کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / طالبان: د کندهار پېښه په مونږ پوري اړه نه لري، د «چارواکو» خپل منځي ستونزه ده

طالبان: د کندهار پېښه په مونږ پوري اړه نه لري، د «چارواکو» خپل منځي ستونزه ده

نن ټکی اسیا (چارشنبه، مرغومې ۲۲، ۱۳۹۵ل): د هغه چاودنې په ترڅ کې چې تېر ماښام د کندهار ولایت په مقام کې را منځته شوه، لږ تر لږه ۱۱ تنه مړه او په لسګونو نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي نن ټکي اسیا ته را لیږلي پېغام کې وویل، چې د «کندهار ولایت په مرکز» کې پېښه ددوی (چارواکو) خپل منځي ستونزه ده، چې په طالبانو پوري اړه نه لري. او زیاته کړې: «موږ په دې شپه کندهار کې عملیات نه درلودل.».

د یادوني وړ ده چې طالبانو تېره په هلمند کې د ملي امنیه د یوه قومندان په کور کې او بیا په کابل کې د دوه پرلپسې چاودنو مسؤولیت په غاړه اخیستی وو.

باید وویل شي چې نن سهار لا هم د کندهار د مرستیال والي عبدالعلي شمسي په اړه خبرونه مثبت او منفي راځي، د کندهار امنیه قومندان د نوموړي په اړه ویلي وه چې تر اوسه یې درک نسته ورته چې شمسي چیري دی، خو یوې بلي سرچینې نن سهار وختي خبر ورکړی چې هغه ټپي دی او د کندهار په هوايي ډګر کې د نورو چارواکو تر څنګ د امریکایانو په روغتون کې تر تداوي لاندي دی.

د نورو جګپوړو چارواکو تر څنګ د متحده عرب اماراتو سفیر جمعه الکعبي او د کندهار والي همایون عزیزي هم ټپيان شوي دي، د اماراتو د سفیر پنځه شخصي ساتونکي هم وژل شوي دي، خو د کندهار چارواکو رسنیو ته ویلي چې د متحده عرب اماراتو پنځه دیپلوماټان وژل شوي دي.

د کندهار امنیه قومندان عبدالرازق چې په غونډه کې موجود وو، تر چاودنې څو شېبې مخکې له خپلي کرسۍ ولاړ شوی وو.

ویل کیږي چې د نوموړي تر چوکۍ لاندي چاودېدونکي توکي چاودلي دي، خو دا لا جوته نه ده چې څرنګه یو څوک وتوانېد چې داسي حساس ځای ته چاودېدونکي توکي ورسوي په داسي حال کې چې غونډه د ولایت په مقام کې دننه وه او د کندهار امنیه قومندان چې د ځان کلکه ساتنه کوي په خپله هم په دغه غونډه کې حضور درلود.

د کندهار امنیه قومندان د پيښي وروسته رسنیو ته ویلي چې په پيښه کې ۱۱ تنه مړه او ۱۲ تنه نور ټپيان دي چې وضعیت یې ښه دی.

نوموړي وویل چې په ولایت کې دننه د والي په مېلمستون کې په چوکیو «فرنېچر» کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي وه.

د چاودني وروسته اکثریت مړي سوځېدلي دي چې د ځینو مړو پيژندل یې هم سخت کړي دي. تر اوسه د کندهار امنیه قومندان او یا نورو چارواکو د وژل شویو او ټپي شویو مسؤولینو او چارواکو دقیق هویت نه دی اعلان کړی.

باید وویل شي چې ددې تر مخه هم په کندهار ولایت کې په لوړه کچه چاودني او هدفي وژني شوي دي چې تر اوسه یې دقیق معلومات او د پلټنو پایلي نه دي څرګندي شوي.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ

یوه تبصره

  1. مونږ هم داسی ارزونه کوله ، جه طالبان عملیات په سرتیرو کوی ، دغسی یو خوندی ځای ته د بم تیرول او بیا د رازق هلکو د کرسۍ لاندی ځای په ځای کول باید داسی کس وی چه د لوړو او باوری چارواکو له ډلی څخه باید وی ، دا چه د رازق د چوکي لاندی کیښودل شوی ، کیدی شی د رازق کوم دشمن وی او لا رازق خپله وی د دی د پاره چه څوک دی په ګوته نه کړی د هماغه ځای لاندی چه دی ناست وو بم یی په جا ځای په ځای کړی او د انفلاق دمخه دومره لیری ساحی ته تللی چه بلکل خوندی پاتی شوی ، زه زیات فکر کوم چه دا کار رازق خپله کړی دا چه د چا سره یی تضاد او دشمنی لرله رازق هلکو دا کار کړی

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*