افغانستان

اسراييلي لومړۍ وزيرې له رسول الله زده کړل!

“که موږ دا جګړه وګټو او عربو ته ماتې ورکړو، تاريخ مو بريالي يادوي. کله چې يو قوم بريالی ياد شو، دا هېروي چې څو هګۍ يې خوړلې او د ورځې يې څو وارې ډوډۍ خوړه. دا نه يادېږي چې د دوی د خوراک پر مېز مربا، عسل او پېروی ايښي وو که نه؟ يا دا چې بوټانو يې څو سوري لرل؟ او د تورې پوښ يې نوی و او که زوړ! فاتح فاتح دی! “ګولډه ميير   Golda Meir

ګولډا ميير د اسراييلو په تاسيس او سياست کې مهم رول لوبولی. وسپنیزه مېرمن او د اسراييلو د مور په نامه يادېږي. ۱۸۹۲ ميلادي کې اوکراين کې زېږېدلې، ۱۹۲۱ کې له خپل خاوند سره فلسطين ته کډه شوې.

هلته يې د اسراييل د رامنځ ته کولو له پاره د ښځو په برخه کې ډېر فعاليت کړی. د اسراييل له تاسيسه وروسته يې مهمو پوسټونو کې کار کړی. د اسراييل له جوړېدو لږ وروسته د پارلمان غړې شوه او لومړي وزير بن ګورين د ماليې وزيره وټاکله. ۱۹۵۶ ميلادي کې د باندنيو چارو وزيره شوه او لس کاله يې دغې دندې دوام وکړ.

۱۹۶۹ ميلادي کې د اسراييل لومړۍ وزيره وټاکل شوه.

۱۹۷۳ ميلادي کې مصر او سوريې پر اسراييل ناڅاپي بريد وکړ. ميير ويل چې اسراييل بايد زښته ډېره وسله واخلي. د وسلې د خرڅولو له پاره امريکايي سناتور ورغلی و. ميير سناتور خپل کور ته وغوښت. د عادي ښځو په څېر يې ورته چای برابر کړ، له چای څښلو وروسته پاڅېده او پيالې يې ټولې کړې.

په همدې ناسته کې يې له امريکايي سناتور سره د زښتو ډېرو وسلو اخيستلو موافقه وکړه. دغه وخت کې د اسراييل اقتصاد ډېر ښه نه و، کابينې دغه موافقه د دوی له سويې اوچته وبلله او ويل يې که لاسليک شي، اسراييليان بايد د ډېر وخت له پاره هره ورځ يو وخت ډوډۍ وخوري!

مايير پورته شوه او ويې ويل:

“تاسې سم وايئ، خو که موږ دا جګړه وګټو او عربو ته ماتې ورکړو، تاريخ مو بريالي يادوي. کله چې يو قوم بريالی ياد شو، دا هېروي چې څو هګۍ يې خوړلې وې او د ورځې يې څو وارې ډوډۍ خوړه. دا نه يادېږي چې د دوی د خوراک پر مېز مربا، عسل او پېروی ايښي وو که نه؟ يا دا چې بوټانو يې څو سوري لرل؟ او د تورې پوښ يې نوی و او که زوړ! فاتح فاتح دی! “

کابينې د ميير خبره ومنله او تړون يې لاسليک کړ. د ميير فرضيه رښتیا شوه، په همدې جګړه کې عرب تر خپل سرحده وزغلول. د يوې زړې ښځې داسې نظر چې د دې په اند، د اسلام له پيغمبره يې زده کړی و، پر هغو کسانو بريالی شو چې د اسلام په نامه يادېدل!
څه موده وروسته د واشنګټن پوسټ جورنالېست له ميير سره مرکه لرله. جورنالېست د دې ستراتېژي کاميابه وبلله. مايير ورته عجيبه خبره وکړه، ويل يې:

“ما دا نظر د اسلام له پيغمبر محمد [صلی‌الله‌علیه‌وسلم] نه زده کړی و. زه چې کله شاګرده وم، زما په زړه پورې درس د دينو مقايسوي زده کړه و. دغه وخت کې مې د محمد [صلی‌الله‌علیه‌وسلم] د ژوند په هکله ولوستل. يوه ليکوال ليکلي وو چې کله چې محمد [صلی‌الله‌علیه‌وسلم] وفات کېده، په کور کې يې دومره پيسې نه وې چې د يوه څراغ له پاره پرې تېل واخلي، عايشې [رضی‌الله‌عنها] د جګړې سپر چا ته رهن ورکړ او تېل يې پرې واخيستل. همدغه وخت کې د ده په کور کې اووه تورې زړندې وې.

کله مې چې دا کيسه ولوسته، له ځانه سره مې وويل چې د نړۍ څومره لږ خلک د اسلامي دولت په اقتصادي کمزورۍ خبر دي، خو هر يو د دوی بريا او فتحه مني. دغه وخت کې مې تصميم ونيو چې په هر قيمت وي، زه به وسله اخلم. آن که له لوږې مرو او د تعميرونو پر ځای کمپونو کې اوسېږو، بايد خپله ځان کامياب ثابت کړو. “

ميير دغه کيسه وکړه، خو جورنالېست ته يې وويل چې دغه خبره خپره نه کړي، ځکه يهودان به يې په وړاندې راپاڅي او د مسلمانانو حيثيت به اوچت شي.

وختونه تېر شول، ميير مړه شوه، همدغه جورنالېست ډېر مشهور شو. بل امريکايي جورنالېست غوښتل له شلو مشهورو امريکايي جورنالېستانو سره مرکه وکړي. هغه جورنالېست ته ورغی چې له ميير سره يې مرکه کړې وه. هغه دا کيسه ورته وکړه. جورنالېست ويل چې له دې کيسې وورسته ما هم د اسلام په اړه مطالعه وکړه، ډېرې حيرانوونکې کيسې مې ولوستې او قانع شوم چې رښتیا هم تاريخ هګۍ نه شمېري، خو فتحه يادوي.

زاهد جلالي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x