افغانستان

مسخره دوستي(!)

په نړیوالو اړیکو کې دوستي و دښمني د ګټو ده. د دې اصل پر بنسټ وایم، چې د افغانستان او امریکا ګټې د ځینو رڼو، معلومو او څرګندو دلایلو پر اساس سره مشترکې نه دي. کله چې ګټې سره متفاوتې شي، اړیکې سړې او چې کله متضادې شي، نو بیا هېوادونه پر دښمنۍ واوړي. د افغانستان او امریکا تر منځ د ستراتیژیک تړون خبره له تېرو دوو کلونو راهيسې ډېره توده او له لوړو ژورو سره مله راروانه ده. دې نوي تړښت افغان کارپوهان او د نظر خاوندان هم پر دوو برخو وېشلي؛ ځینې د تړون مخالف او ځینې هم موافق. په دغسې یوه وضعیت کې پر هېواد وکمنې رسنۍ بیا په بشپړ ډول د یوه لوري په واک کې دي، چې هغه لوری له امریکا سره د تړون افراطي پلوی دی.

د تړون مخالفین، چې له شرک پرته د خپل مخالفت لپاره منطقي او عقلي دلایل له ځان سره لري، رسنۍ يې په اوړو کې د مالګې په کچه برېښوي.

د تړون پلویان ډېری وخت د خپل دلیل د توجیه کولو لپاره دا پوښتنه راولاړوي، چې افغان حکومت د خپلو لګښتونو د تیارولو وسه نه لري. افغانستان له ګاونډیو هېوادونو څخه خوندي نه دی. له دې امله امریکا سره د یوه ستراتیژیک تړون اړتیا ده، چې امریکا له افغان حکومت سره په مالي برخه کې مرستې وکړي، په نظامي برخه کې افغان ځواکونه تجهیز، تربیه او مشوره ورکړي. د دې تړون موده به لس کاله وي، له ۲۰۱۴نیولې تر ۲۰۲۴م کاله پورې. دلته پوښتنه راولاړېږي، چې امریکايي ځوکونو په خپل دیارلس کلن شتون کې افغانستان چېرته ورساوه؟ موږ چېرته وو، چېرته ورسېدو؟ صادرات مو له وارداتو سره څومه ډغره وهلای شي؟ له خپل موقعیته مو د سیمې په تړښت کې څومره ګټه پورته کړې؟ له اوبو مو څومره کار اخیستی؟ داسې ډېرې نورې پوښتنې چې تړون پلوي يې نه شي ځوابولای. دوی د تړون د لاسلیکېدا سره جوخته دا پوښتنه هم راولاړوي، چې ښه، امریکا نه، څوک درسره مرسته کوي؟

دا پوښتنه معقول ځواب غواړي. دغه روڼ اندي ښايي پر دې پوه شي، چې د بهرني سیاست په تدوین کې دا لومړنی پړاو دی، چې سیاست جوړوونکي د خپل هېواد موقعیت، ارزښت، اړتیا، د قوت او ضعف ټکي او داسې نور مسایل په پام کې ونیسي. بیا له هر هېواد سره د دوستۍ ګټې او زیانونه پرتله کړي. منطقي یا لاجیکل بهرنی سیاست هغه دی، چې ګټې يې پر زیانونو باندې وي. ښايي دا هم هېره نه کړو، چې هر بهرنی سیاست ګټې او زیانونه دواړه لري، دا ممکن نه ده چې بهرنی سیاست دې یوازې ګټې ولري او تاوان دې ونه لري، که داسې شي، دا نو بیا ایډیال یا خیالي بهرنی سیاست دی.

له امریکا سره د افغانستان اړیکي د تاریخ په اوږدو کې سړې پاتې شوي دي. د سړې جګړې پر مهال چې نړۍ پر دوو قطبونو وېشل شوې وه، افغانستان که څه هم د ناپېیلتوب غورځنګ غړی و، خو له پخواني شوروي سره نژدې وو. ارواښاد داوود خان هڅې وکړې، چې د شوروي پر ځای له امریکا سره اړیکي تودې کړې، خو ګټه یې ونه کړه. کله چې شوروي پر افغانستان یرغل وکړ، امریکا د کمونیستي رژیم سره اړیکي پرې کړې او پېښور مېشتو جهادي تنظیمونو سره يې اړیکې ونیوې. افغان جهاد امریکا ته د خپل دښمن ځپلو لپاره ښه وسیله وه، چې امریکا هم ترې په لویه کچه ګټه پورته کړه. مجاهدین هم د امریکا له مالي او نظامي مرستو برخمن شول. مګر د روس له ماتې وروسته، امریکا خپل هدف ترلاسه کړ، نوره یې اړتیا نه وه، چې مجاهدین وپالي، ځکه یې هم نور هېر کړل.

د سپټمبر د یوولسمې له پېښو وروسته چې کله امریکا د وخت د متحدې جبهې په مرسته پر افغانستان یرغل وکړ، دا به په تاریخ کې لومړی ځل وي، چې افغانستان له امریکا سره داسې معامله کوي، بلکې اړویستل کېږي، چې معامله وکړي. ځکه امریکا نظامي یرغل وکړ، امریکايي مېشتي افغانان او د متحدې جبهې جګړه‌مار یې وګومارل او دلته د نظام د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

له دې دا څرګنده شوه، چې افغانستان د کوم مدون بهرني سیاست پر بنسټ له امریکا سره دوستي خپله نه کړه، بلکې کله چې عبدالله‌عبدالله د خپل وزارت پر مهال له امریکا سره تړون لاسلیکاوه، دلته هرڅه د امریکايي پوځیانوپه ګروت کې وو. له امریکا پرته پر نورو انتخابونو اصلا غور ونه شو، ځکه له سره شونې نه وه، چې له امریکا پرته بل ځواک سره یارانه وشي. په افغانستان کې د امریکا اوږمهاله شتون هم د دې هېواد له ستراتیژیکو او اوږدمهاله موخو څخه وو. نن چې استدلال کېږي، چې که امریکا ووځي کورنۍ جګړه به پېښه شي، یعنې دیارلس کاله وروسته هم امریکا دلته داسې نظام جوړ نشوای کړای، چې افغانان ورته هيله من شي، نو لس کاله وروسته به دلته نظام د دې جوګه وي چې خپل اقتصاد او امنیت خوندي کړي؟ نه، ځکه چې دا د امریکا له ګټو سره همغږي نه لري. د امریکا ګټې ایجابوي چې افغانستان یو کمزوری او لړزانده نظام ولري. له یوې خوا دلته د یوه کمزوري نظام شتون د امریکا اوږدمهاله موجودیت ته لار پرانیزي، له بلې خوا په لویه کې د افغانستان ناامني د اسیا د پرمختګ او همګرايۍ ستر خنډ دی، چې امریکا لپاره دا مسئله ډېره مهمه ده.

 یوویشتمه پېړۍ د اسیا پېړۍ ګڼل کېږي. له لوېدیځه ختیځ ته د ځواک لېږد کې د افغانستان رول محوري دی. دا افغانستان دی چې مرکزي اسیا له جنوبي او چین له ایران او عربي نړۍ سره په ډېره اسانه، لنډې او ارزانه لار وتړي. که چین عربي نړۍ سره تړل کېږي، په سیمه کې د سترې اقتصادي ودې لامل کېږي، چې عربانو ته له امریکا پرته بل بدیل منځ ته راوړي. په خپله چین چې په نړیواله کچه امریکا پسې دویم اقتصاد دی، د اقتصادي کارپوهانو له وړاندینو سره سم به ژر په اقتصادي لحاظ امریکا لاندې کړي. په نړیواله کچه د امریکا بدنام سیاست، د ولسونو په تېره په اسلامي نړۍ کې د امریکا پر وړاندې مخ پر  ډېرېدونکې کرکه دا ټول هغه څه دي، چې عربي او اسلامي ولسونه د امریکا په پرتله چین ته نژدې کوي. یوه بله ډېره مهمه ځانګړنه چې چین خپله کړې دا ده چې چينایان په خپل بهرني سیاست کې ايډیالوژیک تمایالات نه لري، څه چې امریکایانو ته ډېر ارزښت لري، چې له اسلامي نړۍ سره یې د ټکر عمده ټکی هم دی. د چین د بهرني سیاست دا جمله ډېره په زړه پورې ده، چې «څه توره پيشو وي یا سپینه، ښه پيشو هغه ده، چې موږک ونیسي». چینایان له هر چا سره د خپلې اقتصادي ودې لپاره راکړې ورکړې ته تیار دي. «بېنفینډرفر»، امریکايي اقتصاد پوه وايي، «په ۲۰۰۶ کې چین ته تللی وم، یوې کارخانې کې مې کتل، چې له یوه ماشینه له یوې خوا د مسلمانانو دیني لوګو او له بلې خواد عیسایانو دیني لوحې جوړېږي». دا ښيي چې چینایان له چا سره ایډیالوژیک ټکر ته زړه نه ښه کوي.

اوس دا د بل هر چا په پرتله د امریکا د ګټو پر خلاف ده، چې اسیا د امریکا له شتون پرته پرمختګ وکړي. افغانستان د دې پرمختګ تر ټولو مهم لوبغاړی او د افغانستان سوله یې تر ټولو عمده اړتیا ده. افغانستان له امریکا پرته له دغسې ورته بدیلو لارو کولای شي، هم له ګاونډیانو سره په سوله کې ژوند وکړي، هم د سیمې په پرمختګ کې محوري رول ولوبوي او هم د ډېرې ښې اقتصادي ودې څښتن شي. دغسې یوه پرمختللی افغانستان یوې خپلواکې، علمي او منطقي بهرني سیاست ته اړتیا لري، چې تر دې دمه یې څرک نه لګېږي.

لیکوال: ذاکر جلالي. کالم: تم شه! – نن ټکی آسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x