musafaha

د نورو په وړتیا اعتراف نبوي او انکار شیطاني صفت ده

د نورو دپوهې، کمال او وړتیاو اعتراف د نبيانو علیهم السلام غوره خوی او ستایل شوی صفت دی، دالله سترپیغمبر موسی علیه السلام چې نبي کړل شو او فرعون ته یې دالله دپیغام رسولو له پاره ځان تیاراوه له الله نه یې غوښتنه وکړه چې یا الله زما ورور هارون زما دملاتړ له پاره نبي کړه، دهغه ملاتړ ته یې خپله اړتیا الله ته بیان کړه او سره له دي چې داوخت موسي علیه السلام پیغمبر و او ورور يې لاپیغمبر هم نه و دهغه دیوې وړتیا او صلاحیت په اعتراف سره یې له الله نه وغوښتل چې زماورور هارون زما مرستیال وګرځوه: وَاجْعَلْ لِيْ وَزِیراًمِنْ اَهْليْ، هَارُونَ اَخِي.(سوره طه) .

دهارون علیه السلام دا وړتیا موسي علیه السلام داسي بیان کړې ده: ” ﻭﺃﺧﻲ ﻫﺎﺭﻭﻥ ﻫﻮ ﺃﻓﺼﺢ ﻣﻨﻲ لِسَاناً” یعني هغه زمانه د ژبې په فصاحت اوخبروکې زیات ده، ﻭَﺃَﺧِﻲ ﻫَﺎﺭُﻭﻥُ ﻫُﻮَ ﺃَﻓْﺼَﺢُ ﻣِﻨِّﻲ ﻟِﺴَﺎﻧًﺎ ﻓَﺄَﺭْﺳِﻠْﻪُ ﻣَﻌِﻲَ ﺭِﺩْﺀًﺍ ﻳُﺼَﺪِّﻗُﻨِﻲ ۖ ﺇِﻧِّﻲﺃَﺧَﺎﻑُ ﺃَﻥْ ﻳُﻜَﺬِّﺑُﻮﻥِ ﺳﻮﺭﺓ ﺍﻟﻘﺼﺺ « ﺍﻵﻳﺔ 34.

او د دې پرخلاف دنورو له پوهې، کمال او وړتیاو انکار دکبرجن شيطان صفت ده، هغه ته چې الله امر وکړ ادم ته سجده وکړه ده انکاروکړ، دهغه په وړتیاو یې سترګې پټې کړې او سمدستي یې وویل:” ﻗﺎﻝ ﺃﻧﺎ ﺧﻴﺮ ﻣﻨﻪ ” زه له هغه ډیرښه یم. ﻗَﺎﻝَ ﻣَﺎ ﻣَﻨَﻌَﻚَ ﺃَﻻَّ ﺗَﺴْﺠُﺪَ ﺇِﺫْ ﺃَﻣَﺮْﺗُﻚَ ﻗَﺎﻝَ ﺃَﻧَﺎْ ﺧَﻴْﺮٌ ﻣِّﻨْﻪُ ﺧَﻠَﻘْﺘَﻨِﻲ ﻣِﻦ ﻧَّﺎﺭٍﻭَﺧَﻠَﻘْﺘَﻪُ ﻣِﻦ ﻃِﻴﻦٍ . (ﺍﻷﻋﺮﺍﻑ۱۲)

دنورو په وړتیاو اعتراف خورا سترانساني خوی ده. د سایکالوژي له نظره داستر انساني خوی خورا زیاتې ټولنیزې ګټې لري، که دکومي ټولنې په وګړو کې داصفت وي په هغوی کې به انساني وړتیاوې او صلاحیتونه وده کوي او نوې صلاحیتونه به راټوکیږي. له دې سره به خپل منځي احترام اودیوه بل منلو زغم رامنځته کیږې،اوپه دې صورت کې ټولنه په روحي اومعنوي توګه مخ پروړاندي ځي اوهیڅوک یې مخنیوی نشي کولی.

موږ باید متوجه شو چې دا نبوي خصلت (د نورو په وړتیاو اعتراف) موږ څومره خپل کړی دی او له هغه شیطانی صفت ( د نورو له وړتیاو انکار ) نه مو ځان ژغورلی ؟ … دلته موږ ساړه اسویلي او د (متاسفانه) سپيرې کلمې ته پناه وړو… مشهور مصری مفکر احمد زویل د مسلمانانو د وروسته والي او لویدیځوالو دپرمختګ په اړه له حکمته ډکه خبر کړې ده هغه وایې: داسمه خبره نده چې هغوی پوه دي اوموږ ناپوه یو اصلاً زموږ اوهغوی توپیر په دې کې ده چې هغوی خپل ناکام ته وږه ورکوي اومخته کوي یې اوموږدخپل بریالي انسان مخه ډب کوو اونه یې پریږدو مخته ولاړشي.

زیاته تشریح مهمه نده که ځیرشو دلته هم دلوړو نبوي اوشیطاني صفتونه خبره کارګره ده د یوچادصلاحیت او وړتیا انکاریعني د بریالي انسان مخنیوی ده او ديوچاپه صلاحیتونو اعتراف دناکام انسان مرسته او پورته کول دي.

حامد افغان 

نن ټکی آسیا

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د