عبدالجبار ثابت

د پخواني څارنوال عبدالجبار ثابت زوی په امریکا کې په شل کاله بند محکوم شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومې ۲۱، ۱۳۹۵ل): د افغانستان د پخواني لوی څارنوال عبدالجبار ثابت زوی چې په امریکا کې ډاکټري کوله، د روغتیا په برخه کې د درغلیو او بې ځایه جراحي عملیاتو په کولو سره په شل کاله بند محکوم شوی دی.

ډاکټر ثابت (لومړی نوم یې د رسنیو سره نه دی شریک شوی) د امریکا تابعیت لري او د امریکا په میشګن ایالت کې په ډیټوریټ سیمه کې هستوګن وو.

د امریکا د عدلیې وزارت نوموړی د روغتیا په برخه کې په ۲.۸ ملیونه ډالرو درغلي محکوم کړی او شل کاله بند یې باندي را ایستلی دی.

د عدلیې وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې نوموړي د درغلیو تر څنګ بې ځایه او غیر ضروري جراحي عملیات هم کړي چې د خلکو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی دی.

نوموړی په محکمه کې په څلورو جرمونو تورن شوی وو چې د محکمې او څارنوالۍ له لوري تر ثابتېدلو وروسته په شل کاله بند محکوم شو.

عبدالجبار ثابت له ۱۳۸۲کاله څخه بیا تر ۱۳۸۳ پوري د کورنیو چارو وزارت حقوقي سلاکار پاته شوی او بیا په همدې کال د هیواد د لوی څارنوال په توګه وټاکل شو.

عبدالجبار ثابت په ۱۳۸۷ کال کې اعلان وکړ چې د ولسمشري لپاره ځان کاندیدوي، او په همدې کال د ولسمشر حامد کرزي له لوري له دندي وشړل شو ځکه چې ولسمشري ته یې ځان کاندیدول له خپلي دندي استعفا وبلل شوه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د