د کندهار بريد چا وکړ؟

حفیظ الله حکمت

نن ماښام شاوخوا اووه بجې د کندهار د والي په د فتر کي هغه مهال چاودنه را منځ ته سوه، چي کله د اماراتو سفير او يو شمېر نور د سفارت کار کوونکي چي نن کندهار ته د يو دارالايتام د د سنګ بنياد ايښودلو لپاره راغلي وو، هم په دفتر کي د والي ميلمانه وو او جنرال رازق چي د کندهار قمندان امنيه دی، د پېښي سه څو دقيقې مخکي له نوموړي د فتره تللی وو، د پېښي پړه تر او سه چا پر غاړه نده اخيستې او نه هم فکر کوم چي کومه وسلواله ډله به يې پړه ومني، ځکه دا کار د رازق سه بغير هيڅ څوک نه کولاي سي، او نه د چا د وس کار دی، په دې کي هيڅ شک نسته، چي د کندهار د والي په دفتر کي چاوديدونکي مواد به د رازق نفرو ځاي پر ځاي کړي وي، ځکه په دا نژدې تېرو ورځو کي د کندهار په ښار کي هغه پنځه ښځينه پوليسي چي د کندهار په هوايي ډګر کي يې کار کاوه، د نا معلومو کسانو له خوا ووژل سوې، په هغه ورځ رازق وويل چي دا کار دطالبانو او يا بلي وسلوالي ډلي ندی، د ده د خبرو څخه دا معلومېدل چي دۍ خپل دښمن پېژني، بل داچي والي په دې وروستيو کي د رازق په کارو کي لاس وهنه کول، او غوښتل يې چي د بولدک دکمرک د محصولاتو پيسې چي 90% يې اوس د رازق شخصي جيب ته ځي، د دولت بوديجې ته ولاړي سي، او يا هم ده ته حصه پکي ورکړل سي.

ستاسو به په ياد وي چي څو مياشتي مخکي والي يو پلاوی د بولدک ولسوالي ته استولی وو، تر څو د بولدک د ګمرک په اړه ورته معلومات ور کړي، چي پيسې يې څنګه او پر کومه لار شخصي جيبو ته ځي، او څنګه دۍ کولاي سي چي مخه يې ونيسي، خو کله چي پلاوی بولدک ته ورسېدی، هلته د رازق ورور ټول ونيول او جوړ يې ووهل او وټکول، چي دې کار د رازق او والي تر مابين اختلافات نور هم ژور کړل، او يو بل ته په سنګرونو کي سول.

يادونه:د بولدک د ګمرک محصولات د ورځي ميليونونه ډالرو ته رسېږي، چي ډېره کمه فيصدي يې د حکومت بوديجې ته ځي، نور ټول د رازق شخصي جيب ته ځي. بله خبره دا چي رازق د اماراتو ديپلوماتان هم ونه بخښل او په نښه يې کړل، نو په دې کي هيڅ شک نسته چي دۍ غواړي چي په يوه غشي دوه ښکاره وکړي، يو خو به په اصطلاح خپل دښمن له منځه يوسي.

دوهم داچي په عين حال کي به يې پړه پر طالبانو ور واړوي، او په دې سره دۍ غواړي چي د طالبانو اړيکي د نورو هيوادونو خصوصا مسلمان هيوادنو سره خرابي کړي، چي هيڅ کله داکار شونی ندی.

د تعجب خبره داده، چي چاوديدونکي مواد په کوچونو (صوفه) کي ځاي پر ځاي سوي وو.

دا کار نه هر څوک کولاي سي، او نه هم په لږ وخت کي امکان لري چي ځاي پر ځاي دي سي، حتما به يې ده همدې ځاي کارکوونکي او داسي خلګ ځاي پرځاي کوي، چي هيڅ څوک هم پوښتنه نسي ورسه کولاي چي ته دلته څه کوې، نور نو هرڅوک پوهېږي چي غوا توره شيدې يې سپيني دي.

2 تبصرې

  1. زه هم ستاسی خبره تاییدوم ، رازق د بنسټ کیښودلو وخت کی چه سپینی جامی په غاړه او د ښځو یا ډمو به شان زړوکی یی په غاړه اچولی حیران او ویروونکی معلومیږی فکر کوی چه په دی پیښه کی دی رسوا نه شی یا چا لیدلی نه وی او یا وروسته د ناتو او امریکا د عصری پلټنو په واسطه د دی انفلاق عامل د کوم څه په واسطه په ډاګه او به ګوته نه کړی .
    بله دا چه دا بم د ده په کوچ کی کیښودل شوی او دی د چاودنی دمخه له ځایه پاڅیږی او دومره لیری ځی چه زخمی هم نه دی ، طالبانو که دا کار کولی له بهره به ییی په سرتیرو کولو هلته د هغو او یا د پل هر هغه کس د پاره چه ډیر باوری نه وی دا کار ممکن نه دی ، دا چه تاسی لیکلی چه په ګمرکی ناولتیاوو یی د والی سره دشمنی رامنځته شوی وه نو دا کار ځامخا عبدالرازق تر سره کړی

  2. لکه تاسی چې وویل همداسی ډیر کارونه دی او دده ملګري لکه شاولی کرزی سرته رسوی دحشمت کرزی او پتیال د وژلو اسباب هم دوی برابر کړی وه او نوری داسی ډیری کړنی کېږی چې دوی یی یو د بل په مشوره او کومک سرته رسوی

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.