لومړی خونړی غبرګون

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

تیره ورځ کابل ، هلمند او کندهار یو ځل بیا د خونړیو پیښو شاهد و.

په یوه ورځ کې له غرمې تر ماښامه د تفجیرې بریدونو له امله یو زیات شمیر دولتي او ولسي کسان ووژل شول.

د دغو بریدونو له جملې څخه یې د کابل او هلمند هغه پړه طالبانو ومنله خو د کندهار برید لا همداسې بي مسؤلیته پاتې دی.

دا خونړي بریدونه دقیقا تر هغه وروسته تر سره کیږي چې امریکايي ځواکونو هلمند او فراه ته تازه دمې ځواکونه ولیږل.

هلمند او فراه ته د یادو امریکايي ځواکونو په لیږلو باندې د ملي یووالي حکومت د مشرانو جرګي له نیوکو داسې څرګندیږي چې دا کار د حکومت له خبرتیا او رضایت پرته تر سره شوی، خو یادو پوځیانو ته د فراه او هلمند چارواکو لخوا تود هرکلی بیا د حکومتي چارواکو په ټول حکومتي تعامل سړی شکي کوي.

په هر صورت ! په هلمند او فراه کي به د امریکايي ځوکونو په نوي ماموریت کې هم افغانان وژل کیږي او د هغه د مقابل غبرګون قربانیان به هم افغانان وي.

امریکایان غواړي په دې ډول د افغان وژنې خونړۍ لړۍ اوږده وساتي خو ګډ حکومت بیا هم د هغوی پریکړې او هڅې د خپل فاسد او بیواکه حاکمیت د بقاء لپاره اړینې بولي.

د کندهار خونړۍ پیښې تخنیکي مهارت او د هغې د پیښیدو زماني او مکاني مدلولاتو ته په کتو سره داسې ښکاري چې په پلازمینې کابل سربیره د هیواد په هر زون کې د حکومتي کړیو ترمنځ داخلي اختلافات داسې کچې ته رسیدلي چې هر یو غواړي د جانب مقابل په حذفولو سره د خپل ځان لپاره د سیاسي، پوځي او استخباراتي صلاحیت ساحه پراخه کړي.

د ملي یووالي حکومت په بیواکه او بي کفایته رهبري کي د کندهار پرونۍ خونړۍ پیښه او هغې ته ورته راتلونکي حوادث نهایت خطرناک چې د هیواد او ولس مستقبل نور هم له مزید بحران سره مخ کوي.

تبصرې (1)

  • بس لکه تا سو چی هم لیکلی هر طرف ته افغان قربانی کیږی. اوس تازه دمی سر تیزی هلمند ته لاړ داڅو میا شتی خو نوی ولی هلمند اور په لمبو کی سو ځیده. کا ش چی زمونګ په نفسی خواهشاتو مست جا رواکی او تش په نوم ددین تکهداران په دی پوهیدلی. چی لوبه چا شروع کړی او لوبعاړیی څوک دی . هغی دنیا کی به سره ګورو، ددی ځآی هریو سړی عل دی خپلی وسی پوری ، بس ورانویه وران کا بل دی خپلی وسی پوری. بهانه دی جوړه ده کافرو پکی شپي کړی