
کندهار: د متحده عرب اماراتو ټپی شوی سفیر په رسمي سفر وو / انځورونه
نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومې ۲۱، ۱۳۹۵ل): نن د کندهار په ولایت مقام کې دننه پر یوه غونډه باندي چاودنه وشوه چې له امله یې د والي په شمول د متحده عرب اماراتو سفیر هم ټپي شوی دی.
د کندهار ولایت د والي پر فیسبوک پاڼه باندي نشر شوي انځورونه او خبرونه د متحده عرب اماراتو د سفیر د رسمي سفر په اړه خبر ورکړی او ویلي چې نوموړي کندهار ته د یوه روزنتون د پرانیستلو په موخه سفر کړی وو کوم چې به د دوه ملیونه ډالرو په لګښت جوړیږي.
د متحده عرب اماراتو د هرکلي په خاطر د کندهار بانفوذه امنیتي او سیاسي مسؤولینو تر څنګ د کندهار ولایت ځینو تاجرانو هم په غونډو او د روزنتون د پرانیستلو په مراسمو کې ګډون کړی وو.
د متحده عرب اماراتو سفیر هم له ځانه سره ځیني اماراتي تجاران را وستلي وه تر څو په کندهار کې د دواړو هیوادونو تر منځ د ممکنه تجارت فرصتونه وګوري.
باید وویل شي چې د روزنتون د پرانیستني د مراسمو لپاره د کار او ټولنیزو چارو وزیري «نسرین اوریاخېل» هم کندهار ته سفر کړی وو او د دواړو اړخونو تر منځ یې په غونډو کې ګډون درلود.
ویل کیږي چې په دغه چاودنه کې تر شل زیات کسان وژل شوي او د والي په شمول د متحده عرب اماراتو سفیر هم ټپي شوی دی، تر اوسه د مړو او ټپي شویو دقیق هویتونه له رسنیو سره نه دي شریک شوي.
تر اوسه د پيښي مسؤولیت چا په غاړه نه دی اخیستی، باید وویل شي چې نن ورځ په هلمند او بیا په کابل کې هم چاودني وشوې چې له امله یې دولتي ځواکونو او مسؤولینو ته درنې مرګ ژوبلي اړولي دي.
ویل کیږي چې د ټپي کېدو وروسته د کندهار والي همایون عزیزي او د متحده عرب اماراتو سفیر د کندهار په هوايي ډګر کې د امریکایانو روغتون ته لیږدول شوي دي.
لاندي هغه انځورونه دي چې د چاودني تر مخه اخیستل شوي:
دتحقيقاتو په لړ کي بايد دجنرال رازق څخه پوره پله ټنه وسي ځکه نوموړى لږشيبه مخکي دپيښي له ځايه وتلي دى په داسي حال کي چه دامنيت مسٶل هم دى کيداىسي په پيښه کي دخيل وي ځکه ده ده اووالي تر منځ سخت اختلافات موجود وه