غزل/ سراج

سراج

ګــــودرمـوشاړده بيامـــــنګى نه لري
څـوك چې پرې نه ژاړي زړګى نه لري

داچې مـزاردشهــيــدخړښـــکارېـــږي
جــــنډې ېـې نشــــته اولرګى نه لري

هغوي چي ځان بې اسلحې بـولي لا
لــکـــه چـې لـــوراوتــبرګــى نـه لري

دابعضـې خــلك دومـــره کـــبرکــوي
تــه بــه وانـه مــري اومرګى نه لـري

هغـــوي هېرنـه کــړې دماڼيــوخانـه!
چې لابې کــوره دي کـورګى نه لـري

شپه هم تياره ده اوداغرهم عجـيب
ګړنـګ ګړنـګ ده اوتنــګى نــه لــر ي

مينه له يوزړه نه په بل زړه شنه شي
چـاويــل دګــل ونه نيــالــګى نه لري

د”سراج “زړه بانــدې اورونـه بـل دي
داسې اورونــه چـې لــوګى نـــه لري


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*