افغانستان

کندهار: د ولایت په مقام کې دننه چاودني والي ټپي کړی دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومې ۲۱، ۱۳۹۵ل): د کندهار ولایت په مقام کې دننه چاودني د کندهار والي همایون عزیزي او د متحده عرب اماراتو سفیر «جمعه الکعبي» ټپيان کړي دي.

که څه هم تر اوسه د چاودني نوعیت نه دی مالوم شوی او نه یې هم په اړه چارواکو څه ویلي خو د کندهار څخه ځینو خبري سرچینو ویلي چې چاودېدونکي توکي د ولایت په چوکیو کې ځای پر ځای شوي وه چې د یوې غوندي پر مهال وچاودېدله، چې له امله یې تر اوسه د شل کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړه شوی دی.

یوې بلي سرچینې د چاودني علت د «ګاز ډبه» ښودلې او ویلي چې چاودنه د ولایت په مېلمستون کې را منځته شوې چې له امله یې اوه تنه مړه او ۶ نور ټپیان شوي دي.

ویل کیږي چې د کندهار والي تر ټپي کېدو وروسته د کندهار هوايي ډګر ته انتقال کړل شوی دی.

د کندهار څخه یوه خبریال «صدیق الله افغان» پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي: «د کندهار ولایت مقام په داخل کي د چاودنو پر مهال شل کسان وژل سوي چي چارواکي او تجاران پکښي شامل دي.
د کندهار والي او اماراتو د سفیر ترڅنګ تر دولسو پوري نور ټپیان دي.
یو ماین په هغه کوچ کي ځای پر ځای سوی وو، چي د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق پر ناست وو، خو هغه تازه ولاړ سوی وو.»

په چاودنه کې یو شمېر تجاران هم ټپيان او وژل شوي دي، چې په هغو کې  حاجي صدیق او هاشم کرزی هم شامل دي.

پېښه تازه ده، تر اوسه یې په اړه په رسمي ډول کوم لوري څرګندوني نه دي کړي او نه د پيښي مسؤولیت چا په غاړه اخیستی دی.

د کندهار والي د چاودني تر مخه د متحده عرب اماراتو د سفیر سره په غونډه کې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x