ټولنیزه برخه

د خلکو د څېرې او شخصیت ترمنځ اړیکه څه ده ؟

ژباړن : عطا محمد میاخېل

ښایي تاسو ته په زړه پورې وي، ترڅو د خپلو دوستانو د څېرې د ځانګړتیاوو له مخې د هغوی په شخصیت باندې پوه شئ . په لاندې لیکنه کې د خلکو له بېلابېلو څېرو سره د هغوی په شخصیت باندې هم پوهېږئ .

د هرکس د څېرې ځانګړتیاوې، یو له هغو مواردو څخه دی، چې د هغه د شخصیت په پېژندلو کې مرسته کوي .

پلن مخ :

هغه کسان چې پلن مخ لري او د مخ اجزاوې یې زیږې دي، معمولاً لټ کسان دي، چې کولای شي په ندرت سره د پېښو او مهمو چارو یادونه وکړي .

اوږد مخ :

د اوږد مخ لرونکي کسان، معمولاً ډېر زیات جوش و خروش لري او ټول کارونه په چټک ډول ترسره کوي، خو دنننۍ آرامتیا یې د ستاینې وړ ده . د دې ډول کسانو په اخلاقو کې ډېر ژر بدلون را منځته کېږي او که چېرې کوم څوک دوی ته د مزاحمت هوډ ولري، په یوه شېبه کې په غوسه ناک انسان بدلېږي .

غوښن مخ :

هغه کسان چې غوښن مخ لري او د مخ ټولې برخې یې بهر را وتلې دي، دوکه کوونکي انسانان دي او خپل ډېر وخت د نورو په وړاندې په توطیو جوړولو باندې مصرفوي .

کوچنی مخ :

د ځینو کسانو مخ د نورو په پرتله ډېر کوچنی تر سترګو کېږي . د دې کسانو ښې ځانګړتیاوي عبارت دي له : مهرباني، پاک زړي، چې کله وخت له وېرې، تسلیمېدلو او د کمزورتیا له احساس سره مل وي .

ګرد مخ :

د ګرد مخ لرونکي کسان له فوق العاده شخصیت څخه برخمن دي . هغوی ډېر ښه مثبت لید لري او هیله من دي او له کومو پېښو سره چې مخامخ کېږي، خپله هیله له لاسه نه ورکوي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الجاج استاذ بیانزی

میاخیل صاحب ، ستاسی لیکنی خو ډیری ښی وی ، داځل لږ تیروتلی او په کلیوالی کچه دی ارزونه کړی ، زه درسره توافق نه لرم ، زه نه وایم چه تاسی کومه ارزونه کړی سل په سلو کی ناسمه ده ځینی کسانو کی چه په دغه څیرو چه تاسی یاد کړی به ځینو ځایو کی لیدل شوی یعنی ډیر کم کسان به وی برخلاف په دغه څیرو ډیر ښه خلک دی یعنی دوه یا دری کسان د سلو نورو نماینده ګی نه شی کولای تاسی ته پټه ده ، چه د ښو اخلاقو ، چالاکی هوښیاری او نورو ښو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x