افغانستان

په افغانستان کې د جګړې اساسي لامل د بهرنیانو شتون دی

نن ټکی آسیا: د افغانستان د مدني ټولنو د فدراسیون مشر وايي، په هېواد کې د جګړې د غزېدا او اداري فساد اصلي او اساسي لامل په هېواد کې د بهرنیانو شتون دی او د دغو ځواکونو د ژر تر ژره وتلو غوښتنه یې وکړه.
نوموړي په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې د مدني ټولنو یو شمېر نور فعالان بیا په هېواد کې د بهرنیو ځواکونو شتون اړین او د افغان ځواکونو  د مجهز کولو او روزلو لپاره یې پر پاتې کېدا ټینګار کوي.

د افغانستان د مدني ټولنو د فدراسیون مشر صدیق منصور انصاري چې له لمر تلویزیون سره یې خبرې کولې، زیاته کړه چې د بهرنیو ځواکونو په  بریدونو او عملیاتو کې ډېری ملکیان قرباني کېږي.
د مدني ټولنو یو شمېر نور فعالان هم په دې عقیده دي چې له بهرنیو هېوادونو او ګاونډیانو سره په تعامل کې باید د ولس غوښتنې ،اړتیاوې او مجبوریتونه په پام کې ونیول شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x