ښکاره ماتي ونه مني خو امریکايی ولس تیار دی ، او هم غواړي چې ژر تر ژره ځان له افغانستانه وباسی …

یو بل امریکايی داسي لیکي :

Unfortunately US selected a corrupt regime to execute their short term goals
which is surely going to be disaster for the whole region.

… بدبختانه امریکا په افغانستان کې داسی یو کرپټ او فاسد رژیم ځای پرځای کړ چې فقط د څو لنډ مهاله شخصي ګټو په لټه کې دی ، بل هیڅ نه ، دا به یقیناً د ټولي سیمي لپاره یو لوی ناسور وي …

یو بل امریکايی کارلن وایی :

For weeks now the Taliban website keeps saying,”U.S has faced utter defeat in Afghanistan”. How Humiliating!!
اوس همیشه طالبان پر خپلو ویبپاڼو وایی : امریکایان له سخت شکست او ماتي سره مخ دي . دا څومره د ذلت خبره ده. زموږ لپاره …

د Snowleopard په نامه امریکایی داسی وایی : (ممکن چې نوم یی مستعار وي)

We have already lost the war – its time to accept it, admit it, and get our troops home before any more die. It’s not the failure of the soldiers in any way; its the political leadership of the nation that has failed them.

…موږ جګړه بایللي ، اوس وخت دی چی ویی منو ، شکست تسلیم کړو او خپل پوځونه بیرته خپلو کورونو ته مخکي له دې راولو چې نور ووژل شي . هو دا شکست مو د عسکرو نه دی په هیڅ صورت ، بلکي دا مو د ملت د سیاسي مشرتابه اشتباه ده چې دوی یې ناکام کړل …………!

پورتنۍ وړې وړې جملې که څه هم د یرغلګرو د رسمي مواقفو استاځولي نشي کولای ، ولی دا یو پیغام هرو مرو ورکي شته چې د امریکایی یرغل د شکست شیبې نوري د ګوتو په حساب دي .
دا ځکه چې په 2001م کې کله چې امریکایانو د افغانستان پر ناتوانه ، بیچاره او جنګ ځپلي ولس باندي د یرغل تابیا وکړه د خپلو خلکو ملاتړ یې په دې شعارونو ترلاسه کړ چې ګویا دوی د خپل ولس د حفاظت لپاره جګړه کوي ترڅو امریکایی ولس له ناامنیو او بالقوه خطراتو وساتي ، او جګړه به امریکا د داسي ټیکنالوژۍ په مټ پرمخ وړي چې هم به لنډمهاله وي او هم به د امریکایانو سر او مال ته به هیڅ زیان ونه رسیږي .

د همدې ګمراه کوونکو شعارونو او خیالبافي سوچونو په وجه یې ٪88 عامو امریکایانو هم ملاتړ وکړ . مګر کله چې خبره دې ته ورسیده چې جګړه له دوو میاشتو نه یوې نیمي لسیزي ته وغزیده ؛ د لسګونو عسکرو له وژلو نه سلګونو او بیا زرګونو او په بل حساب په لسهاوو زرګونو ته ورسیده ، مالي زیان یې له میلیونونو نه میلیاردونو او له ملییاردونو نه ټریلیونو ته خبره پورته شوه ، او په مقابل کې یې لاسته راوړني نه یوازي صفر وي بلکي برعکس د امریکا نړیوال غرور ، حیثیت او دبدبه داسی مخ پر ځوړ شول چې آثار یې اوس له ورایه ښکاري او شیبه په شیبه په نړۍ کې د امریکایانو په وړاندي د کرکي او نفرت د څرګندولو جرأت په خلکو کې راڅرګندیږي . أن داچې اوس د امریکا د ازلي دښمن، روس او چین په سرمشرۍ کې د یوه بلاک د جوړولو خبره په نژدي کیدو ده .

بل طرف ته یې په افغانستان کې د یو شلیدلي ، کرپټ او فاسد نظام په رامنځ ته کولو سره هم خپل اعتبار له لاسه ورکړ او هم یې اهداف په اوبو لاهو ښکاري ، له همدې ځایه ده چې د میلیاردونو ډالرو په خرچ کولو سره د 3 لکه بې ګټي پوځ څخه هم امریکا دومره مایوسه شوي چې ترپوزي ځینی رسیدلي ده. ځکه چې د دوی د موخو د ساتلو په هیڅ صورت جوګه نه بریښي .

نو دا ټول واقعیتونه د دې باعث شول چې عام امریکایان د خپل جګړه مار حکومت له هغه ملاتړه پرشاه شوي ښکاري چې په 2001م کې یې د یرغل په تائید کړی و . د ګیلپ ادارې د سروې له مخي هغه مهال ٪88 سلنه امریکایانو پرافغانستان د جګړې ملاتړ کړی و، فقط ٪12سلنه خلکو یې مخالفت کاوه. خو په 2015م کې د همدې ادارې د سروې په آساس ٪79 سلنه خلکو د جګړې د جاري ساتلو مخالفت کړی او ٪21 سلنه یې تائید کړی .
پای ………………………..!
موسی فرهاد
2017/1/10



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.