کور پاڼه / پښــــتو ادب / شعـــــرونه / غزل/ عبدالباقي مهاجر

غزل/ عبدالباقي مهاجر

عبدالباقي مهاجر

خوړلئ مې پرزړه باندى ګزار د پاکى مينې
پـتنګ غوندى ګډېږم په انګار د پاکې مينې

دردونه او غمونه عـشقه ستا په پراخه غېږ کې
پر ځان باندې به وړم پر اوږو بار د پاکى مينې

خليل يم خود به اور راته هوا د پسرلي شي
ورځم چې په خندا دا دئ خمار د پاکې مينې

باننګه با همته يم خپل سپين هدف ته ځير يم
د شپو مخته ته ولاړ لکه سـهار د پاکې مينې

له وينو بـه نو خود بيا زما ږدى حورې خــالونه
ځواني چې ورکوم پر سپينه لار د پاکى مينې

ضرور به (مهاجره) انقلاب نوئ بدلون خوري
راځى چى زلمي خيږي پاس په دار د پاکې مينې


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*