افغانستان

طالبانو په کابل کې د نن ماخستن د چاودنې مسؤلیت پر غاړه واخیست

نن ټکی آسیا: هغه چاودنه چې همدا اوس ساعت مخکې ماخستن اته د کابل ښار د لسمې حوزې اړوند سېمه کې او ارګ ته نږدې د بهرنیانو پر مهم مرکز (ایګر) ترسره شوه، پړه یې طالبانو پر غاړه واخیسته.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد همدا څو شیبې وړاندې نن ټکي آسیا ویب پاڼې ته په را استولې خبرپاڼه کې ویلي چې چاودنه د بهرنیانو په خاص مرکز کې د خورا دقیق او ژور تکتیک له مخې ترسره شوې، پکې د ګڼو بهرنیانو پر وژنې سربېره یو شمېر نور ټپیان شوي هم دي.

د طالبانو خبرپاڼه کاږي چې په چاودنه کې ګڼ شمېر نظامي موټرې هم له منځه وړل شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي : «انفجاري مواد په خورا تاکتيکي ډول  مرکز ته دننه کړل شوي وو او د خاصو قوي باروتونه په کې استفاده شوي وه، بهرني ځواکونه هڅه کوي چې په داسې مهمو پيښو کې خپل تلفات اصلا ونه مني او له هرڅه نه چورلټ انکار وکړي ، خو د برید منظموالي، سنجونې او ترمهم او مصئون هدفه د مفجره موادو د رسونې نه په وضاحت سره معلوميږي چې دغه راز پيښې دښمن ته د سر ا ومال درانه زیانونه اړوي، ځکه په دير دقت او نښه کولو سره تنظيميږي.»
د یادونې وړ ده ، نن ټکي آسیا  له نن سهاره راهیسې د هېواد له ګوټ- ګوټ نه د خورا مهمو چاودنو او بریدونه خبرونه خپاره کړي. لکه د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو پر مرکز سرتېري بریدونه چې لسګونه بهرني او کورني پوځیان پکې ووژل شول، همداراز د غزني د اندړو ولسوالۍ د اربکیانو (چې ځينې يې ملي پاڅون هم بولي) پر مهم قومندان شاهد د غزني په ښار کې قوي چاودنه او له منځه وړنه او همداراز له دریو ساتونکو سره یو ځای د خوست ولایت د یعقوبیو صبریو ولسوالۍ د ملي امنیت د مدیر د وژنې خبر.
تر اوسه د کابل د ماښامنۍ چاودنې د تلفاتو په باب نه هم د کابل امنیتي سرچېنو او نه هم آیساف ځواکونو رسنیو ته څه ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x