نړۍ

په فلوجې او انبار ولایتونو کې «دولة اسلامیة في العراق والشام» حکومت اعلان شو

عراقي چارواکي وايي چې ستراتيژاکي ښار فلوجه د سختو جګړو وروسته ددوی د لاسه وتلی او د القاعده تنظیم (دولة اسلامیة فی العراق والشام) لاسونو ته ورغلي. فلوجه د مسجدونو په ښار مشهوره ده، او اوسمهال د دولة اسلامیة فی العراق والشام ځواکونو په لاس کې ده.په فلوجه ښار کې وروستۍ جګړې هغه وخت رامنځته شوې چې د نوري المالکي شیعه ځواکونو په سني لاریون کوونکو ډزې وکړې.

سني عراقیان چې ددغه هېواد واضح اکثریت دی، د امریکایانو د راتګ سره د واکه لرې شول، ورځ تر بلې يې د کار کسان له منځه ویوړل او اوسمهال هم د ځينو څارګرو ادارو او د عراقي حکومت لخوا يې د خبرې کسان لمنځه وړل کیږي.

بي بي سي عربي ته ځينو عیني شاهدانو ویلي چې د شنبې په ماښام د فلوجې په ښارونو کې د (دولة اسلامية في العراق والشام) مسلح ځواکونو چې الوتکې ضد وسلې ورسره وې ګرځېدل.

د نوري المالکي پوځونو څو وار په فلوجه ښار باندې بمباري وکړه څو د فلوجې ښار د حکومت واګي یو ځل بیا ترلاسه کړي خو بریالي نشول.

نوري المالکي رسینو ته ویلي چې تر هغه به په ارام نه کیني څو يې د انبار او فلوجې ښارونو کې د «دولة اسلامیة في العراق والشام» حکومت ړنګ کړی نه وي .

د تېرې سې شنبې په ورځ نوري المالکي د انبار ولایت د کنټرول واګي له پوځه واخیستل او پولیسو ته يې ورکړل، خو څنګه چې واک انتقال شو په فلوجه، رمادي او طرامیه کې د القاعده تنظیم سره ګډ عراقي ولس د پولیسو په پوستو بریدونه پیل کړل او زیات شمېر بندیان يې آزاد کړل. همدا راز يې خورا زیاتې سپکې او درنې وسلې ونیولې.

ددغې پېښې وروسته نوري المالکي خپله پریکړه بدله کړه او پوځ يې انبار ته بېرته واستولو.

د انبار ولایت په ودانیو د« دولة اسلامية في العراق والشام» تور بیرغونه ولاړ دي، علما او مشایخ ولس هڅوي څو د «دولة اسلامية في العراق والشام» اسلامي ځواکونو سره یوځای شي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x