کور پاڼه / ټکنالوژي / دفلکي علومو لارښود (3) دفلکي علومو دثلاثي الأبعاد پيژندنه

دفلکي علومو لارښود (3) دفلکي علومو دثلاثي الأبعاد پيژندنه

مفتي احسان الله

دفلک دعلم په برخه کې، هغه نظریات چې زموږ له دین سره سمون نه لري، هغو ته باید په منطیقي، او دفلک پوه په ژبه جواب وویل شي، که غیر مسلم ته اطمئنان ور نه کړای شو، نو لږ تر لږه دومره خو به وکړای شو، چې هغه ساده لوحه مسلمان به دهغوی له شره وساتلی شو، دا هر څه هلته ممکن دي، چې موږ له علم فلک سره څه ناڅه ځان اشان کړو.

الله رب العزت، قدیم او حکیم ذات، انسان په خپل انساني عقل سره، دخپل خالق په سترو او لویو نشانیو کې، په بیا بیا غور او فکر کولو ته هڅه وي: ﴿إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلَافِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَالْفُلْكِ الَّتِي تَجْرِي فِي الْبَحْرِ بِمَا يَنْفَعُ النَّاسَ وَمَا أَنْزَلَ اللَّهُ مِنَ السَّمَاءِ مِنْ مَاءٍ فَأَحْيَا بِهِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَبَثَّ فِيهَا مِنْ كُلِّ دَابَّةٍ وَتَصْرِيفِ الرِّيَاحِ وَالسَّحَابِ الْمُسَخَّرِ بَيْنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَعْقِلُونَ﴾ [البقرة: 164]

ژباړه: یقینا چې داسمانو او زمکو په پیدا یښت کې، او دشپې او ورځې په اختلاف کې، او هغه کښتۍ چې په دریابونو کې دخلکو دفایدي لپاره ګرزې، او هغه اوبه چې الله له اسمان نه را نازیلي کړي دي، په هغه سره زمکه را ژوندۍ کړي، له هغه وروسته چې شاړې شوې وي، او په دې زمکه کې هر قسمه حيوانات خواره واره پرې اېښې دي، او دبادو په را الوتلو کې، او هغه وریځ چې داسمان او زمکې په منځ کې تابعداره ګرزي، دعقل دڅښتنانو لپاره ستري نښانې دي.

انسان باید دعقل په واسطه په خپل محیط کې غور او فکر وکړي، دالله رب العزت دا لويې نشانې چې په زمکه، اسمان، کون (عالم) او نفس کې دې، له عجایبو او پټو رازو نه يې پرده پورته کړي ﴿قُلِ انْظُرُوا مَاذَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ﴾ [يونس: 101].

ژباړه: ورته ووايه (دې مشریکینو ته) تاسو وګورئ چې (داللّه له نشانيو نه) څه دي په اسمانو او زمکه کې.

ددې آیت په تفسیر کې امام بغوي رحمه الله واي: هغه نشانې او دلایل، چې په اسمانو کې دي، لکه لمر، سپږمۍ، ستوري او داسي نور، او هغه چې په زمکه کې دي، لکه غرونه، سمندرونه، دریابونه، ونې او داسي نور.

یقینا که دیو فلک پوه په نظر داللّه رب العزت دقدرت په دغه سترو او لویو نشانیو کې، فکر او غور وشي، لازما به انسان داللّه جل جلاله پر قدرت او عظمت قایل شي.

په دې وروستۍ پېړۍ کې، چې دعلم فلک په برخه کې، څومره پرمختګ شوی، له دې نه وړاندي دانسان په فکر او خیال کې هم نه و راګرزیدلی، نوې څيړني، انکشافات او اختراعات وشول، مصنوعي سپږمکۍ اجاد شوي، چې ددې په واسطه انسان سپږموی ته وخوت، مریخ، مشتري او نور ستوري يې له نږدي مطالعه کړل، ورځ تر بلي نوې ستوري او کهکشانوه کشف کیږي، تر دې پوري چې فلک پوهان دیو بل داسي ستوري په اړه څیړني کوي، چې هلته دانسان هستوګنه ممکنه وي.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*