نادري ناولده

سل کلداري او د پاکستانۍ ماشومې مرګ

نن ټکی آسیا: د پاکستان امنیتي چارواکي وايي، چې درې ورځې وړاندې یوه لس کلنه ماشومه چې په یوه کور کې یې د خدمتګارې په توګه کار کاوه، د زورزیاتي له کبله په روغتون کې ساه ورکړه.
راپور زیاتوي چې ماشومه هغه مهال په وهلو-ډبولو د مرګ تر بریده ورسېده، چې کله یې باداره پوه شوه چې د کلدارو سلګون یې غلا کړی.

دا پېښه د پاکستان په ستر ښار لاهور کې رامنځته شوه.
د لاهور د پولیسو یوې سرچینې وویل، چې د انجلۍ قاتله باداره یې نیولې او دا مهال ترې پوښتنې ګرویږنې روانې دی.
د یادونې وړ ده چې تل د پاکستان له ګوټ- ګوټ څخه د زورزیاتي خبرونه ورکول کېږي،چې ځينې پکې خورا هېښونکې او نادرې هم وي. د پاکستان پر اطراف سربېره په ځينو متمدنو سېمو او ښارونو کې هم له ښځو،ماشومانو او تنکیو ځوانانو سره د ناوړه چلند خورا بوږنونکې پېښي رامنځته کېږي،چې ډېری یې د شتمنو او بدمستانو د سرزورۍ محصول بلل کېږي.
تېر کال په پېښور کې یو افغان موټر چلوونکی هم په ورته بې رحمۍ د شلو کلدارو د نه پرې کولو له امله د پولیسو له لورې ووژل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x