افغانستان

مجاهد: د کابل پرلپسې چاودنو د استخباراتو کارمندانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومې ۲۱، ۱۳۹۵ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د کابل د ننۍ دوه پرلپسې چاودنو مسولیت په غاړه واخیست او ويې ویل چې د دغه برید هدف د استخباراتو کارمندان وو چې درنه مرګ ژوبله ورته اوښتې ده.

نوموړي د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل: «نن مازدیګر شاخوا ۴ بجې د کابل ښار د دارالامان سیمه کې لومړی د استخباراتو د پنځم ریاست په کاسټر موټر چې کارمندان يې لیږدول د واسکټ په مټ فدايي برید وشو، ورپسې په راټولو شوو عسکرو دوهم د موټربم برید ترسره شو چې دښمن ته يې درنه مرګ ژوبله واړول».

ښاغلي مجاهد ویلي چې په کاسټر ډوله موټر کې ۳۰ تنه د ملي امنیت د پنځم ریاست کارکوونکې سپاره وو، چې ټولو ته مرګ ژوبله رسېدلې ده. د نوموړي په وینا کله چې د هغوی د ژغورني او د سیمي د کلابندۍ لپاره نور عسکر راغلل، پر هغوی د موټر په واسطه بمي چاودنه وشوه چې له امله یې تر ۴۲ نورو عسکرو ته مرګ ژوبله واوښته.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د دوی دوه تنه سرتیري بریدګر د «فدايي کنډک» غړي وو چې خپل کار یې په بریالیتوب سره تر سره کړ.

تر اوسه د کورنیو چارو وزارت په دې اړه څرګندوني نه دي کړي خو د کابل په امنیه قومندانۍ کې یوې سرچیني د دوه پرلپسې چاودنو خبر تایید کړی او ویلي چې د ملي شورا ودانۍ ته مخامخ د دار الامان پر سړک چاودنې را منځته شوي.

نوموړي د مرګ ژوبلي په اړه د څه ویلو څخه ډډه وکړه او ويې ویل چې داسي یو معلومات ورکول تر وخت مخکې خبره ده.

په تېرو څو ساعتونو کې دا دوهم برید دی چې د ملي امنیت په کارکوونکو ترسره کیږي. همدا نن د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د ملي امنیت د ځانګړو قطعې یو قومندان خدای داد په کور کې یوه امنیتي غونډه د برید هدف ګرځېدلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x