متحده عرب امارات د کندهار پر پېښه درې ورځنۍ ماتم اعلان کړ

نن ټکی اسیا (چارشنبه، مرغومې ۲۲، ۱۳۹۵ل): د متحده عرب اماراتو ولسمشر «خلیفه بن زاید آل نهیان» د یوې خبرپاڼي په خپرولو سره د کندهار پېښه په کلکو ټکو غندلې او اعلان یې کړی چې د راتلونکو ۳ ورځو لپاره به پر ټولو وزراتونو او دولتي ادارو ددغه هیواد بیرغ نیم ځوړندیږي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې « شیخ خلیفه بن زاید د خپل هیواد د سپېڅلو زامنو د شهادت خبر په ډېره خواشینی او غم سره تر لاسه کړ ، هغوی د انسانيت او بشري خدمت په لاره کې خپل ژوندونه له لاسه ورکړل، د هغوی په خاطر به د متحده عرب اماراتو په سرتاسري کې پر ټولو وزارتونو او دولتي ادارو بیرغونه نیم ځوړندیږي.

په خبرپاڼه کې د هغو اماراتي اتباعو نومونه هم ذکر شوي چې د تیري شپې په چاودنه کې ووژل شول چې په لاندي ډول دی:

۱- محمد علي زینل البستکي

۲- عبدالله محمد عیسی عبید الکعبي

۳- احمد راشد سالم علي المزروعي

۴- احمد عبدالرحمن احمد کلیب الطنیجی

۵- عبدالحمید سلطان عبدالله ابراهیم الحمادي

په خبرپاڼه کې راغلې چې لوړ ذکر شوي کسان په افغانستان کې په خیریه او بشري مرستو ګمارل شوي وه چې تېره شپه په یوه تروریستي چاودنه کې ووژل شول.

باید وویل شي چې ددغه هیواد سفیر او یو بل جګپوړی دیپلوماټ ټپي شوي هم دي.

د دبۍ حاکم محمد بن راشد آل مکتوم هم د تیر ماښام پېښه په کلکو ټکو غندلې او ویلي چې د امارات ولس په خپلو شهیدانو فخر کوي چې د انسانیت په خاطر یې خپل ژوند قربان کړ.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.