کور پاڼه / مقـــــالی او تبصرې / کابل کې ګواښونه او ستونزې / نظرمحمد مطمئن
نظر محمد مطمئن، فیض محمد ځلاند، اسد وحیدي

کابل کې ګواښونه او ستونزې / نظرمحمد مطمئن

نظرمحمد مطمئن
لیکوال او شناند

که د سولې هڅې ستاسي د ګټو ضد وي، ښکاره راته ووایاست، ولي په ګواښونو او ستونزو جوړولو باندي مسئله کله هم نه شي حل کیدای.‏

که زموږ د سولې هڅې، د جګړې دریدو کوششونه تاسي د خپلو شخصي ګټو ضد ګڼئ، په کابل کې مې له قلم سره نه شئ منلای، ښکاره راته ‏ووایاست چې هیواد پريږده. ولي ډاډه اوسئ، تر څو چې ژوندی یم، د سولې لپاره به خپلې هڅې ګړندۍ ساتم، او هیواد به ستاسي د شخصي ګټو لپاره ‏پري نه ږدم.‏

تیرځل د عیسوي کال د پېل په لومړۍ ورځ راته د هیواد د ورانیدو پېغام راغلی وو، او د تیر عیسوي کال په وروستۍ ورځ ډاکټر فیض محمد ځلاند ‏صاحب او ښاغلي اسد وحیدي صاحب ته ټلیفونونه شوې وو. وحیدي صاحب ته یې ویلي وو چې دوه ځانمرګي بریدګر درته استوم او تاسي به یې د ‏کابل پوهنتون ته په ننویستلو کې مرسته وکړئ چې هلته محصلین او استادان ووژني.‏

موږ ته د ټلیفوني پېغامونو رسیدل په ټولنیزو رسنیو کې ولیکل شوو، استاد وحیدي صاحب په رسمي ډول سره د کابل پوهنتون مشرتابه او د ‏افغانستان امنیتي ادارو ته د ټلیفون اړوند خبرې او د ټلیفون شمیرې ور ولیږلي، تر څو یادې شمیرې وپېژندل شي.‏

څومره چې ملګرو د ټلیفونې ادارو له مسلکې کسانو سره اړیکې ونیولي، هغوی یې په اړوند پټه خوله وو، ولي په ضمن کې یې زموږ ملګري پر دي هم ‏پوهول چې دا ممکن ده چې کورنۍ شمیره د بهرني کوډ په لرلو سره وکارول شي.‏

زموږ ملګرو یاده موضوع له لوړ پوړو افغان امنیتي چارواکو سره شریکه کړه، هغوی یو ډول ډاډ ورکړ چې راتلونکې کې به د دا ډول پېښو د مخنیوي ‏لپاره په ګډه کار کوي.‏

د جګړې ضد خوځښت وروستی غونډي انځور

داچې موږ په کابل کې اوسیږو، د سولې هڅې کوو، او په دي برخه کې لږ تر لږه امیدونه زیات شوې، له دې سره یوځای په هیواد کې دننه له بېلابېلو ‏ستونزو سره مخ شوې یو، او وروستۍ بېلګه یې داده چې یو ډول تور او تهمت پر موږ وتړل شي.‏

زموږ معلومات دادي چې په یوه غونډه کې داسي خبرې هم شوې وي، چې ما (نظرمحمد مطمئن) او ښاغلي فیض محمد ځلاند د پاکستان هیواد سره ‏په تړاو د پاکستان د ګټو لپاره د کار کولو باندي تورن کړي، دا ډول هڅه به کوي چې د طالبانود نظامي ډلې او زموږ ترمنځ د تړاو دروغجن خبرونه او ‏ذهنیت جوړ شي.‏

په زړه پوري ده، پېغام د طالبانود فرهنګې کمیسون د مشر په نوم راځي، هغه چې په نظامي برخو کې کار نه لري، ولي بیا له وحیدي صاحب څخه د ‏نظامي برید کولو کې مرسته غواړي؟ ‏

داسي مثال لکه د هیواد د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر چاته دنده سپاري چې تاسي پر کوم ځای برید وکړئ، او د حکومت په ګټه ځینې طالب مشران ‏ووژنئ ، هغه څه چې عقل او منطق یې نه شي منلای.‏

زه د ټلیفون هغه شمیرې لیکم چې موږ درې واړو ته پرې پېغام او یا ټلیفون رسیدلی دی، او د هیواد له امنیتې ادارو څخه مې غوښتنه ده چې په کابل ‏کې د پاکستان سفارت ته یاده شمیره وسپاري، له پاکستان څخه سپیناوی وغواړي چې یاده شمیره د طالبانود فرهنګې کمیسون د مشر ملاامیرخان ‏متقي په نوم کارول کیږي.‏

دا ډول د امنیتې ادارو څخه غواړو چې په کابل کې د ایران سفارت ته هم هغه شمیره وسپاري چې د ترهګریزو کړنو او خلکو د ویرولو لپاره ورڅخه ‏کار اخیستل کیږي.‏

په ایران او پاکستان کې سیم کارډونه پرته له پېژندپاڼې څوک نه شي ترلاسه کولای، امنیتې ادارې دي له پاکستان او ایران سفارتونو څخه د یادو ‏شمیرو د کارکوونکو په اړه سپیناوي وغواړي.‏

موږ په بشپړ ډاډ سره وایو چې موږ ته د طالبانو لخوا نه پېغام راځي او نه هم ټلیفون راته کوي، او نه هم کوم څوک دومره جرائت لري چې موږ ته د خپل ‏هیواد او یا کوم ځانګړي قوم په اړه بې ځایه لارښوونې وکړي.‏

د جنوري پر ۸مه ۲۰۱۷، موږ ( د سولې هڅې او خنډونه) تر نوم لاندي کابل ښار د انټرکانټیننټل هوټل کې مطبوعاتي ناسته درلودله، د سولې پر اړتیا ‏مو ټینګار درلود، او جګړه مو د حل لاره ونه ګڼله، د بهرنیو پوځیانو شتون مو د افغان لانجې اصلې جرړه وګڼله، دادی دوه ورځې ورسته بیا ځل موږ ته د ‏سولې ضد کړیو لخوا د هیواد د بربادۍ او سولې ضد پېغامونه رسیږي، تر څو موږ ته لومه جوړه شي.‏

همدا نن ورځ د جنوري ۱۰مه، ۲۰۱۷ د ماښام پر ۵:۲۷ دقیقو د پاکستان کوډ شمیرې څخه زما موبایل ته داسي پېغام راغی:‏

(اسلام علیکم ورحمته الله وبرکاته وروره د کوټی سه را روان وم اوس پيشور ته راورسیدم زنګونه دی راتلل خبری می نسوای کولای اوس دی هغه ‏شمیره بنده ده خیریت دی هغه نفر چی کندوذ ته درغلی وو پیسی هم در وړی وی تسلم دی کړی او ته کوشش وکړه کارونه دی لژ ګرندی کر)‏

ټلیفون شمیره:‏‎ +923146128292 / ۰۰۹۲۳۱۴۶۱۲۸۲۹۲‏

پورته پېغام کې ښکاري چې په ټلیفون کې د پښتو حروف شته، ځکه لیکل شوې (د کوټی) ، ټ حرف شته، ولي په نورو ځایونو کې بیا د دري رنګ ‏په پېغام کې لیدل کیږي لکه (ګرندی کره) چې دا ډول باید لیکل شوې وای (ګړندي کړه).‏

او ( السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته) یې هم سم نه دی لیکلي، په راتلونکې کي يې ممکن زده کړي.‏

په پېغام کې لیکل شوي چې ( هغه نفر چی کندوذ ته درغلی وو پیسی هم دروړی وی)، په داسي حال کې چې کله هم کندزو ته نه یم تللی او تر اوسه ‏مې کندز ښار نه دي لیدلی، ولي د کندزو لیدو لیوالتیا لرم.‏

لږ وروسته د ماښام ۵:۴۷ باندي یې دوېم پېغام راته ورسید:‏

(دتلویزونو کی دی بحص ته دوام ورکه افغان دولت باندی جدی نوکی کوه ته په کابل کی د ځان ملګری پيداکړه پیسی نوری هم دراستوم کارونه ‏دی ګړندی که لیکوالان پیداکړه چی هغوی هم د افغان کوډاکی حکومت او امریکاوغندی د ټلویزیون د لاری او اخبارو ته هم لیکینی وراستوه پیسی ‏موږ نوری هم دراستوو مولوی اغا بیا اړیکه درسره نیسی ته بیا هغه ته ډاډ ورکه الله ج دی مل سه سلامونه می نورو دوستانو ته وایه)‏

د ټلیفون شمیره یې (۰۰۹۲۳۱۴۶۱۲۸۲۹۲) ده.‏

دلته هم که دي ځای ته په ځیر متوجه شو (چی هغوی هم د افغان کوډاکی حکومت )، بیا هم داسي ښکاري لکه له بلې ژبې چې غیر پښتون ژباړه کړي ‏وي.‏

د جنوري پر لومړۍ نیټه سهار ۶:۲۹ راته داسي پېغام د یادې شمیري پاکستاني کوډ څخه رسیدلی وو.‏

[ اسلام علیکم ملامطمین اخوند خدای ج دی وکړی چی په کورنی کی دی خیریت وی ستاسی د مبارزی سه اسلامی امارات دیر خوشحاله دی دا ‏تاسی یاست چی رشتنی او په صداقت سره خدمت کوی موږ کوشش وکی چی خبری درسره وکوو ستاسی فون بند وو بیا هم مبارزی ته دوام ورکی ‏‏(ستاسی خادم د اسلامی امارات د فرهنګی چارو مسول امیرخان متقی)]‏

په پورته پېغام کې یې حتی اسلامي امارت هم په غلط ډول لیکلی دی، او (ستاسی خادم) د ملا امیرخان متقي له نوم سره لیکل شوی. موږ د اطلاعاتو ‏فرهنګ وزارت د ځینو دوستانو په مرسته د طالبانود وخت د هغو مکتوبونو کاپي پيداکړي چې د ملا امیرخان متقي لخوا لاسلیک شوې وې، د ‏اطلاعاتو او فرهنګ پخوانیو کارکوونکو وویل چې هیڅ داسي مکتوب به ونه لیدل شي چې د املا امیرخان متقي له نوم او لاسلیک سره لیکل شوي ‏وي چې

(ستاسي خادم).‏ د ټلیفون شمیره : ۰۰۹۲۳۱۴۶۱۲۸۲۹۲‏

له دي وروسته د جنوري پر لومړۍ نیټه سهار په ۶:۳۵ یو بل لنډ پېغام هم راته ورسیدی:‏

‏( کوشش وکړه چی قومونه په جنګ واچوی. په بحثونو کی مستقیمآ امریکا او افغان دولت د سولی مخالفین یادکړه. د بی ګنا ملکیانو وژل او د ‏ښشونځیو سوزول په حکومت واړوه)‏

د ټلیفون شمیره: (۰۰۹۲۳۱۴۶۱۲۸۲۹۲‏

په یاد پېغام کې افغان دولت لیکل شوي، او د طالبان کله هم افغان دولت نه لیکي، هغوی د کابل اداره لیکي، په راتلونکي کې دي زده کړي.‏

داچې ښاغلي فیض محمد ځلاند او استاد اسد وحیدي ته ټلیفون کیږي، خبرې ورسره کوي، او ما (مطمئن ) ته ټلیفون نه کوي، بلکې يواځي ‏پېغامونه رالیږي، هغوی پوهیږي چې زه لهجې پېژنم.‏

د کابل پوهنتون استاد ښاغلي فیض محمد ځلاند ته د تیر میلادي کال په وروستۍ شپه د ایران کوډ (۰۰۹۸۱۰۹۲۰۵۸۶۵) شمیرې څخه ټلیفون ‏شوی وو او ځان یې ورته د طالبانو نظامي مشر ملا امیرخان حقاني معرفي کړي وو، ولي خبرې یې برعکس سیاسي ورته کړي وي.‏

دا ډول د کابل پوهنتون استاد ښاغلي اسد وحیدي ته هم د ایران کوډ (۰۰۹۸۹۱۰۹۱۷۱۷۹۵) څخه زنګ وهل شوی وو او ورته ویلي یې وو چې زه د ‏طالبانو د فرهنګی کمیسون مشر ملاامیرخان متقي یم. خو خبرې یې برعکس ورته د نظامي چارو اړوند کړي وي، کله چې وحیدي صاحب اړیکه ‏پري کړي وه، بیا د خبرو په دوام پېغام هم د هغه کس له ادرسه د پاکستان کوډ په کارولو سره ورته رسیدلی وو (۰۰۹۲۳۱۰۹۱۷۱۷۹۵).‏

دلته که وګورو وروستي ۹ عددونه یو ډول دي، ولي کوډ دخبرو پر مهال د ایران او پېغام لیږلو پرمهال د پاکستان کارول شوی.‏

همدا نن ورځ بیا هم ښاغلي فیض محمد ځلاند او ښاغلي اسد وحیدي ته هم د پاکستان کوډ په کارولو سره د هیواد د وراني پېغامونه رسیدلي.‏

زه پوهیږم چې استخباراتي پيښې ډیرې پيچلې وي، او ځینې به ووایې چې ما ولي دومره بې پروایې کړي، چې د ټلیفون شمیري او پېغامونه مې لیکلي.‏

زه هیله لرم چې د هیواد امنیتي ادارې مسئله وڅیړي، د ذکر شوو شمیرو په اړه افغان ولس ته سپیناوی وړاندي کړي، او دهغو کسانو مخنیوی وکړې ‏چې د سولې مدني فعالان ګواښي. ‏

غواړم له دي لاري خپل سپيڅلي او مظلوم ولس ته داخبره ورسوم چې د افغان سولې دښمنان په کور دننه او بهر زیات دي، خو موږ به خپل د سولې ‏هڅو ته دوام ورکوو، تر څو افغان ځوانان د جګړې په ډګرونو کې له مرګ ژوبلې څخه خوندي او بهرني پوځیان مو له هیواده وتلو ته مجبوره شي.‏

د خپلواک ، بسیا او سولئیز افغانستان په هیله

وخت او نیټه: ۸:۳۰ ماښام، د جنوري ۱۰مه، ۲۰۱۷‏

کابل – افغانستان


یادونه: په نن ټکی اسیا کې خپرې شوي لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه
د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ

7 تبصرې

  1. الجاج استاذ بیانزی

    دروند ورور انجینر صاحب سلامونه می ومنه !
    ستاسی او د ټول هیواد، اسلامی نړۍ او ټول مظلوم بشریت حالات څارم، لکه ټول ژوندی شیان چه د مرګ ځانګړی نیټی لری او مجموعی ژوند هم انتها لری غیر ژوندی شیان ( ټوله زمکه ) هم انتها او دمرګ نهایی نيټه لری، د زمکی ژوند پوره شوی د ځنکدن شیبی دی، د دغه زړښت ، ناروغیو د پاره بیلابیل لوی او کوچنی عوامل لری، تر ټولو لوی عامل یی همدغه حریص او قابیلی انسانان ( دجالان ) دی. هغه چا چه چه د خپلو استعماری ګټو د پاره دغه غلامه، ناوړه او فاسده اداره رامنځته کړه د دغه کار د پاره یی حتی خپل څه کم دری زره معصوم خلک قربانی کړل، د دغه اداری د پاره یی دغه چارواکی له کوچنیوالی روزلی وو، له دغو فاسدو او ناوړه غلامی اداری د امنیت چارواکو ؟؟؟؟ ته ستاسی خبر ورکول څومره خنده اوره او حیرانونکی ده ، تاسی ته تلیفونونه او مسیجونه د هماغه اداری له خوا کیږی چه مخکی یی درله پټی سترګی او لاس تړلی بیولی وی، دا یو ډول اخطار دی او د بیا نیولو د باره اسناد برابرول دی.
    د دجالی نړی د اسلام او مسلمانانو سره په همدی دی چه دوی جنګ، فساد ، وژنی، ګډوډی ، فتنی ، دروغ ، غلا او درغلی غواړی چه استثمار وکړی ، اسلام سوله ، عدالت او اصلاح غوااړی چه له امله یی د فساد ، بی عدالتیو، جنګو، استثمار او غلامیو مخه نیسی یعنی اسلام منحیث نظام د دوی په مخالف قطب کی قرار لری ، د دوی دشمنی اسلام منحیث دین سره نه بلکه اسلام منحیث نظام سره ده، تاسی د سولی غوښتونکی یعنی رښتینی انسانان او رښتینی مسلمانان یاست هغوی ځکه درسره دشمنی لری، زه نه وایم جه د سولی دپاره هلی ځلی مه لری حتی که پوهیږی چه نتیجه به ونه لری بیا هم خپلی هلی ځلی جاری وساتی مګر له دوی یی د سولی هیله داسی مثال لری لکه له نارینه له خیټو چه بچی زیږول کیږی یعنی ممکنه نه ده، مګر ستاسی هلی ځلی د نتیجی په خاطر نه د ثواب په خاطر دی، مظلوم اولس ته به د دوی کرغیړنی او دجالی څیری لا په ډاګه شی چه کله کله منافقانه دڅو مخیزو سولو چیغی وهی او مقاومت بدناموی چه سوله نه غواړی هیوادوال او نړیوال قضاوت کوی چه څوک څه او څوک څه ِغواړی مننه

  2. دا څه ډول سوله ده چه دافغانانو کرکه لری په سوله سوله کی خو نیم وګړی مهاجرت بد کړاونه زغمی او دلته دوینو لښتی روان دی .
    دا راته ووایاست دچا سره سوله ؟ دx-oryسره .
    دخدای او درسول خاطر وکړی نور مو مه غلوی دکاغز پر مخ لیکنی او دژبی پواسطه ویل ډیر ډیر ساده کار دی ماشومان هم هوښیار شویدی هغه دپر دسترخوان نه پریږدی او ته راته سوله سوله یادوی .
    دومره به ووایم چه !که ته یی او که زه چه ملت غولول دملت تباهی ته مو چل او ول جوړ کړی وی خدای تعالی مودتباه کړی هر هغه څوک چه په دبد حالت کی دنورو سره ژاړه نکوی او په درد یی ځان غمجن نه پولی هغه دهم خدای هلاک کړی نور وس می نشته پر وطن او دوطن پر خلکو می زړه خوږیږی خدای دسوله راولی تاسو نور لاس پر سر شی.

  3. پاک او سپځلی سړی یی، ټول خلک استا په صدافت خبر دی محترم مطمین صا حب ، خو خیر دی طالبان هم پوه کړه چی پا کستان دانګریزی پلار څحه زیږدلی هیڅکله پری باور ونکړی. ټول پاک انسانان یی دڅو ډالرو مقا بل کی خرڅ کړل. او هغه چی ددوی په خوښه دی هغوی ته بیا ټو ډی مو تر او عسکر هم ورکوی . دیو اسلامی او متحد افغانستان په هیله

  4. عبدالواحداڅګزۍ

    محترم مطمین صاحب اسلام اعلیکم الله مو پخپل حفاظت کی وساته دمځکی اواسمانو حفاظت دالله په لاس کی دۍ انسان هیڅ برخه نه کی لری دانسان په لاس خپل اخلاص دۍ هیڅوک هیڅ هم نسی درکولای که دی نیت دالله اودالله دمخلوق راحت اوآرامی وه ، داتلیفونونه هغه دشیطان اولیادر کوی چه دخپله سرنوشته بیریږی دو ی فکر کوی چه کفاربیاووتل اوموږیی دملت ومحاکمی ته پریښودو – په کفاروکی خوعدالت نسته تاسی مصرته وګورۍ چه هغه ددوی په دیموکراسۍ یی حکومت وګاټۍ دمسلمانۍ په سبب نن داخوان المسلمین څه حال دی دترکیی اوردوان یی هم دمرسی په سرنوشت اخته کاوۍ فلستین ته وه ګورۍ په هر صورت لکه بیانزۍ صاحب چه وایی ستاسو دصلح کوښښ ګمان نه کوم چه تاثیر به ولری ولی خو قوم به ویښ وساتی اوناامیده به نوی جهادته به دوام ورکړی دوی(امریکایانو) چه کمی پیسی په افغایستان کی مصرف کړی دی هغه کرزی اودکرزی حکومت یووړی اوس یی اشرفغنی اوداشرفغنی حکومت وړی باریی دمظلوم ملت پرغاړه دۍ دالله به نجات اوخلاصۍ غواړو.دادنیایوامتحان دۍ صبربه کوو،الله وایی دادنیادکفارودپاره موقتی جنت دی دوی دخپلی وعدی سره مخامخ کیږی.د المعارچ آخری آیات په ترجمه ووایه پخپله به پوه سی چه ددوی دظلم نتجه به څنګه وی. په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

  5. درنو مسلمانو پشتنو ورونو سلامونه جمی ومنۍ!
    نن صبا نړیوال یهودی استعمار نګ دومره په مرمیو نه دی لکه څومره چه په ډالرو، پاڼو او رسنیو جنګ ترسره کوی د نن ټکی اسیا په شان یوه نیمه بیطرفو او خپلواکو پاڼو ته چه په حقایقو ولاړی لیکنی رالیږل کیږی د هغو لیکنو د موثریت د کموالی د پاره هم د ولیخان په شان ژباړن یا د غلامی اداری غلامان رااستوی.
    یهودی بارانو یی ورته دستور ورکړی چه چا څه لیکل تاسی یی د پاکستان په جاسوسۍ تورن کړی په داسی حال کی چه پاکستان خپله د امریکا او انګریز غلام دی د پاکستان په مرسته یی دغه غلامه، فاسده او ناوړه اداره چارواکی کړه خوب او خیال کی یی هم نه راتله چه په دغو خرو به هم د ریسانو، والیانو، جنرالانو او وکیلانو نومونه هم کیښودل شی او بیا په ګډه مظلوم اولس وژنی او بی عفته کوی او د ولیخان په شان بیغرته او ګیدړان به د مظلوم اولس د دفاع په مخ کی خڼد کیږی.
    دغه ګیدړان څومره بیغرته دی، د دی په ځای چه تخصص تر لاسه او خپلو بچو ته په خپلو مټو حلاله نفقه وګټی، د یهودی او صلیبی نړی نیکټایی ااو دریشی یی په غاړه، د هغوی په ضد لنډکروزونو کی د هغوی په مرمیو مظلوم اولس شکنجه، وژنی، بی عفته، استثمار او غلاموی او له دغه بیغیرتیو خپلو میرمنو ته بریتونه تاووی په داسی حال کی چه باداران یی په دفترو، لیارو او کورونو ساتنه کوی، قضایی مصونیت یی هم تری ترلاسه کړی یعنی اشغلګر( باداران ) که د دوی په کورنیو هر اړخیز تیری هم وکړی دوی ورته څه نه شی ویلای ځکه دوی د مظلوم اولس له څپیړو ساتی او د دی په مقابل کی ورته د ډالرو بهیر جریان لری، نیمه پیړی دا هیواد په جنګ کی دی هیواد په کنډواله بدل تاسی دا څو منزله کورونه، مرمی ضد لنډ کروزرونه د کومه کړل؟.
    که هیواد اشغال شوی هم نه وی د دغه فاسدی او بی کفایتی اداری لری کولو دپاره ملی پاڅون ته اړه ده، د جمهوری ریاست لمړی معاون د خلکو سره لواطت کوی، د جمهوری ریاست دوه ریسان او وزیران د افغانستان تذکره نه لری، د هماغه پاکستان، او اشغلګرو هیوادو تابعت لری مونږ ته ریسان د باداری هیواد په سفارت کی د هغو د خارجه وزیر له خوا ټاکل کیږی او بیا هم ملی پاڅون د یوه او بل په جاسوسی تورنوی، د ټولو چارواکی له کورونو د سرو ویښتو او شنو سترګو ماشومان راوځی له خپلو میرمنو د دغه سرو ویښتو او شنو سترګو پوښتنه هم نه شی کولی که یی وکړه میرمنی یی محفوظو کورو ته تری انتقالوی که دا د دغو نیکتایی او پکول پوشانو د بی غیرتۍ اخری کچه نه وی نو څه دی چه د ډالروو د پاره د خپل ناموس ساتنه نه شی کولی د مظلوم اولس د ناموس څه پروا لری ؟

  6. فهیم خانه : ما دمطمین صا حب استا ینه کړی او تور می پری ندی لګولی څه چی خق دی هغه به وایی. خو یو تا عوندی ټا پکی خلک دی چی ته یو عل او مشر دی دعطا ، ربانی او سیاف په شان عل دی ته او خدای چی استا ځوی او لور به په اسلام اباد کی او لاهو ر درس نه وایی، ته خدای چی تا یا استا مشر به دولتی ځمکه نوی عصب کړی. تا عوندی خلکو خو داپاک نوم وشرموه خپله ځوی لور دی پوهنتون وایی، خو زما ځوی مکتب ته نه پریږدی. خپله اسلام اباد کی کور لری خوزما کا بل کی اوسیدل کفر ګڼی. دپا کو محا هدینو ادرسونه خو تا عوندی خلکو خپلو بادرانو ته ورکړل ته او ستا بادار خو هر یو مجا هد په سر ډالر واخستل خپل کاروبار دی پری جوړ کړل خو دمظلومو مسلمانانو احساساتو نه دبده استفاده وکړه. ګیره دی پریښی خو هر تار کی شیطان زنګیږی. که په ګیره او لنګوته وی خو تر سیاف او ربانی بل جنتی نول هغوی الله وشرمول او تاسو تکهدارانو ډله به هم الله شرموی. تاسو خو دمظلومو مسلمانانو دوینی په دریاب کی خپل کاروبار کوی. یاسر استاد شهید کیږی، مولوی صا حب عبید شهید کیږی مولوی صا حب عبدالغنی برادر لیونی کیږی خو تا عوندی خلک بیا شهرکونو کی نمری اخلی . خلکو ته په فریب وکړی شی خو الله ته فریی نشی ورکولی . الله دی شرموی چی نن وی که صبا. ځکه ته هم ددولت دمامور په شان یومعاش خور یی .

  7. ولیخانه سلامونه می ومنه !
    زه تاسی او فهیم جان دواړه پیژنم، هغه هیواد کی هستوګنه نه لری او نه پاکستان کی دننه اوسیږی، تاسی یو ځل هغه د زمکو غاصب او بیا مو د هغو بچی په اسلام اباد پوهنتونو کی راجستر کړی، او فهیم جان ستاسی دهغه خبری سره مخالفت کړی چه تاسی مطمن صاحب د طالبانو د توصیی لیکلی چه د پاکستان په واک کی ځان نه راولی یعنی د هغو ګوډاګی نه اوسی فهیم جان ستاسی په شخصی ژوند، ستاسی د بچیانو چه چیرته اوسیږی او څه زده کړی تر لاسه کوی او… څه نه دی لیکلی تاسی هم د هغه په هغه نیوکو څه ولیکی.
    زه هم تاسی ته وایم ، چه مطمن صاحب د طالبانو نماینده نه دی او نه ورسره اړیکی لری د سولی هلی ځلی کوی حقایق وایی د حقایقو په اوریدلو ځینی خوابدی او ځینی پروا نه لری، کله کله د طالبانو کمی زیاتی هم یادوی ( که پکی وی ) طالبان نه یواځی چه خوابدی کیږی نه حتی هیله لری چه مونږ ته زمونږ غلطیانی ووایاست که د اصلاح وړ وی مونږ ځان اصلاح کړو مګر نه هغه چه تاسی ورباندی تور یا تهمت لګوی ، که زه بی له دلیل او ثبوت تاته ووایم چه تاسی د فلانی یا فلانی هیواد جاسوس یا ګوډاګی یاست دا څومره بده خبره ده او تاسی به څومره خوابدی او عامو خلکو ته به څومره بد وروپیژندل شی حتی بیا ستا د خبرو د اوریدلو حوصله نه لری.
    که تاسی بیطرفه هم یاست له حقه بیطرفی، بیطرفی نه شی کیدی د حق دننه که تاسی کوم اړخ سره هم وتړی پروا نه کوی، که تاسی د کوم اړخ سره پلوی یاست ، مادی لاسته راوړنی پکی لری هم خپلی خبری په ډاګه ووایاست . زه نه وایم چه طالبان ملایکی دی غلطی ګانی لری هماغه غلطیو ته یی ګوته ونیسه نه دا چه ستا خوښ نه دی ستا د شخصی ګټو د خاطره هغوی ته د کرزی او غنی په شان د یوه او بل جاسوسان وایاست او بیا فهیم جان بی له دی چه پیژنی چه هغه بچی لری که نه او په څه عمر کی دی او هغوی چیری دی او څه کوی او هغه څه دریز لری سمدلاسه ورته وایی چه ته ږیره لری او هغه ټول شیطانی دی ، ستا پچی هلته پوهنتون وایی او تاسی زمکی غصب کړی، دا معنی چه دطالبانو په اړه هم ګډی وډی او بی ثبوته تهمتونه لګوی او تاسی په اسلام کی د دروغو او تور لګولو له سزاوو خبریاست ؟

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*