fbpx

احیاء اسلام او په خپلو تګلارو نظر ثاني (دوهمه برخه)

عبدالله مسافر

په دې وروستیو کې داسې معلومیږي چې د نړۍ دوه نور ستر قدرتونه لکه روس او چین داسې یوې توافقنامې ته رسېدلي چې غواړي په نړۍ باندې د امریکا انحصار مات کړي، ولې که داسې ونه کړي نو دا دواړه قدرتونه به هم د نورو په څیر ډیر ژر منحل شي او خپل حریت به یې له منځه  لاړ شي.

کریملین خصوصا په دې پوه شوی او دا یې په خپلو ویناوو او خپل عمل کې ښکاره کړې چې د منزل په مخکې یې تر ټولو ستر خنډ ډیموکراتیک بنسټونه دي او عزم یې کړی چې دا ټول بنسټونه به په هر قیمت او طریقه له بېخه وباسي. داسې معلومیږي چې في الحال روس د خپل کمزوري اقتصاد له امله په دې لټه کې نه دی چې بيرته شوروي اتحاد راژوندی کړي او یا امریکا سره د نړۍ په سطحه مقابله وکړي، بلکی یوازې دا غواړي چې اوسنی نړیوال نظام ګډوډ کړي او پر ځای یې څو قطبي نړیوال نظام رامنځ ته کړي، چې هر قدرت وکړای شي د خپلو کټو لپاره د خپل نفوذ په ساحه کې کار وکړي.

چین هم کوښښ روان کړی چې په دې پروژه کې د روس همکاري وکړي، ولې چې دی په آسیا او پاسیفک کې د امریکا نظامي تحرکاتو ډیر اندیښمن کړی او دا هم غواړي چې د دې فرصت نه په استفاده منځنۍ- غربي آسیا او اوروپا ته ستراتیجتک ځمکني او بحري لاره ومومي.

که څه هم د روس او چین په منځ کې تاریخي شخړې لا هم ژوندۍ دي، چې په دې لړ کې د شوروي اتحاد پر ضد د بیجنګ او واشنګټن په ډیرو وختونو کې همکارۍ، چې پکې د افغانستان د اشغال دور هم شامل دی او په  ۱۸۰۰م  کالونو کې تزاري روسیې د ختیځ سابیریا لوی ډاګونه لاندي کول، خو د داسې مشکلاتو باوجود دواړه قدرتونه نن د امریکا له خوا په عملي ډول تر محاصرې لاندې راغلي. امریکا او ناټو اتحادیان یې د دوی پر ضد نوي ائتلافونه رامځته کوي، لکه له هندوستان او اوکراین سره او ورځ تر بلې په زرهاوو نړیوال نظامي مرکزونو او د توغندیو دفاعي سپرونو (Missile Defense Shields) کې اضافه او پراخوالی راولي.

نو چې اوس مو خپل دښمن ښه  سم وپیژندلو، په دوهم قدم کې باید موږ خپله راتلونکې تګلاره داسې سمه کړو چې د نبي کریم صلی الله عليه وسلم له سیرت، د خپلو اسلافو تجروبو او د معاصر سیاسي او وسلوالو خوځښتون له اشتباهاتو سبق زده کړو.

د ګډ دښمن پر ضد له دغو مخرب ځواکونو سره د اسلامي خوځښتونو د مصالحو التقاء  ته باید له هرڅه مخکي لومړیتوب ورکړل شي، تر څو مسلمانان د راروان توفان ښکار او یا هم پکې هک حیران محاصره پاتې نشي.

معاصر خوځښتونه چې د احیاء اسلام په لار کې کوښښونه کوي، یا خو په دې ناکام شوي چې وسله یا توپک یې یو مخ ترک کړی او يوازې د خپلو اړوندو هيوادونو په سیاسي چوکاټ کې کار کوي او یا هم دوی صرف په ټوپک باندې تکیه کړې چې له نړیوالې ټولنې نه د ګوښه کیدو په وجه یې د دوستانو یا اتحادیانو پر ځای د خپل ځان دښمنان زیات کړي دي.

صرف په ځان تکیه کول او مخامخ د امریکا مقابلې ته دانګل لکه څنګه چې یې القاعده تنظیم دعوت او ترفیع کوي، او یا هم د غربي نړۍ له خوا هغه فلسفه، چې ګواکې د شیعه او سنی نړیوال جنګ روان دی، تقویه کول، چې داعش او د هغې مخکيني شکلونه یې مجسم کوي، دا ټول به موږ یوازې او یوازې زیانمن او مورال ځپلي وګرځوي. او هم به سلمیي غورځنګونه (Pacifist Movements) لکه اخوان المسلمین او داسې نور زموږ  انرژیانې او هغه لږ  څه راپاتې منابع  هم په بې ګټې سیاسي تحرکاتو راختمې کړي.

دا دواړه کړنلارې له بده مرغه غلطې دي، یوازې داسې یوه لاره چې له زور او جامع سیاست نه په مهارت سره په ګډه ترې استفاده وشي، کولای شي چې موږ د ننني مرګ او تباهۍ له تکراري دوران څخه وژغوري.

د سطرنج په روانو لویو لوبو کې موږ باید د پردیو په لاس کې د حجر (په سطرنج کې هغه پرزه کوم چې د لوړو مقاصدو لپاره قربان کیږي) په څیر استعمال نه شو او له هغه څاه نه خپل سرونه راپورته کړو د کوم له وجې چې موږ تر اوسه پورې نه خپل لوړ مقاصد پیژندلای شو او نه هم کوچني جیوپولیټکل (geopolitical) بدلونونه تحلیل کولای شو.

نور بيا………..

لومړۍ برخه دلته کتلی شئ

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
خوشال
میلمه
خوشال

مسافر صاحب، ستاسی د لیکنی په اوله برخه کی هم د اسلامی څیړونو له مخی ستونزی وی ځینو ورباندی تبصری لیکلی وی، مګر په دوهمه برخه کی د هغو ستونزو له مخ مو نقاب لیری کړی. تاسی لیکلی چه:معاصر خوځښتونه چې د احیاء اسلام په لار کې کوښښونه کوي، یا خو په دې ناکام شوي چې وسله یا توپک یې یو مخ ترک کړی او يوازې د خپلو اړوندو هيوادونو په سیاسي چوکاټ کې کار کوي او یا هم دوی صرف په ټوپک باندې تکیه کړې چې له نړیوالې ټولنې نه د ګوښه کیدو په وجه یې د دوستانو یا… نور لوستل »

Jawed Khan
میلمه
Jawed Khan

خوشهاله وروره السلام علیکم له هر څه مخکي باید واضح کړم چې ځه یو طالب العلم یم، نه دا لکوال پیژنم او نه یی هم دفاع کوم خو ستاسو کامنټ ځما په زهن کې یو څو پښتنی را وپارولي اول دا چې هغه اوله لیکنه خو ما هم ولوستله خو د لکوال اسلامی څیړنو کې مې داسی شي ونه لیدل چې د اسلام له نګاه پکی کومه ستونځه وی خو تاسی اشاره کړی چې هغه لیکنه کې نمګړتیاوی شته. نو که تکلیف نه وی هغه راپه ګوته کړي د اخوانیانو د سیایسی هلوځلو نسبی تاید څه معنی؟ په مصر کې… نور لوستل »