افغانستان

د لښکرګاه برید د ملي امنیت قومندان په کور کې شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومې ۲۱، ۱۳۹۵ل): طالبانو او دولتي چارواکو دواړو تایید کړه چې د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې نننی برید د یوې امنیتي غونډې په مینځ کې شوی.

د هلمند ولایت امنیه قومندان «اقانور کنتوز» وايي چې پېښه د ملي امنیت د یوه قومندان خدای داد په کور کې د یوې غونډې پر مهال رامینځته شوې. قومندان خدای داد په هلمند کې د ملي امنیت د ځانګړې قطعې قومندان دی.

ښاغلي کنتوز د ۸ کسانو د وژل کیدو او ۴ نورو د ټپي کیدو خبر هم ورکړی. سره له دې چې نوموړی د برید هدف یوه امنیتي غونډه بولي، خو په برید کې يې ټول وژل شوي او ټپیان ولسي خلک ګڼلي، ځکه چې په وینا یې «جامې يې د ولسي وګړو دي».

دغه راز د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي هم ویلي چې د دوی سرتیري بریدګر د ملي امنیت په یوې «مهمه نظامي غونډه تاکتیکي برید» ترسره کړی.

نوموړي زیاته کړې چې بریدګر لومړی د کلاشینکوف په وسیله په دروازه کې ولاړ ګڼ عسکر وويشتل او بیا یې د غونډې منځ کې منفجره موادو ته چاودنه ورکړه، چې په خبره یې د غونډې ګڼو برخوالو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

ښاغلي احمدي د یوې خبرپاڼې په ضمن کې ویلي چې په برید کې «تر ۱۶ پورې  د استخباراتو افسران، نظامي قومندانان او د یو شمیر د اربکیانو قومندانان وژل شوي او ګڼ ساتونکي عسکر او پولیس ټپيان دي».

طالبانو ویلي چې بریدګر له برید وروسته روغ رمټ له سیمې څخه وتلی او تر دوی یې ځان رسولی دی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x