کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / کندهار: د والي په مېلمستون کې چاودني د اماراتو پنځه دیپلوماټان وژلي دي

کندهار: د والي په مېلمستون کې چاودني د اماراتو پنځه دیپلوماټان وژلي دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومې ۲۱، ۱۳۹۵ل): د کندهار ولایت چارواکو رسنیو ته په خبرو کې ویلي چې د کندهار ولایت په مقام کې دننه د والي په مېلمستون کې د چاودني له امله ۱۱ تنه مړه او ۱۵ نور ټپيان شوي دي.

د کندهار څخه یوه امنیتي سرچینې ویلي چې په چاودنو کې لږ تر لږه ۵ عرب دیپلوماټان هم وژل شوي دي.

دمتحده عرب اماراتو خبري اژانس «الامارات الیوم» ویلي چې په چاودنه کې د والي تر څنګ د اماراتو سفیر جمعه محمد عبدالله الکعبي په ګډون یو شمېر دیپلوماټان ټپيان شوي دي.

دغه سرچینې ویلي چې د اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د دې پيښي د غندلو وروسته په بیړنۍ توګه یو پلاوی ټاکلی چې د خپلو دیپلوماتو د خوندیتوب لپاره لاس په کار شي، خبرونه تعقیب کړي او پر وخت لازم اقدامات تر سره کړی.

یوه بل خبري اژانس «ارم نیوز» ویلي چې د اماراتي سفیر څلور شخصي «عرب» ساتونکي وژل شوي دي.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک رسنیو ته ویلي چې چاودنه نن ماښام پر اوه بجې را منځته شوه، نوموړي ویلي چې تر اوسه د چاودني نوعیت نه دی څرګند خو په پېښه کې ۵ کسان مړه او ۷ نور ټپيان دي.

یوې امنیتي سرچینې د پژواک خبري اژانس ته ویلي چې د یو شمېر چارواکو او سوداګرو په ګډون ۱۲ تنه مړه او ۱۴ نور ټپيان دي.

یادي سرچینې ویلي چې په ټپيانو کې د والي د دفتر رئیس، د سوداګرۍ د خوني مرستیال صدیق مومند، ملي سوداګر هاشم کرزی او حاجي صدیق په ګډون نور هم یو شمېر سوداګر ټپيان شوي دي.

سرچینې ویلي چې د کندهار د بهرنیو چارو رئیس سعید احمد هم وژل شوی او د ولایت مرستیال عبدالعلي شمسي لادرکه دی.

او زیاته وي چې ډیری مړي له پيژندلو وتلي دي ځکه چې له یوه مخې سوځېدلي دي.

د کندهار میرویس روغتون یوه ډاکټر پژواک خبري اژانس ته ویلي چې دوی ته د پيښي وروسته ۱۲ تنه ټپيان رسیدلي چې په هغو کې همایون عزیزي او د اماراتو سفیر هم وو، چې د ټولو روغتیايي وضعیت ښه دی.

یوې ناتایید شوي سرچیني د کندهار د والي د مړیني خبر هم ورکړی او ویلي چې هغه په روغتون کې د خپل ټپونو له امله ساه ورکړه خو لا دا خبر نورو سرچینو نه دی تایید کړی.

باید وویل شي چې نن د متحده عرب اماراتو سفیر کندهار ته د یو شمېر دیپلوماتانو او اماراتي سوداګرو په ګډون رسمي سفر کړی وو تر څو هلته د ۲ ملیونه ډالرو په لګښت یوه خیریه پروژه پرانیزي او همداسي په دغه ولایت کې د پانګه اچوني فرصتونه وارزوي.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*