افغانستان

کابل: د ملي شورا ودانۍ ته نیژدې دوه چاودنې وشوې / انځورونه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومې ۲۱، ۱۳۹۵ل): نن د سه شنبې په ورځ د کابل دارالامان پر سړک د ملي امنیت پنځم ریاست ته نیژدې دوه پر لپسې چاودني شوي چې له امله یې لا تر اوسه د مرګ ژوبلي کره معلومات نشته.

پيښه نن مازدیګر پر څلور بجې را منځته شوه.

یوې سرچیني ویلي چې چاودنه دارالامان سیمه کې د ملي شورا ودانۍ له الحاقیې سره د شورا د کارکوونکو پر موټر شوې ده.

د کابل د امنیه قومندانۍ یوې سرچینې ویلي چې یوه چاودنه د ملي شورا ودانۍ ته مخامخ شوې خو د تلفاتو په اړه یې تر اوسه معلومات نه دي ورکړي.

د زوروري چاودني غږ تر لیري لیري اورېدل شوی او په شاوخوا سیمه کې د ځینو ودانیو شیشې ماتي کړي دي.
پېښه تازه ده، نور معلومات به یې وروسته پر لیکه شي.

تر اوسه د پيښي مسولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x