کور پاڼه / دیني، سیرت او تاریخ / د عصر د ناخوالو لپاره له نبوي سیرت څخه رهنمایي

د عصر د ناخوالو لپاره له نبوي سیرت څخه رهنمایي

لیکوال: طالب العلم عبدالصمد «شاکر»

الحمد لله والصلوة علی رسول الله امابعد.

نني دور ته د پرمختګ او ترقی دور وایي، د ژوند په هره برخه کې هره ورځ نوي نوي اختراعات کیږي، د نویو نویو څېزونو دکشف کېدلو په وړاندې عقل او فکر یواځي د حیرانتیا لوری نیولی دی، نن ورځ د دنیا لري والی له منځه تللی دی، د ابلاغ ذرایع، دنقل اوحمل وسائل په پوره توګه پرمخ تللي دي دکالونو اومیاشتو کار په ورځ، ساعت او دقیقه کې ترسره کیدلی شي، د پخوا پر خلاف اوس دمال او دولت هم کمی نشته، په حقیقت کې دځمکې مخ ټول سره زرګرځیدلی، سمندرونو خپلو ساحلونو ته ملغلرې، لال او جوهر شېندلي خو! په انساني ساحلونو باندې بې له غمه بل څه نه ښکاري.

د دې ټولو وسایلو او اسبابو سره سره نن ورځ خلکو ته سکون، ارام او اطمینان نه دی حاصل، یوه داسې دائمي بې اطمیناني را منځته شوي ده، چې په پر ټولو باندې مسلطه ده، په هر لوري دظلم او ستم بازارګرم دی، چئ هره راتلونکي ورځ فسادونه، وژنې او بربادې لا نورې پسې زیاتېږي، هره ورځ نوې نوې فتنې را وریږي، دفتنو داسې سیلابونه را روان دي چې مخنېوی یې نه کېږي. هر لورې ته چې ګورې اختلاف دی، نړیوال اختلافونه، قومي اختلاف،ګوندي اختلاف،کورنی اختلاف، دکورنۍ او افرادو ترمنځ اختلاف، نه پوهېږو چې کوم کوم اختلافونه موږ ولیکو، هر سړی دبل څخه مخالف او مخ اړونکی دی.

ځان مني عامه شوي ده، اخلاق او سپېڅلتیا نشته، عزت او ريښتون والي نه پیدا کېږي، امن او ارام، سکون او عافیت له منځه تللي دي، کومه یوه داسې بده کړنه نشته چې دهغې تصور کېدای شي او په ټولنه کې موجوده نه وي. زنا او شراب خوري عام شوي دي، سود او د سودکاروبار په هرکور کې شروع دی، قیماربازی نوي نوي شکلونه اختیار کړي دي او روان دی، دختر کشي بلکې نسل کشي یو رواج جوړ شوي دی.

نو دغه دورته کوم دور وایل کیږي؟ دفتنو دور! دګناهونو دور! د بې حیایۍ او بې شرمۍ دور! دځان منۍ اوخپل سرۍ دور! شیطاني دور! یاجوجي یا ماجوجي دور! نه پوهېږم چې دغه دور ته کوم نوم ورکړم؟

ننی دور دجاهلیت دورطرفته په ډیر تیزی سره روان دی، بلکې په ځېنو وجهو سره له هغه څخه هم مخکې تللی دی. د دې ناخوالو دمخنیوي لپاره او په هغوی باندې د برلاسی لپاره په ټوله نړۍ کې کوښښونه روان دي، ولې کوم یوکوښښ هم دبشپړې کمیابۍ لپاره په نظر نه راځي. خلک دستونزو دحل لپاره نوي نوي پروګرامونه وړاندې کړي او ناکام شي، دجوړونې پرځای د ړنګونې باعث شي، دغه کومه دتعجب خبره نده، بلکې همداسې باید وشي، ځکه چې دغه ټول خرافات، بې اطمیناني او خپګان باندې دبرلاسی لپاره موږ یواځي انساني تدبیرونه په کار اچولي خو! ایا انساني تدبیرونه او هڅي هم کله په پوره توګه بریالی کېدای شي؟

نن ورځ هغه تدبېرونه او کمیاوي نسخې ضروري دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د ټول بشریت د ساتنې اوبریا لپاره ښودلي دي. دغه نسخې دکایناتو دخالق لخوا نه هغې چاته ورکړی شوي دي، چاچې په تکو تورو تیارو کې لار ورکي انسان ته پراخه لمرڅرکه لار ور وشودله او له تاریکیو دجهالت څخه یې روڼا دهدایت ته را وویست.

چاچې بد ترین مخلوقات بهترین مخلوقات وګرځول.

نن ورځ په دې روانو مذهبي اختلافاتو کې یو اځې او یواځي نړیواله رهنما (نبوي سیرت) باندې د راټولیدنې او په هغې باندې د را یوځای کېدو تر ټولو ډېر زیات ضرورت محسو سیږي. نن ورځ داسې اقدار نشته چې په هغې باندې د ټول خلک راټول شي، ټول خلک د ده اطاعت وکړي، دکوم متفق مشر نه شتون دنن تر ټولو ستر کمبود دی، یو قوم دبل قوم لیدل نه غواړي، رنګه رنګ تړونونه دیو اوبل ترمنځ وي خو مات شي، که چېرې په دي خبره باندي غور او فکر وشي چې د روانو ستونزو دحل لپاره دې په یوه مشر باندې سره راټول شو،هر څوک به دهغه اتباع کاوو نو دا خبره په فطري توګه نا ممکنه ده، ځکه چې نن ورځ هر قوم دبل قوم مخالف دی، نو کوم یو چې هم وټاکل شي خامخا به په یو قوم پوري تړلی وي، دغه یوه باندې که په اتفاق سره دخپل قوم خلک راټول شي نو دنورو قومونو خلک ورباندې راټولول اسانه ندي، بیا دغه انسان د نفساني اعراضو او ذاتي خواهشاتو څخه پاک کېدلی نشي، که چېرې دیو کس په ټاکلو باندي او په هغه باندې دراټوليدلو ټوله نړۍ هم کوښښ وکړي نو دا ممکنه نده که بیا هم وشي نو دا به دماضي (فرعون) او دنن عصر (بش،ابامااو ټرمپ) ثابت شي، هغه به ټولې ګټې دخپل ځان،کورنۍ، ډلې او قوم لپاره وګرځوي او نور خلک به له هغوی څخه محروم او نا امیده وي. دارنګه حکومت به د انصاف پرځای دظلم او دمساوات پرځای دبې عدالتی حکومت شي. دا ډول دهېڅ انسان علم دومره پراخه کېدای نشي چې دهر انسان ضروریات معلوم کړي او دهغه د اصلاح او فلاح لارې ور وښایې، هرڅوک په فطري توګه پېژندګلوي کوي، له دې امله چې د ده پراخ علم نشته نو ځای ځای به خلک وژني او دا به دټول انسانیت دابادی دبهبود لامل شي، له دې امله په یو انسان باندې دټول انسانیت راټولېدنه نا ممکنه او محاله ده.

د دغه اختلاف دختمیدا لپاره بله داسې طریقه هم نشته چې ټول انسانیت را ټول کړي او دیوې ادارې تر چتر لاندې ژوند وکړي اودوی ته غاړه کېږدي او دهغې هرحکم من او عن اومني، کومه اداره به ټول بشریت پردې باندې مجبورکړي چې ځما اطاعت د وکړي، او نه داسې یو قانون جوړه ولی شي چې دهر چا دفطري ضروریاتو د پکې پوره ساتنه شوي وي، او داقانون د دومره بشپړ قانون وي چې هر څوک دیې دزړه له کومې ومني. پایله دا چې دا اختلاف ختم نشو بلکې لازمي ده چې دا اختلاف به وي بلکې لا نور به هم پسي زیات شي، ځکه چې په دې اداره کې چې دکوم قوم خلک زیات وي دهغو نورو لپاره به دا اداره دماشومانو لوبه ښکاري اود هغوی امر به ورته بیهوده خبرې څرګندېږي، ځکه چې هغوی به هرڅه دخپلو ناپوهانو په پوهولو باندې مصرف کوي. نړۍ کې چې څومره نړیوالې ټولنې پر نړیوالو قوانینو او تړونونو باندې جوړې شوي دي دهغوی ټولو دا حالت دی، دنن واضح او تر ټولو څزګند مثال یې نړیواله ټولنه (ملل متحد) دی.

نو! دنني عصر داختلاف دختمولو لپاره هغه څه کول پکاردي چې دالله تعالی نبي محمد صلی الله علیه وسلم کړي دي، دخپل منځي اختلاف له لاسه تیت اوپرکه نړۍ یې را ټوله اوداسې یې سره یوځای کړه چې یونړیوال مثال یې وړاندې کړ، هغه صلی الله علیه وسلم ټولې نړۍ ته داسې وویل:

اې انسانانو! دکوم بشر یا کومې تولنې دمنلو پرځای دهغه ذات حاکمیت ومنئ چاچې ټول بشریت او ټولې ادارې پیدا کړي، څوک چې دزمکې او اسمان پیداکونکی دی او څوک چې (خالق الحب والنوی) ذات دی.هغه ټول انسانان پیداکړي، دهغوی پالنه کوي، هغه د دوی دټولو دژوند او مرګ څښتن دی. هغه دهریو دفطري ضروریاتونه خبردی، هغه هر یو ته روزي ورکوي، هغه لره دنیاده اوهغه لره عقبی ده، او یواځي هغه د نړیوال نظام چلونکی، ساتونکی، منتظم او مدبردی (الاعراف) هغه په حقیقت کې د نړۍ حاکم دی، دهغه دپاچاهي په منلو اودهغه امر ته په غاړه کېښودلو کې بریا اوکامیابي ده.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم ( دتوحید بلنه) په ډلو ډلو خلکو ومنله او هغه ته یې غاړه کېښوده، دغه بلنه دمذهبي اختلافونو دختم کولو لپاره تر ټولو ستره نسخه ده. رسول الله صلی الله علیه وسلم دهغه وخت موجود یهودیان او نصاری پر توحید باندې د رایوځای کېدو لپاره را وبلل او دلوی څښتن تعالی په امر یې دوی ته داسې وویل :

اي اهل کتابو! دداسې یوې خبرې په لور راشئ چې زموږ اوستاسې ترمنځ (منل شوي) او یوشان ده، چې الله تعالی څخه پرته بل چاته عبادت مکوئ او الله تعالی سره بل څوک شریک مه جوړوی او زموږ څخه د څوک الله تعالی څخه سوا بل څوک په رب نه مني (ال عمران۶۴) په دې توګه رسول الله صلی الله علیه وسلم دبشریت ترمنځ مذهبي اختلافونو دختمولو کوښښ وکړ، نن ورځ دده صلی الله علیه وسلم دسیرت څخه بشریت ته دا لارښوونه په لاس ورځي چې اې د ادم ځامنو! دهریت او له خدای جل جلاله څخه انکار کول پرېږدی او په وحده لاشریک له باندې ایمان راوړئ، ټول بشریت سره یوځای شئ او دهغه په رسۍ باندې ټېنک سره وتړئ، په دېکې امن،سکون او د زړونو اطمینان دی، له دې نه سوا بل چاته غاړه کېښولو کې زړونوته اطمینان نشي حاصل کېدلی.

په الهي زنځیر له یو او بل سره یوځای شئ او په خپلو منځو کې اختلاف مه کوئ،،.(ال عمران ۱۰۳) دتوحید رسۍ یوه داسې رسۍ ده چې د عربو خپل منځي دوښمنی او وژني یې ختمې کړي ټول یې له یو اوبل سره وروڼه وروڼه کړل او ټولو زړونو ته یې خوښي ور وباښله، کنه نو ټول په ټوله جهنم ته تلونکې ول،الله تعالی فرمایي:

ټول یو ځای شئ دالله تعالی رسۍ کلکه ونیسئ او تیت وپرک کیږی مه، دالله تعالی هغه پیرزوینه دریاده کړئ چې پر تاسو یې کړي ده تاسي یو دبل دښمنان وی هغه ستاسو په زړونو کې مېنه واچوله او دهغه په مهربانی او لورینه تاسې سره وروڼه وروڼه شواست، تاسې دیوې له اوره ډکې کندې پر غاړه ولاړ وی الله ځيني وژغورلی په دغه شان الله تعالی خپلې نښاني تاسي ته څرګنده وي پکار ده چې په دغو نښانو سره تاسي ته دخپلې ژغورنې سمه لاره په نظر در شي (ال عمران ۱۰۳).

رحمة للعالمین فرمایې چې الله تعالی یو قانوني کتاب را لیږلی دی، په هغه کې دهر چا د صلاحیت برابر رعایت شوی دی، په دې قانون باندې عمل کول له مرګ څخه وړاندې او وروسته د دواړو زندګیو دسکون او اطمینان ذریعه ده،، کله چې دنړۍ په هر ګوټ کې په ډلو ډلو انسانانو دغه قانون ته په بیړه غاړه کېښوده، لایحه عمل یې وګرځاوه نو نړۍ د اظطراب څخه د راحت پر لور دبریا قدم وواهه او دسکون ارمان یې پوره شو، دټول عمرپه رنځ اخته ناروغانو ته هغه نسخه په لاس ورغله چې سل په سلوکې ورته پوره ګټمنه او درنځ وروستۍ درملنه شوه، څرنګه چې ډاکټر د دوهمې نسخې په جوړلوکې داولو نسخو د درملو رعایت کوي همدا شان په دې قانون کې هم دپخوانیو هغه قوانینورعایت کړي شوی دی چې له دې قانون څخه وړاندې یې نازل کړي ول، څنګه چې د وروستیو نسخو دجوړښت نه پخوانی نسخې منسوخ کېږي، دا ډول دا قانون وروستۍ نسخه ده او پخوانی نسخې یې منسوخې کړي، او څنګه چې یې له ما څخه وړاندي دهر کتاب سره یو تن د پوهولو لپاره استولي وه دا شان زه هم د دې اخري کتاب سره یې د پوهولو لپاره را لیږلی یم. په دې کتاب اوځما په تفسیر کې دنړۍ لپاره سکون دی، د دي په ذریعه په نړۍ کې امن او امان راځي، کله چې خلکو د رسول الله صلی الله علیه وسلم بلنه ومنله نو نړۍ د سکون ساه واخېسته، مذهبي اختلافات تر ډېره پورې ختم شول، نړیوالو د دغه قانون منل و ازمایل او دا یې دبشریت داطمینان لپاره وروستي نسخه وبلله.

نن ورځ هم درسول الله صلی الله علیه وسلم د بلنې نړیوالتوب ته ضرورت دی، نړۍ دتوحیددبلنې، درسالت او ایمان دبلنې تږی ده! ایا درسول الله صلی الله علیه وسلم دسیرت او بلنې داسې خپلوان څوک شته؟ چې لار ورکي انسانیت په سیده لار روان کړي او په تیت وپرک انسانانو کې دیو خدای دمنلو او دیو پلار د زامنو مفکوره را ژوندی کړي؟.

په قومي او مذهبي اختلافاتو کې نبوي سیرت یو مهم لارښود.

د پخو اپه شان نن ورځ هم خلک په ملکي، قومي، ژبني او مذهبي اختلافاتو کې پرېوتي دي، له دې ټولو اختلافاتو څخه چې مخکې کومې ناخوالې را منځ ته شوي وي، نن له هغې څخه زیاتې مخ ته راغلي دي، مخکې د دنیا قومونه سره لرې لرې ول، لیکن نن ورځ ژوند بدلون موندلی دی، ټوله نړۍ د یو کلي او یو کور په څېر ګر ځیدلي ده، اوس هم که دغه اختلافات له منځه یوړل شي نو نړۍ د سکون ساه اخیستلی شي. دخدای رسول له دې ډول اختلافاتوڅخه په راپیښودونکیو تاوانونو او زیانونو باندې ښه خبر او ترې پوره واقف وه، هغه صلی الله علیه وسلم د دې اختلافاتو دبیخه څخه د له منځه وړلو اعلان وکړ او بشریت ته یې دا سبق ورکړ چې ګورئ! تاسې ټول دیوه خالق مخلوق یی، د یوه الله بندګان یی، له دې امله تاسې خپل منځي اختلافات او امتیازات له منځه یوسئ او دا په یاد ولرئ چې تاسو ټول دیوه پلار( ادم) بچیان یی او ستاسو پلار له خاورې څخه پیدا شوی دی، په خاوره کې تواضع، انکساري او عاجزي ده، تاسې ټول په خپل منځ کې سره وروڼه وروڼه شئ، سپین ته په تور او تور ته په سپین کومه بهتري نشته، عربي ته په عجمي او عجمي ته په عربي کوم فوقیت او لوړ والی نشته هو! بهتري او لوړوالی په تقوا باندې دی. (دحجة الوداع خطبه) په تاسې کې تر ټولو خدای ته ګران هغه څوک دی چې تر ټولو ډېر پرهیزګار، متقي او محتاط وی (سورة حجرات: ۱۳).

فکر وکړئ په کوم ماحول کې چې دخدای جل جلاله رسول صلی الله علیه وسلم دغه تربیت ورکاوه هغه دکم شمیر ټولي سره سره په درجنو درجنو قبیلو کې خواره وو، بیا دهرې قبیلې مختلفې برخې وي او هره یوه یې په مختلفو پلارینو باندي ویشل شوي وه، هرې یوې یې ډول ډول امتیازات لرل، ټول په خپل منځ کې لاس او ګرېوان وې، د دوی له منځ نه یې د امتیازاتو او غوروالي ټول جرمونه لرې کړل، هغوی ټول په خپلوکې سره وروڼه وروڼه شول، چرته به چې تلل هلته به یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه تربیت نورو ته ښوده او دغه تربیت یې نړیوال کړ، تردې چې یو نړیوال اخوت اونړیواله ورور ولي په وجودکې راغله، هر یو یې له بل سره داسې تړون محسوس کړ لکه څنکه چې دیو وجود اعضا په خپل منځ کې یو له بل سره لري، نن ورځ هم د داسې تربیې په نړیوالتوب سره هم هغه ډول پایلې په لاس راتلی شي، او دبشریت تر منځ روان اختلافونه او کشمکش په پوره ډول سره له منځه تللی شي.

دنن لپاره دهغه صلی الله علیه وسلم د مکي او مدني ژوند څخه لارښونې.

دعالمینو درحمت رسالت نړیوال دی، هغه صلی الله علیه وسلم د ټولې نړۍ لپاره دلاري مشال را لیږل شوی دی، دهغه پر سیرت باندي په پله کیښولو سره نړۍ لار موندونکي کیدای شي، دهر ډول مشکلاتو دحل راز دهغه په تابعداری کې نغښتی دی، د ټولو ناخوالو او تکلیفونو څخه دنجات او خلاصون یواځنی لار دهغه د زندګۍ په مطالعه کولو کې میندلای شو، که چېرې کوم څوک په داسې هیواد کې او سیږي چې هلته اکثریت خلق نامسلمان وي نو د هغه لپاره د بلنې کومه لار غوره ده چې دی پرې نامسلمانو ته د توحید بلنه ورکړي؟

هغه په کورني او شخصي قوانینو څنګه عمل وکړي؟

خپلې شخصي شخړي څنګه حل کړي؟

له نا مسلمانو خلکوسره څنګه سلوک وکړي؟ او داسې نور…

د دې ټولو پوښتنو ځواب د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مکي ژوند کې پیدا کیږي، په دې کې دا درس هم موجود دی چې که کوم څوک په داسې ځای کې ژوند کوي چې له ټولو هڅو سره سره بیا هم پر اسلامي احکامو باندي عمل کول ورته سخت وي اوڅوک پرې عمل نه کوي نو د وطن په مقابل کې به دین ته غوره والی ورکول کیږي او خپل کور، کلی او وطن به ټول پریږدي، د خپل وس اوتوان مطابق به د دنیا په بل کوم داسې ځای کې ځان ته وطن جوړه وي چې هلته په اسلام باندې عمل کول ورته په پوره ډول سره اسان وي او دهغې نه ورته څه منعه نه وي، داسلامې احکامو په نفاذ باندې ورته کوم خنډ نه وي، نن پر هجرت کولو باندې عمل کول د وخت تر ټولو سخت ضرورت دی، خو ولې ممکن نه دی.

د خدای جل جلاله پیغمبر او دهغه صلی الله علیه وسلم ملګري(صحابه کرام رضوان الله تعالی علیهم اجمعین) چې کله کفارو یواځي د ایمان بالله او ایمان بالرسول په وجه په خپل ګران وطن مکه مکرمه کې تنګ کړل او داسې تکلیفونه یې ورته ورسول چې د برداشت نه وه نو رسول الله صلی الله علیه وسلم لومړی دحبشې پر لور دهجرت کولو اجازه ورکړه، له هغې وروسته یې دمدینې پر لور اجازه ورکړه، په اخیر کې دخپل ګران ملګري چې دده د غارحرا ملګري وه دده سره په هر درد کې شریک ملګری وه (حضرت ابو بکرصدیق) سره یې یواځي دمدینې پرلور هجرت وکړ، ددین او ایمان دحفاظت لپاره یې مال، جایداد، خپلوان، دوستان، کلی او قوم ټول پریښودل او دایې په پوره تو ګه ترې قربان کړل، نن ورځ هم چې دنړی په کوم کونج کې په مسلمان باندې داسې حالت راشي نو دده لپاره درسول الله صلی الله علیه وسلم سیرت او دهغه صلی الله علیه وسلم دعمل نمونه مخکې پرته ده.

رسول الله صلی الله علیه وسلم مدینې منورې ته له تللو څخه وروسته هلته او سیدونکي قبائلو اوس اوخزرج، یهود او نصاری سره تړونونه وکړل، په خپل منځ کې یو له بل سره دکومک او امداد او دراشه درشه دستاویزونه جوړ کړل، له هغې وروسته یې خپل تحریک (توحید ته بلنه) تیز کړ، ورو په ورو خلک په اسلام کې داخلیدل پیل کړل، هغه وه چې بیا په ډیرو کموکالونو کې ټوله عربي نړۍ د دې کلمې (لا اله الا الله محمد رسول الله) ویونکې شوه.

په هر لوري امن او امان خپلې وزرې وغوړولې، هغه قومونه چې بې له جنګونو، چور او چپاول څخه یې بل څه نه کول، هیڅ وخت له جنګ څخه نه ستړي کېدل، د خپل منځي شخړو یوه نه ختمیدونکي لړۍ یې تر منځ روانه وه، ټول له یو بل سره د شېر وشکر په شان یوځای شول، ټول دیو او بل دوستان شول، څوک چې نه کیدل هغه به دخپګان د لاري اصلي لارویان شول.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مدني ژوند څخه نن ورځ دا درس موږته په لاس راځي چې د نامسلمانو سره تړونونه کول روا دي، د توحید دبلنې لپاره تر ټولو وړاندې زمینه سازي پکارده. له هغې سره سره د الهي احکامونافذکول درسول الله صلی الله علیه وسلم سنت دي، په دې توګه مخالف ماحول پخپله موافق کیږي، دنن دور داسلام دخپراوي لپاره ډېر موزون دور دی، په عامو خلکوکې معقولیت تر پخوا ډېر دی، که چېرې نن ورځ داسلام سم تعریف وشي، دهغه لپاره ټول جائز وسائل پکار واچول شي اوتوحید ته دبلنې نغمه یو ځل بیا وغږول شي نو لرې نده چې یوځل بیا به دغه چمن سمسور شي، توحید ته دبلني نغمه نن ورځ په نړۍ کې نه غګیږي او نړۍ ددې نغمې له خوند څخه بې برخې شوي ده، نړۍ دظلم، ستم، نا امنۍ او وحشت په سيند لاهوشوي ده، نړۍ نن ورځ په دې لټه کې ده چې چېرته سم، دامن اوامان، سکون اوارام څخه ډک لوری پیداکړي، دغه ټول څه یواځي او یواځي په اسلام کې پیداکولی شي. دومره خبر ده چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم او دهغه دملګرو (صحابه کرامو رضوان الله تعالی علیهم اجمعین) مسیر خپل مسیر وګرځوي او د دوی د لارې لاروی شي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم دمکي او مدني سیرت تابعداري وکړي.

د ټولو اسلامي احکامو نفاذ د وخت تر ټولو ستر ضرورت.

فتنې ورځ په ورځ ډېرېږي، وژل یو اسان کار دی، غلا او تلان د دولتمندی ذریعه ګرځیدلي ده، زنا او شراب خوري عام شوي دي، یو پر بل تهمت لګول کومه مهمه خبره نده، رشوت او سود خوري په دنیاوي ضروریاتو کې داخل شوي دي، هره ورځ کې دتښتونې واقعات رامخته کېږي، داشان ډیرې نورې سرکشی شروع دي او په ډیر جرأت سره سرته رسیږي. د دې ټولو ناخوالو علاج یواځي داسلامي احکامو نفاذ دی.

ضرور ده چې نن ورځ په قاتل باندې دقصاص او دیت حکم جاري شي، له هغې وروسته به بیاد قتل په بشمېره موجوده سمانونو باندي هم تر یوه بریده کنترول راشي، نن که چېرې حدقذف کوم کس ته ورکړل شي، بیابه هیڅ کله هم دتهمتیانو دخولې قلف شوی قلف خلاص نه شي، غرض داچې په دنیا کې دامن او سکون دپیدایښت او راتللو لپاره د زمکې پر مخ د حدودو، قصاص او اسلامي تعزیراتو نافذ ول ضروري دي، نن ورځ په عملي توګه نړۍ ددې ورځې انتظارباسي چې داسې کوم قانون شته چې مجرم پخپله سزا ورسوي، که چېرې قاتل په دې خبره پوه شي چې زه دخپل قتل په جرم باندي وژل کیږم نو خامخایې ده چې له قتل څخه مخکې به دی دا فکر کوي چې دځان دساتني یواځیني لار داده چې قتل ونکړي، نو دخپل ځان دساتني لپاره به بیا قتل ته زړه نه ښه کوي لاس به یې رپي، زړه به یې درزیږي او قاتل به دخپل ځان دساتني لپاره دقتل اراده هم ونکړي او په مخ دځمکې باندي به دانسان او انسانیت قدر اوچت شي، او ژوند به قیمت پیدا کړي، له دی امله قرآن کریم فرمایي: هوښیارانو ستاسو لپاره په قصاص کې ژوند دی پکار ده چې له دې قانون څخه سرغړونه ونکړی (سورة البقره ۱۷۹).

که چېرته غله ته دا ور وښودلی شي چې په غلا کولو باندې به یې لاس پرې کيږي نو د غلا په وخت کې به یې لاس رېږدي او هغه به دغلا څخه تریږي او بیرته به ګرځي، په دې توګه به مخ دزمکې له غلو څخه پاک ستره شي، خلک به دخپل ځان ترڅنګ دمال دساتني یو ماحول رامنځته شي.

زاني ته که چیرې داڅرګنده شي چې په زنا سره به دی سل دورې وهل کيږي (سورة نور۲) یا به په کاڼو وویشتلی شي اوسنګساربه شي ( بخاري ج۱ص۲۷۶) نو هیڅکله به هم دزنا مرتکب نشي، په دې ډول به په مخ دزمکې باندې دپاکدمنۍ او عزت دور راشي، غرض دا چې نن ورځ به نړۍ ته سکون د هغه قوانینو په نفاذ سره راځي، کوم قوانین چې رسوالله صلی الله علیه وسلم نافذ کړل، پر مخ دزمکې باندې یې امن او امان راوست او دناخوالو څخه ډک ماحول یې په سکون سره بدل کړ، په نورو قوانینوکې هغه جامعیت او هر اړخیزتوب نشته کوم جامعیت چې دالله په قانون کې دی، دقانون دجوړښت لپاره انساني عقل بسوالی نه کوي.هغه چې نن کله قانون جوړه وي نو د هغه ټولې غلطی څرګنده شي، او دګډ وډی یوه نه ختمېدونکي سلسه شروع کړي اوتر ډېره همداسې پسي روانه وي، الله جل جلاله دزمکې پرمخ دامن اوامان سکون اوارام لپاره پخپله قوانین جوړ کړي دي، هیڅکله کوم چاته یې حتی یونبي ته یې هم د جوړښت لپاره ندي سپارلي.

دحقوقو په معاملاتوکې تر ډیره بریده بې عدالتي کیږي، بلکې شويي هم دی. له دې امله الله جل جلاله د مور اوپلار حقوق، دورثاوو حقوق، دښځو او لورګانو حقوق پخپله بیان کړي دي، تر څو ټول بشریت په اتفاق سره دغه قوانین ومني او پر مخ دزمکې دحق تلفی سلسله ختمه شي، دالله تعالی جل شانه دغه قوانین رسول الله صلی الله علیه وسلم نافذ کړل او نړۍ په پيړیو پیړیو تجربه کړل او نن یې هم تجربه کوي چې په نړیوال نظام باندې کنترول په حقیقت کې یواځي په الهي قانون سره راتلی شي، له هغې نه پرته دا نړۍ د سکون او ارام کور نشي جوړیدلی، دامن او ارام ضامن یواځي او یواځي اسلام دی، په حقیقت کې نن ورځ ټول بشریت دحال په ژبه هغه وخت غواړي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ټول الهي قوانین نافذ کړي ول او یو خوشبودار ماحول یې رامنځته کړی وه او انسانیت ته یې خپل اصلي منزل ښودلی وه.

درسول الله صلی الله علیه وسلم داخلاقو تعمیم دوخت اشد ضرورت.

په موجوده وخت کې تر ټولو دردونکي داخلاقو نیشتوالی دی، دروغ، چغلي، وعده خلافي، بغض، حسد، کېنه، فخر، غرور، ریا، غداري، بدګویي، فحش ګویي، بد ګماني، حرص، غرض داچې ټولې اخلاقي بدی موجودې دي، یواځي دانه چې په عامو مسلمانو کې دي، بلکې دخواصو په اخلاقوکې هم دبدیو انحطاط راغلی دی. په دې اړه دقرآني او نبوي نصوصو وضوح ضروري دی، ددې لپاره چې معقولیت خوښونکي طبقه شریعت ته نېږدې شي، له دې سره سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم خواږه اخلاق هم بیان کړای شي او دهغوی دخپلولو تلقین ورکړل شي.
یو مسلمان ایمان لرونکی کس باید پخپل ژوند کې کوم ‌ډ ول اخلاق ولري؟ دنبوي درسګاه شاګردان ( صحابه کرام رضوان الله تعالی علیهم اجمعین) کوم ډول وو؟

اخلاص، تقوا، شرم ، حیا، صبر او شکر د هغوی صفات وه، دیانت داري، امانت داري، سخاوت او شرافت د هغوی عادتونه وه. په هغوی کې د ایثاراوقربانۍ، عفت او پاکدمنۍ، تواضع او خاکسارۍ تر ټولو غوره صفات موجود وه.

هغوی خوږ ژبي، نرم طبعیته، نرم دله، درحم او کرم نمونې وي. هغوی به همیشه مرګ یاد ساته، دهغوی د صفا معاملاتو نه به خلق متاثر کېدل، دغه ټول چې د ایات او حدیث په روڼا کې بیان کړای شي نو بیا زیات موثر کیدلی شي، خپله اصلاح به هم اوشي، او نور به هم متاثر شي بې له دي چې ورسره څه ووایو، روښتیا ده که چېرې درسول الله صلی الله علیه وسلم اخلاقي تعلیمات عام کړل شي نو یوه داسې ټولنه به را منځته شي، چې دصحابه کرامو (رضوان الله تعالی علیهم اجمعین) او دخیرالقرون دزمانې مماثله به وي، په هغي کې به ټولې هغه خوبی وي کومې چې په دوی کې موجودې وي، د دوی په خوبیو باندې نن ورځ یو اځي دتاریخ پاڼې ښايسته دي، هغه خوبی چې د دوی په ژوند کې موجودې وي.

مخکېنیو مسلمانانوته وګورئ، دهغوی د لوړو او اچتو اخلاقو نه متاثرکیدلو سره به خلقو اسلام قبلولو، نن ورځ داسلامي اخلاقو دتعلیماتو لپاره کتاب خانو ته تلل ضروري دي. افسوس ! که چېرې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په طریقه مو دژوند ټول اصول برابر کړي وای نو داسې به نه وی، بلکې هر مسلمان به درسول الله صلی الله علیه وسلم د اخلاقي تعلیماتو مدرسه وی.

د عصر د ناخوالو څخه د وتلو لپاره یواځېنی لارنبوي سیرت دی.

نني دورته د څېړنې او پلاټنې دور وایې، که چېرې یو څړندوی ته دنني عصر د ظاهري اوباطني بدیو دشمیرلو وخت ورکړل شي یو ته نه بلکې څو کسان پدې موضوع باندې اخته شي نو بیا به هم ټولې بدی او خرابی بیان نکړي، د اسلام او اسلامي تعلیماتو محدودیت د دغه ټولو خرابیو یواځیني لامل دی، که چېرې اسلام اواسلامي تعلیمات عام شي پایله به یې مثبته وي، د دنیاوالو پر اعتدال باندي تلل د الله دنبي صلی الله علیه وسلم د بعثت اصلي موخه وه، د دې موخې لپاره رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل ټول ژوند صرف کړ. په روزلو سره یې داسي افراد جوړ او پیدا کړل، چې دهغوی ایمانونه پوره وه، اخرت ته منتظر ول، هغوی د خدای جل جلاله ذاکرین وو په ذکر یې اهتمام کاوه، دشپې به یې تهجد کول او دورځي به یې سر په لاس دجهاد ګرمو میدانونو ته دانګل، امر بالمعروف نهی عن المنکر یې دژوند مسیر جوړکړی وه. دنورو له اصلاح وړاندې یې دخپل ځان داصلاح په لوري درسول الله صلی الله علیه وسلم توجه را ړوله. د الله تعالی دټولو احکامو څخه یې خلک په پوره توګه خبرول، په سر دزمکه باندې یې دالله تعالی د ټولو احکامو د نافذولو کوښښونه کول او د دې لپاره یې مختلف تدبیرونه جوړول. دهرچا حقوق یې ورته وښودل، خصوصا دکمزورې طبقي مثال په توګه: دښځو، ماشومانو، غلامانو، خادمانواو چارپیانو حقوق یې روښانه کړل او دهغوی د ادا کولو تلقین یې ورکړ.

په ټولنه کې په پیدا کېدونکو ناخوالو باندي نیوکي او په یو اوبل باندې دالهي احکامو دتعمیلولو مزاجونه جوړکړل. د ایاتونو او احادیثو دزدکړي سره سره یې په هغوی باندې دعمل کولو او له ځانه سره د محاسبي تعلیم هم ورکړ، دایاتونو تفسیر او د احادیثو د یادولو او دهغوی پخپل منځ کې یو بل ته دویلو ماحول جوړ کړ. دبدو اخلاقو خرابی یې بیان ولي او دښو اخلاقو د اختیارولو تلقین یې ورکاوه. داسې یوه فضا یې رامنځته کړه چې هر انسان توحید ته بلنه، اصلاح او نورو ته د دې داعیې رسونه خپله فرېضه ګڼله، نن ورځ هم که نړۍ درسول الله صلی الله علیه وسلم طریقې اختیار کړي، منظم صحیح نبوي تعلیمات وکړي، دنورو پرځای هر څوک دخپل ځان داصلاح کوښښ وکړي، یو اوبل ته هغه عیبونه په ګوته کړي چې د ټولنې د خرابتیا لامل کېږي نو لرې نده چې هغه ډول سالمه، پرمختللي، با امنه، له سکون او اطمینان څخه ډکه ټولنه به مو لرلي وي.

دیوي بشپړې اسلامي با امنه ټولنې په هیله


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*