ليکوال او شاعر ومان نيازی

د ومان د شاعرانه تخیل درې مزاجه

یونس تنویر

معاصرې ادبپوهنې شعر یوازې وزن، و نه باله. ویل به یې چې شعر بل شی دی. د ادب معاصرو منتقیدینو په دې وروستیو کې دغه مسله تر څیړنې لاندې ونیوله. دغه شی یې دومره پراخ وګڼلو، چې د وزن له ارزښته یې ځینې شاعران منکر کړل.

ځینو عربو ناقدانو به، ویل چې : د شاعر دنده د هغو اړیکو څرګندول دي، چې د وجود غړي او ظواهر یې سره لري… دوی به ویل چې شاعر باید د ژوند هغه مانا چې هر څوک پرې پوهیږي او هغه مفهوم چې څو ک نه پرې پوهیږي توپیر ورکړي.

دغې ډلې د شاعرۍ حکمت او جوهر همدا ګڼلو او له معروضیته یې تیښته همدا بلله. مانا دا چې د وجود غړي او ظواهر هم خپلو کې مکالمې لري. خو دغه مکالمې، نه اواز لري او نه مادي جسامت. شاعري د همدغو اړیکو څرګندویه ده. نو ځکه په حکمت تعبیریدای شي.

انسان ددغو شیانو د څرګندولو تمایل زیات لري: د نفسیاتو ازادي. د ذوقې جمال فطري خوښونه. د هغو شیانو پوهیدا چې په نړۍ کې وي. موسیقي اورېدل… دا هغه شیان دي چې د انسان سره په فطري ډول شتون لري. ځینې چې د شاعرۍ نه منکر دي. د هغو په دغو دوو مشهورو نظریو ښه نقد کیدای شي، چې ویل به یې: شاعري د عقل مزاج، نه لري. هغه اپلاتون به ویل: چې شاعري نقالي ده. نو دغه دوه خبرې چې ځینو ته ډېرې مهمې شوې دي. یوازې د تصادف یوه خاکه ده، چې هیڅ شاعرانه عقل نه لري. ځکه چې په یوه انسان کې د نفسیاتو اظهار، د جمال خوښونه، په شیانو پوهیدا، مترنم اوازونه… ته لیوالتیا لري، او شاعري په همدغو توکو، نه را ولاړه شوې ده.

معاصرې ادبپوهنې دا خبره هم ماته کړه، چې نثر نه وي، هغه شاعري ده. دغې تیورۍ ډېرې ننګونې رامنځته کړې. ځینو د وزن ارزښت و نه مانه. دوی ویل چې شاعري په داخلي او ذهني جوړښت کې رامنځته کیږي. مګر ځینو ددې تیورۍ د رد لپاره وویل چې شاعري د الفاظو په موازینه سره د طبیعت مطالعه ده. ددې ډلې اوردو ژبی نقاد، معید رشیدي وایي: که چیرې شعري نظم له تخنیکي لوازمو ازاد کړای شي؛ نو بیا د شعریت او ښکلا تمه عبث ده. مستقیماً دې نثري مقاله ولیکي. په نثري اقتباساتو کې شعریت موندل کیږي؛ خو شاعري بیا په اقتباس باندې نه کیږي، ځکه چې شاعري په مسرو کې وي.

دغه بحث لا تر اوسه هم سوړ نه دی. خو ځینو منځلارو نقادانو وویل: ((چې شاعري په اهنګینه ژبه د فکر او تخیل له عاطفي تړونه رغېدلې ده.))(شعرستان)

ومان نیازی د پښتو ژبې هغه شاعر دی، چې شاعري یې تر ډېره د وزن خیال نه ساتي؛ خو شعر وي. هغسې لکه غزل چې د فارسي ژبې څخه پښتو ژبې ته د یوه فطري مزاج په ډول راغی؛ ومان صیب همدغه ازاده شاعري پښتو کې همداسې راباندې منلې ده.

پښتو ژبه د اهنګ او موسیقۍ په برخه کې تر نورو شرقي ژبو، ځکه غښتلې ده چې د نورو ژبو هر ژانر، چې پښتو ادب ته راغلی دی په پښتو ژبه کې فطري شوی دی. خو نورو ژبو د پښتو یو فطري ژانرد ( لنډۍ) ویلو انداز او د بیان پیرایه یې پیدا نه کړه. همدا د پښتو ژبې په اهنګواله دلالت کوي. ازاده شاعري لکه غزل په پښتو ژبه کې ومان نیازي او څو نورو شاعرانو فطري کړې ده. خو د شرقي ژبو مزاج چې په غزل ویلو کې څومره فطري شوی دی، سارې نه لري.

شاعري چې څومره په بدعتونو باندې باره شي؛ هغومره هنري کیږي. ځکه چې تخیل د بدعتونو مور ده او شاعري د تخیل. ومان نیازی د شاعرانه بدعتونو لوی پنځګر دی. دی داسې نه وایي چې عمر ورځ تر بلې زړښت ته ورنږدې کیږي. دی وایي:

عمرته ځیریم

له ماتو ګوډو اندامونو مې

ساه په ساه شکیږي

همدغه د ساه شلیدل بدعت دی. خو دا داسې بدعت نه دی چې شاعرانه اجتهادي حقیقت دې و نه لري. مات او ګوډ اندامونه تل سره شلیږي. یانې د ماتو، ګوډو او شلیدلو ترمنځه یوه حقیقي رابطه شته.
موږ په دیني چارو ګې بدعت ته ژمن نه یو. ځکه چې دین له شاعري ډېر مقدس دی. نو د یوه عظیم شي نفې کول به د عقل تناقص وي.

موږ د خپل چاپیریال هغه روښانه حقیقتونه چې شاعري یې در باندې و نه مني. او د یو بل حقیقت له مخې یې را باندې ومني. دا شاعرانه بدعت دی. تاسې د ومان صیب په لاندې شعرونو کې یې وګورئ:

اوس واوره ورو ورو
د یواله سیوري ته
لمن ټولوي
ـــ
ورېځو ووهل په بډه
له بارانه وزرونه
په نښترو مو را بار شول
سره بوټۍ بوتۍ هډونه
ـــــ
ژوند بیا د ستنو
پیټي ته شو ورته
ژمۍ راغی
ـــ
سپی ونو ته غاپي
د تالندې له ویرې
ترږمۍ ده
ــــ
زه غواړم
ترباران وروسته
تا تنفس کړم
ومان نیازي د تخیل دغه ښایستونه په دوو نورو، الو هم بار کړي دي:

الف: مترادیف انځور:

د کلمو په مترادیفه مانا کې تر ډېره څه توپیر نه بریښي. مګر ځینو ژب څیړونکو ویلي دي، چې يوه کلمه د بلې کلمې د مانا تابع کیدای نه شي. مګر شاعري په هره خوا کې یوه بېله تله لري. دا تله د ګرامري قواعدو تقلید، نه کوي. نوې زاویه ( نوې مانا او جسم) جوړوي.

مترادیف انځور هله جوړیږي کله، چې دوه حالتونه دیوې مانا له مخې راشي. یانې دوه حالتونه په یوې فرضي مانا را وستل شي.

په تمثیل کې دوه حالتونه د ادعا او دلیل لپاره وي. یو شي حالت د بل شي د حالت سره ورته والی ښکاره کوي. تاسې د ومان نیازي دغه لنډکي شعر، وګورئ چې د مترادیف انځور ښه بېلګه یې ګڼلی شو:

شک
په ټولو
ناکرارو دوړو مې
د ناکام میین شک کیږي‏

د ناکام میین او ناکرارو دوړو تر منځ، نه تشبیه شته او نه تمثیل. د ناکام میین اضطراب او د ناکرارو دوړو اضطراب، شاعر په یوې مانا راوړي دي، چې هغه ناکامي ده. دغه دوه حالتونه د یوې مانا د ښکاره کولو لپاره راوړل شوي دي. دغه دوه انځورونه د یوې مانا لپاره راوړل شوي دي. یانې یوه مانا یې جوړه ده. او مترادیفې کلمې: هغه دي چې یوه مانا ولري. لکه: ښکلی او ښایسته….

زموږ د بلاغي علومو څیړونکي که لږ هم له تیوریکي مطالعې را وځي او شاعري مطالعه کړي ډېر داسې ناڅرګندې ښکلاوې به را څرګندې کړي. دا انځور د تخیل جدیت هم لري او د انځور قدرت هم لري او د بیان علم د همدغو دوو توکو(تخیل او انځور) دوړاندې کولو اله ده. د ومان نیازي په شاعرۍ کې دغه د ارایه کولو
انداز ‌ډېر لوړ دی. تاسې یې دا شعرونه وګورئ:

شمال
کړکۍ پورې کړه
بڼکې مې شمال
راپه هواکړې
ــــ
چترۍ
دیوه سیوري له ژۍ
وڅڅېدم
له مجبورۍ دباندې ناست یم
له چترۍ
دباندې ناست یم

ب: مجرد حقیقتونه او غیرحقیقي بیان: یو حقیقي شی غیرحقیقي کول، دا غیرې حقیقي بیان دی. خو دغه غیرحقیقي کول د ځینو اړیکو له مخې غیرحقیقي نه وي. شاعر ځینې مجرد حقیقتونه ورته جوړوي. تاسې د ومان دا شعر وګورئ:

متن
قفس خپلو رګونو
او مارغه بڼکو کې ناست و
خاموشي لمن لمن
د تیارې متن کې
دوړه شوه

شپه د خوب، راحت او اطمینان لپاره وي. خو شاعر دغه حالت ته په همدې شکل نه ګوري. شاعر یوازې د هر شي سبب خاموشي ګڼي. د مارغه د خاموشۍ او د قفس خاموشۍ دوه انځورونه هم را کوي. او بیا خاموشي د تیارې په متن کې دوړه کول هم یو مجرد حقیقت دی. لکه څنکه چې حسن یو مجرد حقیقت دی همداسې خاموشي هم د تیارې په غیږ کې پټه وي. په یو شي کې حسن محسوسوو، خو د کیمیت په لحاظ د درک وړ نه دی. همداسې خاموشي هم محسوسه وي؛ خو د لمنې حیثیت نه شي خپلولی. نو ځکه ورته مجرد حقیقت او غیر حقیقي بیان وایو. تاسې یې دا مثالونه هم وګورئ:

پورته وخیږمه بام ته
تا رمه وي پنډه کړې
تا شیبه وي پنډه کړې

ښه ده
نن لمر تود و
ورته وسپخېدم
ټول ژمی مې له تنه
دسکرو بوی لټېده
پای
اخځلیکونه:

۱ـ شعرستان، درمل، ډاکټر احسان الله، سروش کتابپلورنځی، مینه یار مارکیټ، کابل.۱۳۹۵ ل کال.

۲ـ نوی عربي شعر، پسرلی، اجمل، مومند خپروندویه ټولنه، جلال اباد۲۰۱۲.

۳- استعاره، تخیل او تخلیق، پښتو ژباړن: عبدالجمیل ممتاز، لیکوال: معید رشیدي، www.ketabton.com.

۴- دسکرو بخۍ، نیازی، ومان،علمي خپروندویه ټولنه، ګردیز،۱۳۹۳ل.

۵- دراوۍ، ، نیازی، ومان، دمیدان وردګو د ولایت مقام،۱۳۹۱ل کال.(دا کتاب کې درې شعري ټولګې یوځای شوې دي)

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.