کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / اشرف غني: د کندهار د «تروریستي» پيښې هدف د افغانستان او اماراتو اړیکو ته زیان رسول دي

اشرف غني: د کندهار د «تروریستي» پيښې هدف د افغانستان او اماراتو اړیکو ته زیان رسول دي

نن ټکی اسیا (چارشنبه، مرغومې ۲۲، ۱۳۹۵ل): د ولسمشریزي ماڼۍ ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د ولسمشر اشرف غني په حواله ویل شوي چې نوموړي د کندهار وروستی پېښه وغندله او دا یې یو تروریستي عمل وباله چې د افغانستان دښمنانو پلان کړی او هدف یې د افغانستان او متحده عرب اماراتو اړیکې زیانمنول وو.

خبرپاڼه کې وايي: «د افغانستان د ثبات او پرمختګ دښمنان د دغه وړ تروریستي اعمالو په ترسره کولو سره د هېواد د ودانولو او پرمختګ لپاره زموږ د خلکو باور او پیاوړې ارادې نشي کمزورې کولی. د هېواد جمهور رئیس وویل، دا اعمال په هیڅ وجه د افغانستان او متحده عربي اماراتو اړیکې او همکارۍ نشي زیانمنولی.».

بل خوا د بهرنیو چارو وزارت هم دغه پېښه د افغانستان د دښمنانو تروریستي عمل بللی دی چې غواړي د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکي خرابي کړي.

اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله هم د تېر ماښام چاودنه غندلې او زیاته کړې چې په چاودنه کې «۳» کسان وژل شوي دي. نوموړي هم ویلي چې د برید هدف د اماراتو او افغانستان تر منځ اړیکي خرابول وو چې هیڅکله به یې دا ارمان پوره نه شي.

که څه هم د مرکزي حکومت چارواکي د تېر ماښام برید یو تروریستي عمل بولي چې د افغانستان دښمنانو له لوري تر سره شوی، خو په کندهار کې صحنې ته نیژدې چارواکي او خبریالان تاکید کوي چې هیڅ امکان نه وو چې د ولایت مقام ته دننه دي له امنیتي چارواکو پرته څوک چاودېدونکي توکي تېر کړي او یا داسي په لویه کچه غونډه باندي خبر ولري او پر ټاکلي وخت باندي خپل کار ترسره کړي.

په غونډه کې ګډون کوونکي خبریالانو پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې امنیتي تدابیر دومره سخت وو چې خپله د ولایت په مقام کې جګپوړي چارواکي تر سختي تلاشي تېرېدل او بیا اجازه ورکول کېده چې مېلمستون ته ننوزي.

باید وویل شي چې دا لومړی ځل نه دی چې په مشخص ډول په کندهار کې په لویه سویه مرموزي وژني او چاودني کیږي، بلکې ددې تر مخه هم ورته پيښې شوي خو تر اوسه یې عاملین نه دي رسوا شوي او نه هم د هغو پلاوو د پلټنو درک لګېدلی دی چې د پلازمیني کابل له لوري ټاکل شوي وه.

د کندهار د ولایت په مقام کې دننه چاودني هر لوری په ځان پوري حیران کړی چې څرنګه ددومره پراخ امنیتي حضور او په دومره لویه کچه مېلمستیا کې چاودنه وشول.

د کندهار امنیه قومندان رسنیو سره په اړیکه کې ویلي چې چاودېدونکي توکي د مېلمستون په «فرنیچر» کې ځای پر ځای شوي وه.

ویل کیږي چې د کندهار امنیه قومندان رازق هم په دغه غونډه کې ګډون درلود او یوازي څو دقیقې تر مخه له خپله ځایه ولاړ شوی او بل لوري ته تللی دی.

په چاودنه کې ۱۱ کسان مړه او د ۱۵ شاوخوا کسان نور ټپيان دي، تر اوسه د وژل شویو کسانو تفکیک سم نه دی شوی چې څوک څوک دي ځکه چې د چارواکو په وینا ټول سوځېدلي او له پېژندلو وتلي دي.

د متحده عرب اماراتو د بهرنیو چارو وزارت، ولسمشر او د دبۍ امارت حاکم دغه پېښه په کلکو ټکو غندلې او درې ورځنی ماتم یې اعلان کړی دی.

د خلیفه بن زاید له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د کندهار په پرونی چاودنه کې ۵ اماراتیان چې په افغانستان کې د خیریه کارونو او بشري مرستو دنده یې په غاړه لرله، وژل شوي دي او د سفیر په ګډون یو بل دیپلوماټ ټپی شوی دی.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په لیږلې لنډ پېغام کې ویلي چې تېره ورځ په کندهار کې دوی هیڅ نوعه عملیات نه دي کړي، د ولایت په مقام کې دننه پېښه د چارواکو تر منځ د خپل اختلاف له وجې را منځته شوې.

طالبانو تېره ورځ په هلمند او کابل کې د ملي امنیت پر چارواکو او قومندانانو د چاودنو مسؤولیت اخیستی وو او د ډیرو دولتي چارواکو او امنیتي مسؤولینو د وژلو ادعا یې کړې وه.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ

یوه تبصره

  1. د نجیب د خاله زویه غنی صاحب او د کارمل هلکو عبدالله صاحب، خوشاله اوسی او امریکایانو ته دعا کوۍ چه نومونه به مو تاریخ کی د هیواد په جمهور ریسانو کی ولیکل شی، که نه ستاسی وړتیا خو تر دوستم زیاته نه ده دغه پوستونه مو خوب او خیال کی هم نه وو نه پوهیږم چه کوم لیونی شاهین ستا او د کرزی په اوږو کیناست.
    زه به یی درته ووایم چه دغه بم د رازق هلکو له خوا ځای په ځای شوی وو څه وخت د مخه یی د سپین بولدک په ګمرکی عایداتو ( چه د رازق ورور یی واکداره دی ) د والی صاحب همایون عزیزی سره دشمنیو ته رسیدلی وو هغه ورته ویل چه دولت ته یی وسپاره که نه ماته هم پکی برخه راکړه.
    غنی بابا ستا اداره دومره کمزوری ده چه صبا به دا کار ستا په ارګ کی ستا، اتمر، دوستم ، عبدالله او نورو ترمنخ هم راتلونکی ده هر یو وخت ته ګوری چه یو د بل له الوځولو لاسته راوړنه ولری نه دا چه خپله پکی لولپه شی . غنی بابا طالبانو ستا شړیدلی اداری د شړیدلو د پاره تاسی خپلو کی کافی یاست، طالبانو او امریکایانو متحد کړی یاست چه امریکایان دالر درکوی او د طالبانو له ویر یو بل له منځه نه وړۍ ستاسی د دوه جمهور ریسانو او هغه وحشی معاونانو د ټاکلو هدف هم دغه د خپل منځی جنګو مقدمه او شروع وه، دا نښی نښانی پیل شوی نوری به هم واوری.
    زما توصیه داده ، مخکی له دی چه د تیښتو لیاری مو بندیږی او محاصره کیږی وتښتی اوس مناسب وخت دی، بی له دی هم بیلونران یاست په همدغه ټولو شوو ډالرو قناعت وکړی که نه د ربانی او مسعود په شان سرونه به پکی وبایلۍ مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*