افغانستان

دادرس: د بګرام زندان ۸۸ خوشي کېدونکي بنديان بې ګناه دي

 

د بګرام زندان د بنديانو د دوسيو څېړلو کميټې غړی عبدالشکور دادرس وايي چې، له دې زندانه د بنديانو خوشې کېدل يا نه خوشې کېدل يو مسلکي بحث دى؛ خو امريکايي سناتوران له دې موضوع سره سياسي چلند کوي.
ښاغلی دادرس وايي، دا ۸۸ خوشي کيدونکي زندانيان بې ګناه دي او هېڅ جرم يې نه دى کړى.ښاغلي دادرس رسنیو ته وويل چې د دوى له غوښتنې سربیره د افغانستان کشفي ارګانونو هم د دې اته اتيا زندانيانو د جرم په اړه اسناد نه دي وړاندې کړي.

نوموړي د امريکايي سناتورانو اندېښنو ته په اشارې وويل چې دغه اته اتيا کسان په جرايمو کې هيڅ رنګه لاس نه لري9. دى وايي: (( دا خبرې يو مطبوعاتي بحث او سياسي ملاحظات دي چې؛ په مسلکي امورو ورګډيږي، هغه معيارونه چې د افغانستان د قوانينو په رڼا کې يې د مظنون د الزاميت لپاره لرو؛ د دغو اته اتيا زندانيانو په مورد کې په دې دوسيو کې نه شته؛ دغه اته اتيا کسان په جرايمو کې نه فاعل دي او نه شريک دي، نه جرم واقع شوى نه لاس لري، دوى د تبرئې په حالت کې دي بايد ژر تر ژره ازاد شي.))  خو کابل ته راغلو دريو امريکايي سناتورانو د پنجشنبې په ورځ خبريالانو ته وويل؛ دې اته اتيا زندانيانو څه باندې ۶۰ بهرني عسکر او ۵۷ افغانان وژلي او خوشې کول به يې ډير ګواښونه رامنځ ته کړي.امريکايي سناتور “لينسي ګراهام” وويل، که د بګرام زندان د بنديانو خوشې کېدل همداسې دوام ولري؛ د افغانستان او امريکا په راتلونکو اړيکو به منفي اغيز وکړي. له دې وړاندې داسې رپوټونه خپاره شول چې ولسمشر حامد کرزي د دې اته اتيا خوشې کېدونکو زندانيانو په

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x